شنبه, اکتوبر 19, 2024
Homeخبرونهجنوبي کوریا په افغانستان کې د بشري مرستو پروژې ارزوي

جنوبي کوریا په افغانستان کې د بشري مرستو پروژې ارزوي

تاند (شنبه، د میزان ۲۷ مه) د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی به یې په افغانستان کې د جنوبي کوریا د بشري مرستو پروژې د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ و ارزوي او څېړنه به یې وکړي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ، د اکتوبر ۱۸مه، د افغانستان د بشري مرستو د دفترونو له استازو سره له یوې مجازي ناستې وروسته په اړه یو بیان خپور کړ.

په دې بیان کې یادونه شوې چې دا پروژې په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو له لارې عملي شوي دي.

په دې غونډه کې د نړیوالو سازمانونو استازو لکه د نړۍ د خوړو پروګرام، یونیسف، د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري (UNHCR)، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA)، او د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ګډون درلود.

د راپور له مخې، د دې نړیوالو سازمانونو استازو د جنوبي کوریا د بشري مرستو مننه وکړه. دوی ټینګار وکړ چې دې مرستو د افغانانو د ژوند به ښه کولو کې ښکاره اغېز لرلی.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړ چې هیواد به یې د افغانستان د بشري بحران د هواري لپاره خپلې مرستې ته دوام ورکړي. دا مرستې په ځانګړي توګه د خوړو د کمښت د حلولو، د طبیعي پېښو د ځواب ویلو، د زیان منونکو ډلو لکه ښځو او ماشومانو ملاتړ کولو، او کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ته په مرستې رسولو باندې متمرکزې دي.

وزارت همداراز ټینګار وکړ چې د دې پروژو شفافه او مؤثره پلي کېدل به ډاډمن کړي.

راپورونه ښيي چې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ پورې، د جنوبي کوریا حکومت د دې نړیوالو سازمانونو له لارې افغانستان ته ټولټال ۷۴ میلیون ډالره بشري مرسته برابره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب