شنبه, اکتوبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبان د واټونو او څلور لارو نومونه بدلوي

طالبان د واټونو او څلور لارو نومونه بدلوي

تاند (شنبه، د میزان ۲۷ مه) د څلور لارو، سړکونو او ځایونو لپاره د طالبانو د نوم‌ اېښودلو کمیسیون اعلان وکړ چې په پام کې لري د “دیني او ملي” ارزښتونو پر بنسټ واټونو او څلور لارو ته نومونه وټاکي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور  وزارت مرستیال عتیق‌الله عزیزی، وویل چې د هغو ځایونو نومونه باید بدل شي چې د افرادو په نوم دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ، د میزان په ۲۸مه، په خپله ایکسپاڼه کې اعلان وکړ چې د دې ډلې د نوم‌ اېښودلو کمیسیون په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د څلور لارو، ځایونو او بازارونو نومونه وڅېړي.

 دغه وزارت اعلان وکړ چې د نوم‌ اېښودلو کمیسیون به د “نفاق او بدبینۍ” د مخنیوي لپاره د بازارونو او ځایونو نومونه په “دیني او ملي” ارزښت لرونکو نومونو بدل کړي.

په افغانستان ګکې ډیری ځایونه اصلاً نوم نه لري او له دې کبلهعموماً د ادرس پیدا کولو په مهال خلک له ستونزو سره مخامخ وي. نو پکار ده چې طالبانو لومړی هغو ځایونو ته نومونه وټاکي چې نومونه نه لري یا خلکو بې خونده نومونه پرې ايښي لکه د حمامد کوڅې شا، د مریم لېسې چپ لاس او داسي نور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب