شنبه, اکتوبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو ۲۵۰ کسیز پلاوی قزاقستان ته لاړ

د طالبانو ۲۵۰ کسیز پلاوی قزاقستان ته لاړ

تاند (شنبه، د میزان ۲۷ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په مشرۍ، د طالبانو د حکومت ۲۵۰ کسیزه ، د قزاقستان د تولیداتو په نندارتون کې د ګډون او له دغه هیواد سره د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره الماتې ته لاړ.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پلاوي کې د خصوصي سکتور استازي هم برخه لري او د دې سفر هدف د تجارتي اړیکو کنفرانس، د قزاقستان له چارواکو سره رسمي ناستې او مختلف تجارتي پروګرامونه دي.

په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت او  د کانونو او تېلو وزارت استازي او همدارنګه د افغانستان بانک یو استازی شامل دي.

دا سفر د روان کال له پیله د طالبانو او قزاقستان ترمنځ په کابل او الماتې کې د څو تجارتي نندارتونونو په دوام کې کېږي.

قزاقستان له دې وړاندې د دې لپاره چې له کابل سره تجارتي اړیکې پیاوړې کړي، د طالبانو نوم د دې هیواد د تروریستي ډلو له لیست څخه لرې کړی و، چې دا له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه د دې هیواد  لېوالتیا ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب