وايي:
«دوه شيان ډېر ښکلي دي. يو کتابونه، بل ګلابونه.»
ګلاب ښکلی دی، خو ژوند ئې بيا څو ورځي وي؛ مګر کتاب همېشه، هر ځای او هر وخت له تا سره وي.
ستا د ټول ژوند ملګری دی.
هر کله چي څه ترې وغواړې، بې عوضه ئې درکوي.
هر قدم په اخلاص او رښتينولۍ درسره اخلي.
کتاب له تا دا غواړي، چي و ئې لولې، څه ترې زده کړې او که امکان وي، تر نورو ئې هم ورسوې.
کتاب په دې نه خوشحاله کېږي، چي تا بندي کړی وي، نه ئې خپله لولې او نه ئې نورو ته پرېږدې.
له کتاب سره مينه دا ده، چي کتاب ولولې. دا مينه نه ده، چي په بيه ئې واخلې او په المارۍ کي ئې بند ساتې.
له کتاب سره بايد د ګران او نژدې ملګري په شان بحث وکړو، څه ئې ومنو، څه ئې رد کړو او پر ځينو خبرو ئې بيا- بيا فکر وکړو.
کتاب بې مطلبه او رښتينی ملګری دی.
هيڅ وخت دي ملګرتيا نه پرېږدي، که ئې ته پرې نږدې.
کتاب داسي ډېر څه درکوي، چي نور ئې نشي درکولای او نه له نورو سره شته.
له کتاب سره د لوستلو اړيکه مه پرې کوه.
د کتابونو په برکت علم، پوهنه او تجربې له يوه نسله بل نسل ته رسېږي.
که کتاب نه وای، علم او پوهنه به نه وه.
د کتاب لوستني او مطالعې معنا دا نه ده، چي کتاب ولولې، له سره تر پايه به دي ټول زده کېږي او ټول به دي ياد وي؛ بلکي د دې لپاره ئې لولو، چي څه په يوه کتاب کي زده کړو، څه په بل کي ولولو او ځيني نور څه بيا په نورو کتابونو کي پيدا کېږي.
که له هر کتابه لږ– لږ، خو دايمي زدکړه وشي، د وخت په تېرېدو په انسان کي ډېر څه جمع کېږي.
سقراط وايي:
«ټولنه هغه وخت نېکمرغه کېږي، چي مطالعه ئې ورځنی کار وي.»
په ټولنه کي بايد د مطالعې او کتاب لوستني فرهنګ عام کړو او هر ځای چي انسان وي، بايد هلته کتاب هم وي.
په هغو ټولنو کي چي خلک ئې په کتاب پلورنځيو کي په نوبت ولاړ وي او کتابونه اخلي، ډېر څه لري او معنوي شتمن وي. برعکس چي په کومه ټولنه کي د کتاب پر ځای پر نورو بې معنا او بې ضرورته شيانو پيسې مصرفوي او پر کتاب ئې نه لورېږي، هغوی په ټيټ حال پاته دي او معنوي غربت په مخه کړي دي.
کتاب روان سمندر دی. له دې سمندره بايد د علم، پوهني او معلوماتو هغه قيمتي مرغلري راوباسو، چي موږ پرې د پرمختګ او ښې راتلونکي خاوندان شو.
کتابونه ذهنونه روښانه کوي او فکرونه بدلوي، چي چا دي فکر بدل کړ ژوند دي بدلولای شي.
حتا يو کـتاب هم کولای شي، چي په زرګونو خلکو کي مثبت بدلون راولي.
د ځينو مادي ډاليو پر ځای بايد يو و بل ته کتابونه ډالۍ کړو، دا داسي ډالۍ ده، چي هره ورځ نوې وي، هر وخت نوي څه درکوي او په هر حال نوی – نوی خوند لري.
که د ټولني نېکمرغي، هوسايي او معنوي شتمني غواړو، بايد کتابونه ولولو، مطالعه وکړو او په ټولنه کي د مطالعې فرهنګ عام کړو او کتاب لوستنه مو يو کلتور شي.
د ليف تولستوی وينا ده:
«په دنيا کي د هيڅ شي خوند د مطالعې له خوند سره سيالي نشي کولای.»
دا وينا هم ډېر څه لري:
«کتابونه، دريابونه دي.»