Homeخبرونههند افغانستان ته د ۲۰ زره ټنه غنمو نوره مرسته کوي

هند افغانستان ته د ۲۰ زره ټنه غنمو نوره مرسته کوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۳ مه) هندي رسنیو د خپل هیواد د حکومت په قول راپور ورکړ چې دا هیواد لږترلږه ۲۰ زره ټنه نور غنم د ایران له لارې افغانستان ته لېږي.

هند څه کم دوه کاله پخوا افغانستان ته د پنځوس زره ټنه غنمو مرسته وکړه.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې، دا نوې مرسته به د ایران د چاه بهار له لارې افغانستان ته ولیږل شي ځکه چې تېر ځل پاکستان افغانستان ته د هند د مرستو د لېږلو په لار کې ډیر خنډونه جوړ کړل.

تمه کېږي چې د هند د تازه مرستې لومړۍ جوپه، چې دوه نیم زره ټنه غنم دي، روانه اوونۍ د چاه بهار بندر له لارې افغانستان ته راورسیږي.

دا به سږ کال د هند د غنمو لومړۍ مرسته وي.

په وروستیو کې د هند د باندنیو چارو وزیر ایس جې شنکر وویل، په افغانستان کې د هند تمرکز اوس پر سیاست لږ دی او د افغانانو ملاتړ او په ځانګړي ډول له هغوی سره تاریخي اړیکو ته ډېر دی.

د هند د باندنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې خپل ډیپلوماتان له افغانستانه په دې خاطر وایستل چې امنیتي اندېښنه یې لرله او دا کار ډېرو نورو هېوادونو هم وکړ، خو د وخت په تېرېدو یې خپل تخنیکي ټیم بېرته سفارت ته واستاوه، دوی له څه مودې راهیسې هلته دي او دنده یې تر یوه حده دا ده چې حالات له نږدې و ارزوي او وګوري چې څرنګه هند په هغه څه کې له افغانانو سره مرسته کولی شي چې هغوی ورته اړتیا لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام پر اساس، په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوراکي موادو مرستو ته شدیده اړتیا لري، تر ۲۹ میلیونو اوښتی دی.

1 COMMENT

  1. هندوستان د تل آباد او د ګران او سرلوړي افغانستان دوست او ملګری وي . دوست هغه دی ، چې په سختو ورځو کې ستاسو له حال نه ځان خبروي او د ضرورت په وخت کې مرسته درسره کوي .
    پرهغوی چې ځان ظاهرا مسلمان ګڼي ، خو له تاسو سره د نورو د مرستو مخه نیسي ، لعنت وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...