یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاتریش په افغانستان کې د خپل یوه وګړي د نیول کیدو خبر...

اتریش په افغانستان کې د خپل یوه وګړي د نیول کیدو خبر ورکړی

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۲۳ مه )   د اتریش حکومت په افغانستان کې د خپل یوه وګړي د نیول کیدو خبر ورکړی.

 د اتریش د بهرنیوچارو وزارت نن په دې اړه د پوښتنو په ځواب کې د ایمیل په وسیله تایید کړه چې د دې هېواد یو وګړی په مې میاشت کې افغانستان ته تللی و، او هلته نیول شوی.

دغه وزارت د معلوماتو د محرمیت په خاطر د نیول شوي کس نوم نه دی ښودلی او په اړه یې جزییات هم نه دي ورکړي خو یادونه کوي چې د اتریش وګړو ته ډېر پخوا خبرداری ورکړل شوی و، چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.

 اتریشۍ ورځپاڼې ستاندارد Standardچې لومړی یې دا خبر ورکړ وايي چې نیول شوی کس یو ښی اړخی تندلاری متقاعد نارینه او عمر یې له اتیا کلونو لوړ دی.

معلومه نه ده، چې دغه وګړی د طالبانو حکومت که بل چا نیولی.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب