چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل: د تذکرو د ریاست دروازې مخې ته چاودنه شوې

کابل: د تذکرو د ریاست دروازې مخې ته چاودنه شوې

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۲مه) کابل ښار کې د طالبانو د حکومت د تذکرو ریاست ورودي دروازې مخې ته نن یوې چاودنې دوه ملکیان ووژل.

د طالبانو په حکومت کې یوې باوري سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي، چې دا چاودنه د نن ماسپښین د پامیر سینما ترڅنګ هغه مهال وشوه، چې یو بریدګر د چاودېدونکو موادو سره غوښتل د تذکرو ریاست ته ننوځي.

د سرچینې په وینا پر بریدګر ریاست ته تر ننوتو مخکې چاودېدونکي مواد چاودلي، چې له امله یې خپله بریدګر ټپي شو او دوه ملکیان ووژل شول.

عیني شاهدان وايي، چاودنه د سړک د غاړې پلورنکو ته نېږدې شوي، چې قربانیان یې هم همدوی دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب