ژباړن: حیات الله ژوند
د ساتیا (Satya – حقیقت) ویي له «سات» کلمې رغېدلی چې د «وجود» په مانا ده. نو له حقیقت پرته بل څه نشته. د همدې دلیل له مخې ښايي وویلی شو، چې سات یا حقیقت د خدای تر ټولو غوره نوم دی. د دې پر ځای چې ووایو، خدای حقیقت دی، غوره به دا وي، چې ووایو، حقیقت خدای دی. دا چې پر کایناتو د یوه واکمن نشتوالی زموږ له تصور نه لرې ده؛ نو خدای د «واکمانو واکمن» یا «مطلق قادر» نوموو. دغه نومونه به هم د خلکو پر ژبو پاتې شي؛ خو تر لږ فکر وروسته به وپوهېږو، د خدای لپاره تر غوره او پرمعنا نوم، چې د هغه له شان سره ښايي، سات یا ساتیا دی.
چېرې چې حقیقت شته، رښتینې پوهه هم شته او چېرې چې حقیقت نشته، رښتينې پوهه هم نشته؛ نو ځکه خو چيت (Chit) یا (علم) د خدای نوم تداعي کوي او هر چېرې چې رښتينې پوهه وي، نېکمرغي (انندرا) هم وي، هلته بیا غم لار نه شي موندی. څنګه چې حقیقت تلپاتی دی، له حقیقته ترلاسه شوې نېکمرغي هم همداسې درواخله. ځکه خدای د سات – چیت – انندرا – یا د هغه چا په توګه چې د حقیقت، علم او نېکمرغۍ سرچینه ده، پېژنو.
دغه حقیقت ته ژمن پاتېدل زموږ د شته والي لپاره یوه بهانه ده، زموږ ټولې چارې باید له همدغه حقیقت سره تړلې وي، د ژوند هره شېبه مو باید په حقیقت مالاماله وي، کله چې دا مرحله راورسېږي، پرهېزګار د ژوند د نېکمرغۍ پر راز پوهېږي او حقیقت ته ژمن پاتېدل يې طبیعتِ ثاني ګرځي. له حقیقت پرته هر بل څه ته ژمن پاتېدل ناشوني دي.
موږ په اساني ویلی شو: «زه پر خدای ناباوره یم.» د خدای په اړه چې هر څه ویل کېږي، هغه یې په بښنې او نرمۍ مني. هغه زموږ اعمالو ته ګوري، د هغه له قوانینو هر ډول سرغړاوی وېرونکې او پرېکنده سزا لري، داسې سزا چې د غچ او کينې له مخې نه بلکې د انسان د پاکوالي لپاره د انسان ګرېوان ته لاس وراچوي. موږ د خدای وجود نه ثابتولی شو او نه هم دغه کار ته اړتیا شته. که د خدای وجود نه احساسوو؛ نو درېغه زموږ پر حال. د دغه احساس نشتوالی یو ډول ناروغي ده، چې یوه ورځ باید له ځانه ترې بېغمه کړو.
پر خدای باور باید د داسې ایمان له مخې وي، چې د برهان او تعقل نه لوړ وي. رښتیا خبره خو دا ده، څه چې موږ يې ادراک نوموو، د ایمان په برکت ژوندی دی. د طبیعت غوښتنه هم تر دې بل څه کېدی نه شي.
څوک د خپل وجود له محدودیتونو لوړ تللی شي؟
زه په دې باور یم، کوم ادراک چې زه يې په خاورین وجود کې لرم، بشپړ نه دی او کېدی هم نه شی او ان ضروري هم نه دی، چې ادراک مې دې مطلق وي. د معنویت لوړو پوړيو ته لار موندل – چې بشر هم ورته لاسرسی موندلی شي – له کلک ایمان پرته بل څه نه غواړي. خدای زموږ له دغه خاورین کالبوت نه بل بهر نه دی؛ نو د بهرني شاهد لټون مو کوم ځای ته نه شي رسولی. په خپلو حواسو به «هغه» هېڅکله بشپړ ونه پېژندلی شو؛ ځکه هغه زموږ له حواسو خورا لوړ دی. موږ به هله د هغه شتون حس کړو، چې ځان د حواسو له زندان نه بهر راوویستلی شو. د خدای نغمې پرله پسې زموږ په وجود کې غږېږي؛ خو زموږ د حواسو شور او ځوږ دغه خوږې نغمې – دا نغمې له هر هغه څه چې موږ يې په حواسو درک کولی شو، بېلې دي او له دې نغمو بېکچې غوره هم دي – په خپل ځان کې ډوبوي او پوپنا کوي يې.
زه پوهېږم، چې خدای هېڅکله دا نسان په شکل یو چا ته ځان نه ځرګندوي؛ بلکې د یوه عمل په څېر او په سختو شېبو کې ځان ورته څرګندوي او انسان له دغو سختو شېبو ژغوري.