پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه ترکیه کې د حجاب په اړه ټولپوښتنه کیږي

په ترکیه کې د حجاب په اړه ټولپوښتنه کیږي

خبریال؛ جبارخیل
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ او تقنیني ټاکنو په درشل کې په دولتي دفترونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د حجاب اغوستلو د حق د تضمین لپاره د ټولپوښتنې غوښتنه وکړه.
د اردوغان دا غوښتنه د تركيې د خلكو د جمهوري ګوند د وړانديز په ځواب كې شوې ده.
د ترکیې د خلق جمهوریت د کمالست ګوند مشر کمال کلید اوغلو، چې د هیواد د اساسي قانون د سیکولر ماهیت له اصلي ملاتړو څخه دی، د حجاب د انتخابولو د حق د تضمین لپاره د یوه قانون د تصویبیدو غوښتنه کړې ده.
په ځواب کې، رجب طیب اردوغان د اساسي قانون د تعدیل لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کولو وړاندیز وکړ ترڅو د قانون د تصویب پرځای د حجاب انتخاب حق تضمین کړي.
ترکیه یوازینی مسلمان هیواد دی چې په خپل اساسي قانون کې یې له دولت څخه د دین جلا کول په رسمیت پیژندلی او له مخې یې په دولتي دفترونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې اسلامي حجاب د ډیرې مودې لراهیسې منع شوی دی.
 په ترکیه کې د حجاب په اړه بحثونه پر داسې مهال راپورته شوي، چې په ایران کې د اجباري حجاب پر ضد لاریونونه روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...