چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+ ټول احادیث باید ومنو؟ | عبدالباري جهاني

 ټول احادیث باید ومنو؟ | عبدالباري جهاني

سره له هغه چي احادیث، په تېره بیا صحیحین یا بخاری او مسلم، د اسلام ډیرو لویو عالمانو ، په ډېر احتیاط، را جمع کړي او له جعلې او مشکوکو احادیثو څخه یې د صحیح او موثقو احادیثو د بېلولو لپاره تر لسو کالو پوري زحمتونه ایستلي دي خو په دې دواړو کتابونو کي ډېر داسي احادیث راغلي دي چي نه له واقعیتونو، نه له تاریخي حقیقتونو او نه له عقل سره لګیږي. د مثال په ډول د صحیح مسلم ۱۲۷۵ حدیث را اخلو:

دا حدیث، د لمانځه د وختونو په باره کي، د عبدالله بن عمرو له خولې نقل سوی دی او د سهار د لمانځه په باره کي د حضرت رسول اکرم له قوله وايي: « د سهار د لمانځه وخت د سپده داغ څخه نیولې تر لمرخاته پوري دی. مګر کله چي لمر را پورته کیږي په دغه وخت کي سجده مه کوی؛ ځکه چي لمر د شیطان په ښکرونو کي را پورته کیږي»

دا حدیث، د شمسی نظام په برخه کي، له عصري حقیقت سره اړخ نه لګوي ځکه چي لمر راپورته کیږي نه بلکه مځکه پر خپل مدار باندي را څرخي او شپه او ورځ ورڅخه پیدا کیږي. مځکه د لمر پرشاوخوا باندي را ګرځي او څلور موسمه ورڅخه پیدا کیږي. لمر له هیڅ لوري نه راپورته کیږي چي شیطان یې په ښکرونو کي ونیسي.

او که چیري دا ومنو چي لمر د شیطان په ښکرونو کي را پورته کیږي نو لمر خو تر مځکي ۳۳۰ زره واره لوی دی. شیطان چي لمر په ښکرونو کي نیسي باید چي لږترلږه د لمر پنځه چنده جسامت ولري او په دې حساب باید څه باندي یونیم میلیون واره تر مځکي لوی وي. په دې حساب خو انسان هغه ته د اټوم تر ذرې هم وړوکی دی. بیا نو څرنګه هغه، په دومره لوی جسامت، د انسان په وینو کي ځای نیسي او هغه د سمي لاري څخه اړوي او حتی څرنګه یې ویني.

کله چي د آذان او یا د لمانځه لپاره د اِقامة آواز پورته کیږي نو همدغه شیطان دومره وارخطاکیږي چي، په هغه حدیث کي چي د ابوسفیان له قوله نقل سوی او هغه د جابر له قوله نقل کوي، له مدینې څخه د شپږدېرش میله په اندازه په تاخت ځغلي. مسلم احادیث ۷۵۱ او ابوهریره، د همدغه حدیث په تایید کي، پخپله د پیغمبرص له قوله وايي چي کله شیطان د آذان ږغ واوري نو ځغلي او ګوزونه اچوي او چي آذان ختم سي هغه بیرته راستون سي. کله چي د لمانځه لپاره د اقامة ږغ واوري نو بیا ځغلي او ګوزونه اچوي. او کله چي اقامة ختم سي نو بیرته راستون سي. حدیث ۷۵۳ او حدیث ۷۵۶ 

د شیطان دومره لوی والی، چي لمر په ښکرونو کي پورته کوي، او دمځکي یم نیم میلیون واره لوی والی لري او  د ا وروستۍ خبري په هیڅ صورت نه سره لګیږي او ضمناً باید امام مسلم  دا احادیث له سره ذکر کړي نه وای او که یې لیکلای نو باید چي د ابوهُریره ادبیات یې اصلاح کړي وای. 

یا مثلاً د بخاري ۵۳۶ او ۵۳۷ حدیث وايي« علی بن عبدالله د سُفیان او هغه د الزُهری، هغه د سعید بن المسیب او هغه د ابوهُریره له قوله وايی چي حضرت پیغمبرص وویل چي د دوبي په ډېره ګرمه ورځ خپل د ماپښین لمونځونه وځنډوی ځکه چي د دوبي سخته ګرمي د دوږخ له اوره ده. د دوږخ اور خپل خالق ته شکایت وکړ چي زما د وجود برخي له یوې بلي سره خوري او سره تباه کوي. نو الله ج دوږخ ته اجازه ورکړه چي یو ځل په ژمي او یو ځل په دوبي کي تنفس وکړي. کله چي هغه په دوبي کي ساه کاږي نو تاسي سخته ګرمي احساسوی او کله چي هغه په ژمي کي ساه کاږي نو تاسي د ژمي یخني احساسوی»

داچي دا پورتنی حدیث به په پنځه شپږ ځله لاس پرلاس کېدلو کي څومره تغییر کړی وي او یا به ریشتیا هم حدیث وي کنه زه څه نه سم ویلای؛ خو دونه هر څوک ویلای سي او دا یو څرګند حقیقت دی چي څلور موسمونه، لکه پورته چي مو وویل د لمر پر شاوخوا باندي د مځکي له ګرځېدلو څخه پیدا کیږي. هغه هیوادونه چي د استوا پر کرښه یا استوا خط ته نیژدې پراته دي او د لمر وړانګي په نسبتاً مستقیم ډول ورته رسیږي ډېر تاوده او چي د استوا له خط څخه پورته او کښته واقع وي یا معتدل او یا ساړه وي. دلته د دوږخ د تنفس سوال چنداني نه پیدا کیږي. په انګلیسي متن کي د دوږخ د سړې برخي ذکر نه دی راغلی او په عربي متن کي الزمهریر یا سوړ دوږخ راغلی دی چي له تنفس څخه یې ژمی پیدا کیږي.

ځینی احادیث دي چي چنداني د منلو نه دي او سړی دا نه سي منلای چي ګوندي حضرت پیغمبرص به هم داسي اظهارات کړي وي. د مثال په توګه: د صحیح مسلم ۶۷۱۰ حدیث:

« ابوالسعید خُدري وايي چي حضرت پغمبرص وویل چي د محشر په ورځ به ټوله مځکه یوه ډوډۍ سي او حق متعال ج به هغه ډوډۍ داسي په لاس کي واخلي لکه تاسي چي په سفر کي یوه ټوټه ډوډۍ په لاس کي نیسی. دا به د جنتیانو په افتخار یوه مېلمستیا وي. په دغه وخت کي یو یهود راغی او حضرت پیغمبرص ته یې ویل چي یا ابوالقاسم! رحیم خدای دي ستا څخه راضي سي! زه د هغي ورځي د مېلمستیا په باره کي، چي د جنتیانو لپاره به ترتیب سوې وي نور معلومات درکړم؟ حضرت پیغمبرص ورته وویل چي هو ولي نه. هغه یهود وویل چي په هغه ورځ به مځکه یوه ډوډۍ سي. حضرت پیغمبرص موږ ته وکتل او داسي په کړس یې وخندل چي د زامي غاښونه یې ښکاره سول. یهود وویل دا هم درته ووایم چي له ډوډۍ سره به څشي ملګري وي؟ حضرت پیغمبرص ورته وویل هو ووایه. یهود وویل له ډوډۍ سره به بالام ملګری وي. اصحابو پوښتنه وکړه چي بالام څشي وي؟ یهود وویل بالام غویی او ماهی دی چي د هغوی اینه یا جګر به ۷۰ زره انسانان خوري او ټول به مړیږي»

لومړی خو حق متعال ته، چي ذات یې بلا کیف دی او که لاس ولري هغه بلا کیف دی، په لاس کي د ډوډۍ نیول د هغه له ذات سره نه جوړیږي. ورپسې، د حضرت رب الجلیل له لوري د قیامت په ورځ، پر سپین میدان، دسترخوان غوړول او د مځکي په اندازه ډوډۍ جوړول او مېلمستیا کول د رب الجلیل له ذات څخه د بېخبری معنا لري او د هغه ذات مقام، نعوذبالله، د یوه لوی خان مقام ته را ټیټوي. له بلي خوا پخپله حدیث وايي چي دا معلومات د یوه لاروي یهود له قوله نقل سوي دي. په داسي حال کي چي په تورات کي، چي باید د یهودي د معلوماتو منبع وای، دې خبري او دې ته ورته خبري ته اشاره قدر نسته. یهود لاروی څوک دی چي حضرت پیغمبرص، د خپل ټول علمیت سره، د هغه په خبره اعتبار وکړي او امام مسلم بیا دا کیسه د حدیث په شکل راوړي؟

همدغه ابوسعید الخدري د صحیح مسلم په ۶۸۲۷ حدیث کي د حضرت پیغمبرص له قوله وايي « د محشر په ورځ به مرګ د یوه لوی ښکرور سپین پسه په شکل را وستل سي. بیا به نو هغه د جنت او دوږخ تر منځ ودرول سي او له جنتیانو څخه به پوښتنه وسي چي تاسي دا پیژنی؟ هغوی ټول به غاړي اوږدې کړي. پسه به وویني او ټول به ووایی چي بلې دا مرګ دی. وروسته به له دوږخیانو څخه پوښتنه وسي چي دا پیژنی؟ هغوی به هم ووايی چي بلې دا مرګ دی. وروسته به نو د هغه د حلالولو امر وسي او بیا به ږغ وسي: اې د جنت خاوندانو مرګ له منځه ولاړی او تاسي به د تل لپاره په جنت کي اوسېږی. بیا به دوږخیانو ته وویل سي چي اې د دوږخ خاوندانو ستاسي لپاره مرګ نسته او د تل لپاره به په دوږخ کي اوسی.»

دا چي مرګ پخپله څشي دی او، د سپین پسه په څېر، خارجي وجود لري کنه؛ په دې باره کي دلته بحث نه کوو مګر دونه، په یقین سره، ویلای سو چي الله متعال د دوږخیانو او د جنتیانو د ژوند د دایمي کولو او هغوی ته په دې خبري د قناعت ورکولو لپاره دلیل او اثبات  ته ضرورت نه لري. هغه قادرمطلق دی. له هغه څخه نه څوک شاهد غواړي او نه یې د غوښتلو توان لري. حق متعال، نعوذبالله، صحنه سازی ته هیڅ ضرورت نه لري. دا صحنه سازي، په حقیقت کي، د هغو کسانو د ذهن  محصول ده چي غوښتل یې خپل ځانونه تر نورو خبر او عالم وښيي او د امام مسلم  لپاره لازمه وه چي دا حدیث یې هم، د نورو جعلي احادیثو په څېر، ایسته غورځولی او د نقلولو ارزښت یې نه وای ورکړی.

ځیني احادیث د تاریخي واقعیتونو سره په هیڅ صورت نه لګیږي او سړی ویلای سي چي دا باید حتماً جعل سوي وي. مثلاً د صحیح  مسلم ۶۹۷۹ حدیث د ابوهریره له قوله راغلی دی او د حضرت پیغمبر له قوله وايي چي «تر هغه وخته به قیامت نه سي چي ۷۰ زره یهودان د قسطنطنیې( استانبول) پر ښار باندي حمله ونه کړي. کله چي دوی هلته ورسیږي نو دوی به نه په وسلو جنګ کوي او نه به پر هغه ښار باندي غشي اوروي بلکه ټول یهودان به ووايی چي پرته له الله بل خدای نسته او الله اکبر. په دې توګه به د ښار یوه خوا ونړیږي. دوی به بیا ووايی چي پرته له الله بل خدای نسته او الله اکبر. په دې توګه به د ښار بله خوا ونړیږي. دوی به بیا ووايي چي له الله پرته بل خدای نسته او د ښار دروازې به ورته خلاصي سي. دوی به ښار ته ننوزي او د غنیمتونو او مالونو په چورولو به پیل وکړي. په دې وخت کي به ږغ وسي چي دجال راغی! په دې وخت کي به دوی ټول شیان پرېږدي او په دجال به پسې سي.»

داچي یهودان به استانبول نیسي هغه د وخت خبره ده خو دا چي هغوی به دغه ښار په لااله الا الله او د الله اکبر په ناره نیسي دا ځکه د تأمل وړ خبره ده چي استانبول به یو وخت د عیسویانو ښار وو مګر اوس خو د مسلمانانو ښار  او د یوه اسلامي مملکت پایتخت دی. په کار خو دا ده چي ترکان د الله اکبر په چیغه بیت المقدِس ونیسي نه دا چي یهودان د هغوی پایتخت د الله اکبر په چیغه فتح کړي. له بلي خوا د استانبول ښار یو وخت، د نورو مهمو او لویو ښارونو او نظامي مرکزونو په څېر دېوالونه او قلا درلوده. هغه ښار قلا نه لري چي د الله اکبر په ناره یې دېوالونه ونړیږي او نه هغه ښار دروازې لري چي یهودان د هغو له لاري ښار ته ننوزي.

امام مسلم د عبدالله بن عمر له قوله ۶۹۸۱ حدیث راوړي او وايي چي پیغمبرص وویل چي مسلمانان به تر هغه وخته پوري له یهودانو سره جنګ وکړي چي تر څو پوري یو یهود ژوندی پاته نه سي او بالاخره به یوه لویه ډبره مسلمانانو ته ور ږغ کړي چي راسی زما ترشا یهود پټ سوی دی هغه مړ کړی.

دا حدیث ځکه د بشپړ تأمل وړ دی چي که حضرت پیغمبرص، د یهودانو د قتلولو په برخه کي، داسي حکم صادر کړی وای نو عمربن خطاب چي پخپله بیت المقدِس فتح کړ. د یهودانو خاوري ته ورغی خو یو یهود یې ونه واژه. عمر بن خطاب به هیڅ وخت د حضرت پیغمبر له امر څخه سرغړونه کړې نه وای. او له دې فتح څخه وروسته تر صلیبی جنګونو پوري څه باندي ۷۰۰ کاله د یهودو د خاوري ټول واک د مسلمانانو په لاس کي وو مګر هیڅ مسلمان د یوه یهود ویني په ناحقه توی نه کړې. یهودو د اسلامي خلافت تر سیوري لاندي، په سوله کي ژوند کاوه، د عادي رعایاو په څېر یې مالیه او جزییه ورکوله او سراومال یې په امن کي وو. په څرګنده ښکاري چي دا حدیث باید جعل سوی وي. که دا حدیث موجود وای نو مسلمانانو، په تېره بیا عمر بن خطاب، به د یهودانو عام قتل د آخرة او  قیامت ورځي ته نه وای معطل کړی او مسلمانانو به پر هغوی باندي  د څه د پاسه ۷۰۰ کلونو مطلق حاکمیت په وخت کي، لږترلږه د هغوی په خاوره کي، د هغوی ریښه ور ایستلې وای. 

دغه راز د قیامت یا د دنیا د وروستۍ ورځي په باره کي چي په صحیح مسلم کي کوم احادیث راغلي دي هغه د واقعیت سره نه لګیږي. مثلاً د انس بن مالک له خولې یو حدیث نقل سوی دی چي همدغه حدیث، په یوه سلسله عایشې، او په بله سلسله ابوهُریره ته رسیږي او انس بن مالک وايی یوه سړي له حضرت پیغمبرص څخه سوال وکړ چي قیامت یا ورستی ساعت به کله وي؟ حضرت پیغمبر یو ګړی خاموش وو او بیا یې یوه هلک ته لاس ونیوی او وې ویل چي که دغه هلک ژوند وکړي نو هغه به لا زوړ سوی نه وي چي قیامت به را ورسیږي. انس بن مالک وايی ماچي هغه هلک ته وکتل د هغه عمر زما سره برابر وو. مسلم احادیث ۷۰۵۲

همدغه حدیث په لږ توپیر د نورو کسانو له قوله هم نقل سوی دی. اوس نو دغه ګړی ۲۰۲۲ م د حضرت رسول ص له وفات ۶۳۲ م څخه څه کم ۱۴۰۰ کاله تېر سوي دي او د هغه هلک په عمر، چي حضرت پیغمبرص اشاره ورته کړې وه لږترلږه ۵۰۰ ځله هلکان زاړه سوي او وفات سوي دي او لا معلومه نه ده چي قیامت به کله راځي. د صحیح مسلم د احادیثو په کتاب کي له ۷۰۴۳ څخه تر ۷۰۴۹ پوري، چي د نقل سلسله یې مختلفو منابعو ته رسیږي، راغلي دي چي حضرت پیغمبرص وویل چي زه او قیامت لکه زما د لاس دوې یا درې ګوتي نیژدې سره راغلي یو. البته د دې خبرو، لکه مخکي چي مو وویل څه کم څوارلس سوه کاله (۱۳۹۰) کلونه تېر سوي دي او لا قیامت نه دی راغلی. په هغو احادیثو کي چي په عین موضوع کي راغلي دي له اختلاف څخه څرګندیږي چي د امام بخاري تر زمانې پوري، چي څه کم ۲۵۰ کلونه کیږي، په عباراتو او حتی مفاهیمو کي باید تغییرات راغلي او حتی ډېر احادیث باید جعل سوي وي؛ چي له بده مرغه نه امام بخاري نه امام مسلم او نه نورو محدثینو لازمه توجه ورته کړې ده. که نور هیڅ نه وه نو امام بخاري ته معلومه وه چي پر دې حدیث باندي، که په ریشتیا هم موجود وو، څه کم ۲۵۰ کاله اوښتي او قیامت لا نه دی راغلی نو په کار وه چي دا حدیث یې له سره اخیستی نه وای. 

ــــ په اکثرو احادیثو کي راغلي دي چي څوک خدای یو بولي هغه جنت ته ځي د صحیح مسلم ۳۶ حدیث کي د عثمان بن عفان له قوله ویل سوي دي چي پیغمبرص وویل هر هغه څوک چي خدای یو بولي او مړ سي هغه جنت ته ځي. 

د همدغه صحیح مسلم ۴۷ حدیث د معاذ بن جبل له قوله نقل سوی دی او وايي چي حضرت رسول اکرم ص ماته وویل: « پر بنده باندي د حق متعال دا حق دی چي خدای ته به شریک نه نیسي او هغه به یو بولي او خدای هغه بنده ته سزا نه ورکوي چي خدای یو بولي. ما ورته وویل چي زه خلکو ته د دغه زیري د ورکولو حق لرم؟ حضرت پیغمبرص راته وویل چي خلکو ته دا زېری مه ورکوه ځکه چي بیا به هیڅ طاعت او عبادت نه کوي او یوازي به د خدای پر وحدانیت باندي اقرار کوي»

د صحیح مسلم ۶۶۶۵ حدیث د ابوموسی له قوله وايی چي حضرت پیغمبرص وویل کله چي د محشر ورځ را ورسیږي نو الله ج به هر مسلمان ته یو یهود یا عیسوی په لاس ورکړي او ورته وبه وايي چي دا له دوږخ څخه ستا نجات دی.

۶۶۶۶ حدیث د ابوبدره له قوله وايی چي ما له خپل پلار څخه واورېدل چي پیغمبرص وویل هیڅ مسلمان به تر هغه وخته مړ نه سي چي الله ج یې په عوض کي یو یهود یا یو عیسوي د دوږخ اورته ټاکلی نه وي. عمر بن عبدالعزیز د یوه لاشریک خدای په نوم درې ځله سوګند یاد کړ چي ده ته خپل پلار د حضرت پیغمبرص له قوله دغه پورتنی حدیث نقل کړی دی.

د مسلم ۵۰ حدیث د ابوهُریره څخه نقل سوی دی چي وايي « زه له پیغمبرص سره په باغ کي ناست وم هغه راته وویل چي ابوهریره زما څپلۍ درسره واخله او چي له باغ څخه بهر دي هر څوک ولیدل زېری ورکړه چي هر څوک د شهادت کلمه ووايی هغه به حتماً جنت ته ځي. کله چي زه له باغ څخه ووتلم نو لومړنی سړی چي مخي ته راغی عمربن خطاب وو. هغه پوښتنه راڅخه وکړه چي ابوهریره چیري روان یې؟ ما ورته وویل چي ځم خلکو ته دا زېری ورکوم. هغه زه پر سینه باندي دومره کلک ووهلم چي زه غوزار سوم او ماته یې وویل سمدستي بیرته وګرځه. کله چي زه باغ ته ولاړم حضرت پیغمبرص له عمر څخه پوښتنه وکړه چي ولي دي ابوهریره وواهه. هغه په جواب کي ورته وویل چي زما موراوپلار دي ستا قربان سي؛ که دا خلک خبر سي چي یوازي د شهادت د کلمې په مرسته جنت ته ځي نو له نور عبادت څخه به لاس واخلي…»

لومړی خو دا احادیث، د حضرت پیغمبرص او عمربن خطاب د غوښتني په خلاف، چي نه یې غوښتل ټول مسلمانان خبر سي، چاپ سول او تر موږ پوري را ورسېدل. اوس هر څوک پوهیږي چي که په دغو احادیثو باور وکړي نو یوازي د الله په واحد بللو او د شهادت د کلمې په ویلو جنت ته ځي. 

مګر موږ وروسته ګورو چي حضرت علی د خپلو دښمنانو د وژلو لپاره احادیث جوړوي او خوارج، که څه هم مسلمانان دي او جنت یې، د پورتني حدیث په اساس،  تضمین دی، منافقان بولي او مرګ یې، د حضرت پیغمبرپه امر، روا بولي. که موږ هغه احادیث چي یوازي د خدای پر یووالي باندي په ایمان لرلو او د شهادت د کلمې په ویلو د مسلمان جنت تضمینوي ومنو نو بیا خو د خوارجو د وژلو او له منځه وړلوپه برخه کي، چي هم خدای یو بولي، هم د شهادت کلمه وايي او هم یې لا قرآن شریف تر زیاترو مسلمانانو ښه زده وو، راغلي احادیث غلط دي او که د خوارجو په باره کي راغلي احادیث ومنو نو بیا به هغه، پرله پسې څو، احادیث څرنګه کیږي چي وايی څوک چي خدای یو بولي او یا د شهادت کلمه ووايی هغه به حتماً جنت ته ځي. 

دا اصلاً د محدثینو وظیفه وه چي دا احادیث یې سم تصفیه کړي وای او خلکو ته یې د دغه راز سوالونو د پیدا کېدلو او لاري د ورکولو مخه نیولې وای. محدثینو خپله وظیفه سمه سرته نه ده رسولې. په بخاري او مسلم کي د خوارجو په باره کي داسي احادیث راغلي دي چي هغوی یې تقریباً له مرتدانو او یا له دین څخه د منکرو سویو کسانو سره یوشان بللي دي.

د بخاري ۶۹۳۳ حدیث وايي « یو وخت پیغمبرص خیراتونه وېشل او د عبدالله التمیمی په نوم یو څوک ورته راغی او حضرت پیغمبرص ته یې وویل چي انصاف به کوې. حضرت پیغمبرص ورته وویل لعنت دي وي پرتا باندي. چي زه انصاف ونه کړم نو څوک به یې کوي. عمر بن خطاب ویل اجازه راکړه چي سر یې پرې کړم. حضرت پیغمبرص ورته وویل پرې یې ږده هغه ملګري لري چي که ته خپل لمونځونه او روژې له هغوی سره مقایسه کړې نو ځان ته به دي خوا بده سي. خو دوی به له دین څخه لکه غشی چي خطا سي داسي ووزي…. د دوی نخښه دا ده چي د مشر به یې یولاس لکه د ښځي سینه او یا لکه د غوښوټوټه داسي وي. دا خلک به په داسي وخت کي ظاهر سي چي د خلکو ترمنځ به اختلافات راغلي وي. ابوسعید زیاتوي زه شاهدي ورکوم چي دا خبره مي له پیغمبرص څخه واورېده او کله چي زه له علي سره ملګری وم هغه دغه کسان قتلول….»

دا حدیث د قران شریف له یو شمېر آیتونو سره تناقض لري چي په څرګنده وايي غیب یوازي حق متعال ته معلوم دي او بل څوک په خبر نه دي. د قرآن شریف د الانعام د سورة ۱۸۸ آیة وايی: ورته ووایه اې محمده چي زه، د الله له ارادې پرته، خپل ځانته نه ګټه او نه تاوان رسولای سم. او که زه په غیب خبروای نو خپل ځانته به مي ډېر خیر رسولای او هیڅ تاوان به نه راته رسېدلای. زه یوازي د مومنانو د خبرولو( وېرولو) او هغوی ته د زیري ورکولو مسوولیت لرم. 

 د سورة جن په ۲۶ آیة کي وايي: حق متعال په غیب خبر دی او بل هیچاته غیب نه څرګندوي.

د قرآن کریم د دومره څرګندو اظهاراتو سره به سړی هغه احادیث، چي څه کم ۲۵۰ کاله لاس پرلاس سوي وي، او پخپله له قرآن شریف سره ښکاره نقاضت ولري، او د پیغمبرص له خولې هغه غیب وايي چي حق متعال وايي یوازي زه په خبر یم، څرنګه ومني؟

د صحیح مسلم له ۲۳۲۸ څخه تر ۲۳۳۸ پوري یوولس احادیث د خوارجو د وژلو په برخه کي دي او ټول د علی رض د قول تایید کوي چي د خوارجو په جنګ وتلی وو. خوارج په لومړي سر کي د معاویه په مقابل کي د حضرت علي ډېر ټینګ ملګري ول او د معاویه او حضرت علي ترمنځ د صفین د جنګ له ختمېدلو او د دوی دوو ترمنځ د عمرو بن عاص او ابوموسی اشعري د حکم کېدلو په نتیجه کي هغوی د علي، معاویه او عمرو بن عاص ټولو سره مخالف سول ځکه چي دوی ویل حکمیت د بنده ګانو سره نه دی بلکه حکمیت باید له خدای څخه وغوښتل سي او اصلي قاضی هغه دی. حضرت علي د هغوی په جنګ ور ووت او د هغوی د قتلولو لپاره یې د حضرت پیغمبر امر ته اشاره کوله. 

عابده، چي ۲۳۳۱ حدیث ورته منسوب دی، ښايي د خوارجو په مقابل کي د حضرت علي د اعلان د مشروعیت په باب شک درلود چي له حضرت علي څخه سوال کوي چي تا د خوارجو د قتلولو حکم پخپله له حضرت پیغمبرص څخه اورېدلی دی. حضرت علي ورته وویل هو! زما دي د کعبې په خدای قسم وي. هو! زما دي د کعبې په خدای قسم وي.هو! زما دي د کعبې په خدای قسم وي.

آیا دا امکان لري چي حضرت پیغمبر دي له یوې خوا خپلو امتیانو ته زېری ورکړي چي څوک چي الله په وحدانیت پېژني او د شهادت کلمه ووايي د هغه جنت تضمین دی او له بلي خوا دي د هغو کسانو ویني مباح کړي چي په لمانځه، روژه او نورو فرایضو کي تر عادي مسلمانانو مخکي وي او قرآن شریف دي تر هغوی داسي ښه لولي چي د نورو مسلمانو به کست ورباندي کیږي؟

 د خوارجو کیسه یوازي د سیاسي اختلاف موضوع وه او که تاریخ ته مراجعه وکړو نو حضرت علي د معاویه په مقابل کي هم د جهاد اعلان وکړ او خپلو ملګرو ته یې د غازي کېدلو او شهید کېدلو په صورت کي د جنت وعدې ورکولې. همدغه کار معاویه هم وکړ او خپلو پیروانو ته یې د علي له پیروانو سره د جنګېدلو په صورت کي د اُخروي نعمتونو وعدې ورکولې. په داسي حال کي چي هم د علي او معاویه ترمنځ د صفین په جنګ او هم د علي او عایشې، طلحه او زبیر ترمنځ د جمل په جنګ کي، له دواړو خواو څخه، څه باندي پنځوس زره مسلمانان قتل سول. هیڅ څوک په هیڅ صورت نه سي ویلای چي یا دعلي، یا د معاویه او یا د عایشې په صف کي کفار ولاړ ول او مرګ یې روا وو. 

د حضرت علي او معاویه او د حضرت علي او عایشې ترمنځ هیڅ ډول مذهبي اختلافات موجود نه وه او ټول اختلاف د سیاسي قدرت پر سر وو. قرآن شریف په عربي نازل سوی وو. ټول آیات یې ټولو اورېدلي او ایمان یې ورباندي راوړی وو. من قتل نفساً بغیرنفسٍ او فسادٍ فی الارض فَکَاَنَّما قتل الناس جمیعاً و من احیاها فکانما احیاءالناس جمیعاً… الآیة

ترجمه: که څوک یو سړی، پرته له دې چي هغه قتل کړی وي او یا پرمځکه باندي فساد جوړوي، قتل کړي؛ لکه ټول انسانان چي یې قتل کړي وي او که څوک یوه سړي ته له قتلېدلو څخه نجات ورکړي لکه ټولو انسانانو ته چي یې نجات ورکړی وي. سورة ۵ آیة ۳۲

طلحه بن عبیدالله او زبیربن عوام، چي د حضرت علي او عمربن خطاب په څېر په لسو منتخبو اصحابو یا عشره مبشره کي شامل ول؛ او په هغو لسو یوازینیو مسلمانانو کي ول چي، په ژوند کي، د جنت زېری ورباندي سوی وو؛  او د جمل په جنګ کي د عایشې په طرفداري وجنګېدل او قتل سول؛ معاویه، علي او عایشې او د هغوی پوځي مشرانو او مشاورینو ټولو ته دغه پورتنی قرآني حکم معلوم وو؛ خو هر یوه د خپل سیاسي غرض لپاره پر مقابل لوري، چي پر مسلماني باندي یې هم شک نه درلود، توري را وایستلې. د خوارجو او د هغوی د نښانو په باب احادیث ټول د حضرت علی او خوارجو ترمنځ د جنګونو په وخت کي ایجاد سوي او حضرت پیغمبر ته منسوب سوي دي. که داسي نه وای نو عابده، چي پخپله هم صحابي وو، څرنګه د حضرت پیغمبرص له وفات څخه زیات و کم ۲۵ کاله وروسته د خوارجو په باب حکم باندي نه وو خبر او حضرت علی یې درې ځله سوګند یادولو ته مجبور کړ. 

که یې داسي فرض کړو چي د خوارجو د قتلولومسله په احادیثو کي راغلې او د هغوی مرګ روا وو. نو معاویه خو صحابي وو، د هغه سیاسي مشاور او سپه سالار عمرو بن عاص او د هغه بل مشهور قوماندان عبیدالله بن عمر بن خطاب خو صحابه ول او د قرآن کریم ټول احکام ورته معلوم ول. هغوی څرنګه د حضرت علي په مقابل کي لښکر تیارکړ او حضرت علي څرنګه د عایشې او طلحه او زبیر په مقابل کي او هغوی څرنګه د علي په مقابل کي وجنګېدل؟ په داسي حال کي چي ټولو، د قرآن شریف له حکم سره سم، د یوه مسلمان قتل د ټول جهان له قتل سره معادل باله. 

دوي ټولو ته به یقیناً د صحیح بخاري دا ۴۸ نمبر حدیث معلوم وو او هر یوه به څو څو ځله تکرار کړی هم وو چي « سِبابُ المسلمِ فُسوقٌ و قِتالُهُ کفر» مسلمان ته ښکنځل کول ګناه او له هغه سره جګړه کول کفر دی. دا، دغه راز، د صحیح مسلم ۱۲۲ حدیث دی چي د حضرت پیغمبر د کاتب، محدث او صحابی عبدالله بن مسعود له قوله نقل سوی دی. بیا به نو دې کسانو څرنګه د یوه بل په مقابل کي جنګ جهاد باله او هر یوه به خپلو پیروانو ته د جنګېدلو په بدل کي د جنتونو وعدې ورکولې.

         پاته لري

ټول احادیث باید ومنل سي؟ | عبدالباري جهاني

1 COMMENT

  1. Dear Jahani Saib, I think this kind of articles will damage your personality and create doubts regarding your faith on Islam. You are creating doubts for Muslim who have no knowledge about Islam. You should talk with schoolers to answer your questions, you put questions to unknown Muslims which cannot be answered.
    I have sympathy with you, in this age you should pay attention to your Akherat.
    May Allah Guide us to his right path.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب