دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهط-انو په بدخشان کې د خپلو ۲ياغي شويو قومندانانو په ګډون د...

ط-انو په بدخشان کې د خپلو ۲ياغي شويو قومندانانو په ګډون د ۳۸ تنو د وژلو خبر ورکړ

تاند:(دوشنبه ،د عقرب دويمه)‏‌ د بدخشان لپاره د طالبانو د ادارې ولايتي وياند په دې ولايت کې د طالبانو د دوو ياغي شویو قومندانانو په ګډون د ۳۸ تنو د وژلو خبر ورکړ.

طالب وياند معزالدين احمدي باختر اژانس ته وويل، چې دغه کسان د تېرې اونۍ د عملياتو پر مهال یې وژل شوي.

نوموړي د دغو عملياتو دقیقې سیمې نه دي ښودلي، خو ویلي چې وژل شوي ياغي قومندانان يې بحرالدین او عبدالحمید نومیږي.

طالبانو په دغو عملياتو کې د ۷۸ تنو د نيولو خبر هم ورکړی، خو نه ېې دي ويلي چې دوی هم مخکيني طالب وسله وال که نور خلک دي.

د طالبانو د ولایتي ویاند د معلوماتو له مخې، د يادو عملياتو پر مهال د دوی ۳ ځواکونه هم وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

نوموړي ادعا کړې، چې عمليات ېې له دوی څخه د تازه ياغي شویو طالبانو د ريښو له ختمولو سره پای ته رسولي دي.

له څه مودې راهيسې د طالبانو د دغو ځايي قوماندانانو په اړه ويل کیدل، چې د طالبانو خلاف د پنجشېر د مقاومت ډلې سره یوځای شوي دي.

يادې ډلې څو ورځې وړاندې د طالبانو له لیکې د دوی دغو قوماندانانو او جنګیالیو د بېلیدو او دوی سره د يو ځای کیدو خبر ورکړی و.

طالبانو مخکې په سرپل کې د خپل یوه یاغي شوي مطرح هزاره قومندان مولوي مهدي مجاهد خلاف هم عمليات وکړل، چې هغه ترې وژغورل شو او وروسته ېې ايران ته د تګ پر وخت په نېمروز کې د وژل کیدو اعلان وشو.

1 COMMENT

  1. مهدي يې په نیمروز کي نه ، بلکې په هرات کي ونیوه او هلته يې وواژه (نوموړی د هرات په کهسان ولسوالۍ کي چي له ایران سره پر ګډه پوله پروته ده).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب