چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+ټول احادیث باید ومنل سي؟ | عبدالباري جهاني

ټول احادیث باید ومنل سي؟ | عبدالباري جهاني

مخکي مو وویل چي  امام اسماعیل بخاری او امام مسلم بن الحجاج، چي، د سنیانو په عقیده یې، د احادیثو کتابونه د احادیثو  تر نورو ټولو کتابونو معتبر دي، د حضرت رسول ص له وفات څخه څه کم دوه نیم قرنه وروسته، د خلکو له قوله، احادیث جمع او سره کړل. څرنګه چي احادیث څه کم دوه قرنه لاس پر لاس سوي ول نو طبیعي خبره ده چي زیات تغییرات پکښي راغلي وه. د مثال په توګه، د صحیح مسلم څخه، یو حدیث، چي عجیب او غریب تغییرات پکښي راغلي دي را اخلو:

ابوهُریره ویلي دي « کله چي حضرت رسول ص د خیبر له جنګ څخه راستون سو نو پر ده باندي خوب غلبه وکړه.( دا خبره مو باید په یاد  وي چي ابوهریره د خیبر په جنګ کي برخه نه درلوده. لا مسلمان سوی نه وو او خپله مور یې د تداوي لپاره مدینې ته راوستلې وه)  حضرت رسول ٌ بلال ته وویل چي ته د شپې پهره کوه. حضرت رسول ص او نور اصحاب ویده سول او بلال ټوله شپه لمونځونه کول. بالاخره پر بلال باندي هم خوب غلبه وکړه او هغه هم ویده سو. کله چي لمر را وخوت نو حضرت رسول ص لومړنی سړی وو چي له خوبه را پاڅېد او پر بلال باندي یې ږغ وکړ چي موږ دي ولي د سهار پر وخت ویښ نه کړو . بلال ورته وویل چي زما مور او پلار دي ستا قربان سي ماته هم خوب راغلی وو. نو حضرت رسول ص وویل چي حیوانان مو را رهي کړی. ټولو خپل اوښان روان کړل او څه فاصله ولاړل. حضرت رسول ص اودس وکړ. بلال اقامة وویل او لمونځ یې په جماعت وکړ…»

ابوهریره په ورپسې حدیث کي وايی چي موږ، د استراحت لپاره، په لاره کي تم سولو او تر لمرخاته پوري له خوبه را ویښ نه سولو… ( ابوهریره اصلاً موجود نه وو، ځکه دا حدیث د خیبر له جنګ سره اړه لري) 

ابوقتاده، د همدغي پیښي په باره کي، یو لوی داستان را اخیستی دی چي هیڅ امکان نه لري د دوه نیم قرنه لاس پر لاس کېدلو سره یو عالم تغییرات نه وي پکښی راغلي. ابوقتاده وايي:

ابوقتاده د خیبر نوم نه اخلي او وايي چي « پیغمبرص موږ ته وویل چي تاسي به ټوله شپه سفر وکړی او سهار به اوبو ته ورسېږی. نو ټولو خلکو حرکت پیل کړ او پیغمبرص هم تر نیمي شپې پوري سفر کاوه. پیغمبرص خوب یووړ او یوې خواته کوږ سو. زه ورغلم او اوږه مي ورکړه او هغه مي په ځان پوه نه کړ؛ تر څو چي هغه ویښ سو او ځان یې پر اوښ باندي سم کړ او سفر ته یې دوام ورکړ. یو ګړی وروسته پر هغه باندي بیا خوب غلبه وکړه او یوې خواته کوږ سو. زه بیا ورغلم او تکیه مي ورکړه. تر څو پوري چي پیغمبر ویښ سو او بیا یې ځان د اوښ پر شا باندي سم کړ. دریم ځل دونه خوب غلبه ورباندي وکړه چي نیژدې وو له اوښ څخه ولوېږي او زه ډېر ژر ورغلم او اوږه مي ورکړه تر څو چي پیغمبر له خوبه را ویښ سو. پیغمبر وویل چي دلته باید تم سو او لږ دمه وکړو. پیغمبرص ویده سو او پر موږ باندي هم خوبونو غلبه وکړه او ټول ویده سولو. سهار لمر را ختلی وو چي موږ را ویښ سولو. پیغمبرص تر ټولو لومړی را ویښ سو. زما سره په یوه لوښي کي اوبه وې پیغمبر ص په هغه اودس وکړ او ډیري لږي اوبه پاته سوې او پیغمبرص لږ وروسته د سهار لمونځ وکړ.  نور ملګري هم را پیدا سول او په ګډه مو حرکت پیل کړ. هوا ډېره توده وه او ټول ملګري مو دونه ستړي او تږي ول چي له تندي مرګ ته نیژدې ول او ټولو شکایت پیل کړ. پیغمبرص ماته وویل چي هغه د اوبو لوښی راوړه. د اوبو په لوښی کي ډیري لږي اوبه پاته وې. پیغمبر ص له هغه لوښي څخه یوه یوه پیاله ډکوله او خپلو ملګرو ته یې اوبه ورکولې تر څو چي ټول اوبه سول…»  صحیح مسلم حدیث ۱۴۵۰

 ټول احادیث باید ومنل سي؟ | عبدالباري جهاني

عمران بن حسین وايی په هغه شپه زه هم حاضر وم او مسلم ۱۴۵۱ حدیث د هغه له قوله را نقلوي چي د ابو قتاده له حدیث سره، چي وايی پیغمبرص ته یې درې ځله اوږه ورکړه چي له اوښ څخه ونه لویږي، ډېر عجیب توپیر لري. په داسي حال کي چي دواړه کسان په یوه پېښه کي حاضر ول او د دواړو نکل باید یو ډول وای:

عِمران بن حسین وايي« موږ ټوله شپه له پیغمبرص سره یو ځای سفر وکړ او سهار ته نیژدې مو په یوه ځای کي دمه وکړه. سهار لمر را ختلی وو چي موږ را ویښ سوو. په موږ کي ابوبکر تر ټولو لومړی را ویښ سو. موږ پیغمبرص را ویښ نه کړ څو هغه پخپله را ویښ سي. وروسته عمر را ویښ سو. هغه د پیغمبرص څنګ ته ودرېدی او په لوړ آواز یې تکبیر ووایه او پيغمبرص هم له خوبه را پاڅېد؛ او حرکت مو پیل کړ. یو څه وخت وروسته، چي لمر ښه را وخوت، پیغمبرص موږ ته لمونځ راکړ… وروسته یې ماته وظیفه راکړه چي مخکي سه او وګوره چي اوبه چیري دي. موږ په لاره کي یوه ښځه ولیده چي پر اوښ باندي سپره وه او دوه له اوبو ډک ژي( مشک) یې پر اوښ بار کړي ول. موږ له هغې ښځي څخه پوښتنه وکړه چي اوبه څومره لیري دي. هغې راته وویل چي تاسي اوبو ته نه سی رسېدلای ځکه چي زموږ له کورڅخه تر اوبو پوري د یوې شپې او ورځي مزل دی. موږ ورته وویل چي ته د الله پیغمبرص ته ورسه هغې وویل د الله پیغمبر څوک دی؟ موږ هغه پیغمبرص ته راوستله او کله چي هغه د اوبو په باره کي سوال ورڅخه وکړ نو دې هغه جواب ورکړ لکه موږ ته چي یې راکړی وو. دې وویل چي کونډه ده او یتیمان لري. پیغمبر د هغې ښځي له اوښ څخه د اوبو مشکونه را کښته کړل. او موږ څلوېښتو کسانو هغه اوبه وچښلې. وروسته مو د هغې له مشکونو څخه خپل مشکونه ډک کړل او د هغې مشکونه مو هم بیرته ډک ورتسلیم کړل… »  هغه کتاب حدیث ۱۴۵۱

زیات وکم یوه میاشت مخکي مي په یوه تلوېزیوني پروګرام کي له یوه مُلا څخه، چي خلکو ته یې وعظ کاوه، واورېدل چي له حضرت پیغمبرص سره صحابه ملګري ول او په دښت کي له ډیري سختي ګرمۍ سره مخامخ سول او نیژدې وو چي ټول هلاک سي. حضرت پیغمبر خپلي ګوتي خلاصي کړې او د لاسونو له لسو ګوتو څخه یې اوبه جاري سوې( ملاصاحب له ګوتو څخه د اوبو د راوتلو جریان شاه لوله وبلله) او ټول اصحاب یې اوبه کړل.

اوس به نو په دې احادیثو کي سړی کوم یو مني؟ او که سړی، د یوه سُنی په حیث، د ټولو احادیثو منلو ته مجبور دی؟ ابوهریره خو ځکه دروغ وايي چي دا کیسه د خیبر په جنګ پوري اړه لري او ابوهریره د خیبر د جنګ په وخت کي مسلمان سوی لا نه وو او کله چي حضرت پیغمبرص له خیبر څخه مدینې ته ستون سو ابوهریره مسلمان سو.

ابوقتاده وايی ما حضرت پیغمبر ته درې ځله اوږه ورکړه او له اوښ څخه له لوېدلو مي را وګرځاوه. وروسته مي سهار پیغمبرص ته له خپلي کوزې څخه د اودس کولو اوبه ورکړې او پیغمبرص له هغې کوزې څخه ټول لښکر اوبه کړ. 

عمران بن حسین ادعا کوي چي هغه هم په دغه جنګ او حادثه کي حاضر وو خو نکل یې له هره پلوه له ابوقتاده سره توپیر لري. د هغه په روایت کي نه د بلال آذان موجود دی. نه د ابوقتاده کوزه سته؛ بلکه له یوې کونډي ښځي څخه د اوبو مشکونه اخیستل کیږي او ټول لښکرته اوبه ورکوي؛ اصحاب هم خپل مشکونه ورڅخه ډکوي او د ښځي مشکونه هم بیرته ډک ورسپارل کیږي. د ملاصاحب د شاه لولې کیسه خو لا ما په کتاب کي نه ده لوستې؛ خو حتماً به ده هم د احادیثو په کوم کتاب کي لیدلې وي. سړی به دا احادیث ټول مني؟

هغسي چي موږ اورېدلي او په کتابونو کي لوستي دي نو امام بخاری او امام مسلم، هغسی چي ویل کیږي د احادیثو په انتخابولو او لیکلو کی یې له ډېر احتیاط څخه کار اخیستی، چنداني محتاط خلک نه ول کنه نو دا څلور، له یوه بل سره مخالف، حدیثونه یې څرنګه په خپل کتاب کی لیکل. هغه ته په کار وه چي په دې احادیثو کي یو انتخاب کړي او نور وغورځوي او یا څلور واړه وغورځوي.

د حضرت رسول ص د سینې د څیرل کېدلو په باب احادیث:

د دې پیښیي په باره کي څو مختلف احادیث موجود دي چي ځیني یې یو له بله په هیڅ صورت نه لګیږي او په لوستلو ارزي. د صحیح مسلم په ۳۱۱ حدیث کي راغلي دي:

انس بن مالک ویلي دي چي «جبرییل په داسي حال کي حضرت رسول ص ته راغی چي هغه له نورو هلکانو سره لوبي کولې. ( یعني ماشوم وو جهاني) جبرییل آنحضرت ص پر مځکه پرې ایستی د هغه سینه یې ورڅیري کړه. د هغه زړه یې را وایستی او له زړه څخه یې توره وینه را وایستل او وې ویل چي دا ستا په وجود کي د شیطان برخه وه. وروسته یې د آنحضرت ص زړه، په یوه طلایی لګن کي، د زم زم په اوبو، پرې مینځی او بیرته یې زړه په سینه کي ور کښېښود او سینه یې روغه سوه. هلکانو په یوه منډه د آنحضرت مور یا دايي ته ور وځغستل او هغې ته یې وویل چي محمدص ووژل سو. دوی ټولو د هغه خواته ور وځغستل او ویې لیدل چي هغه جوړ تیار  دی او رنګ یې تغییر کړی وو. انس بن مالک وايی ما پخپلو سترګو د آنحضرت ص پر سینه باندي د ستني نښانونه ولیدل.»( یعني د آنحضرت سینه ګنډله سوې وه. جهاني)

پخپله  همدغه انس بن مالک د مسلم په ۳۱۴ حدیث کي د مالک بن شعشع له قوله وايی چي«  حضرت پیغمبر ویلي دي چي زه کعبې ته نیژدې، د خوب او ویښي ترمنځ حالت کي، پروت وم. یو ږغ مي واورېدی چي ویل یې دی د دوو تنو په منځ کي هغه دریم سړی دی؟ وروسته نو هغه زما خواته راغی زه یې ورسره یووړم. بیا یې نو یو طلایی لګن، چي د زمزم له اوبو ډک وو، راووړ او زما زړه یې را وایستی او د زمزم په اوبو یې ومینځی او بیرته یې پر خپل ځای کښېښود. وروسته یې ماته یو حیوان راووست چي بُراق نومېدی؛ تر خره غټ او تر یابو کوچنی وو. زه یې پر هغه حیوان باندي سپور کړم؛ څو چي لومړي اسمان ته ورسېدلو….» 

په ۳۱۳ حدیث کي، همدغه انس بن مالک، د ابوذر له قوله وايی چي « حضرت رسول ص وویل، کله چي زه په مکه کي وم، زما د کور چت چاک سو. جبرییل را کښته سو او د سرو زرو لګن یې، چي د عقل او ایمان څخه ډک وو، زما په سینه کي خالي کړ او زما سینه یې بیرته بنده کړه. …»

همدغه انس بن مالک، په ۳۰۹ حدیث کي د حضرت پیغمبر ص له قوله وايي « ماته یې یو سپین حیوان راووست چي تر خره غټ او تر یابو کوچنی وو  هر قدم یې له بل څخه د سترګو د دید په اندازه فاصله درلوده. زه پر هغه باندي سپور سوم او بیت المقدِس ته ورسېدلو. ما په جومات کي دوه رکعته لمونځ وکړ او جبراییل ماته دوه لوښي راوړل چي یو د شرابو او بل د شیدو څخه ډک وو. ما شیدې انتخاب کړې او جبراییل راته وویل چي ډېر ښه انتخاب دي وکړ….»

ابوهُریره د همدغه صحیح مسلم په ۳۲۲ حدیث کي د حضرت رسول ص له قوله وايي چي « له موسی ع څخه وروسته مي ابراهیم ع ولیدی او زه د هغه په اولاد کي تر ټولو ورته مشابه وم. جبراییل ماته دوه لوښی راوړل چي یو له شیدو او بل له شرابو ډک وو. ما د شیدو لوښی انتخاب کړ او شیدې مي وچښلې. جبراییل راته وویل چي تا ښه انتخاب وکړ. که دي شراب انتخاب کړي وای نو ستا امت به ګمراه سوی وای.» 

اوس نو انس بن مالک په یوه حدیث کي وايي چي حضرت رسول مبا رک ماشوم وو او له نورو ماشومانو سره یې لوبي کولې چي جبراییل راغی او د هغه سینه یې ورڅیري کړه. په بل حدیث کي پخپله انس بن مالک وايی چي حضرت رسول ص د مکې په جومات کي ویده وو او جبراییل راغی سینه یې ور څیره کړه. په بل حدیث کي د حضرت رسول له قوله ویل سوي دي چي جبراییل زما د خوني چت چاک کړ او خوني ته داخل سو. زما سینه یې را څیره کړه او د عقل او ایمان څخه یې را ډکه کړه او زما سینه یې بیرته روغه کړه. 

همدغه یوه پېښه یو ځل د حضرت پیغمر په ماشومتوب کي، بل ځل د مکې په جومات کي او بل ځل پخپله د حضرت پیغمبرص په خپل کورکي منځته راځي. سینه یې څیرل کیږي او د عقل او ایمان له اوبو څخه ډکیږي. حتی انس بن مالک خو په مبالغه کي دومره مخته ځي چي وايی ما د حضرت پیغمبر پر سینه باندي د ستني ټکان ولیدل.

انس بن مالک په ۳۰۹ حدیث کي وايي چي حضرت پیغمبر بیت المقدِس ته ولاړ. دوه رکعته لمونځ یې وکړ او جبراییل د شرابو او شیدو دوه لوښي ورته راوړل.  خو ابوهُریره په ۳۲۲ حدیث کي وايی چي جبراییل په اووم اسمان کي حضرت پیغمبرص ته د شرابو او شیدو لوښي راوړل.

اووم اسمان ځکه یادوو چي حضرت رسول ص ته د حضرت ابراهیم ع له لیدلو څخه وروسته دوه لوښی راوړل سوي دي. او حضرت پیغمبرص د انس بن مالک د ۳۰۹ حدیث په حواله وايی چي « ابراهیم ع مي په اووم اسمان کي ولیدی چي بیت المعمور ته یې څنګ اچولی وو. بیت المعمور ته هره ورځ ۷۰ زره فرشتې ننوزي او بله ورځ هغه فرشتې نه ورته راځي. وروسته نو زه سِدرة المنتهی ته یوړل سوم. دا یوه ونه ده چي پاڼي یې د پیل د غوږونو په شان لویي دي او مېوه یې دونه غټه ده لکه زموږ خاورین لوښي. او کله چي د خدای په حکم هغه وپوښل سوه نو داسي تغییر پکښي راغی چي هیڅ بشر د هغه د ښکلا توصیف نه سي کولای.»

اوس نو انس بن مالک وايی حضرت پیغمبرص ته په بیت المقدِس کي د شرابو او شیدو لوښي راوړل سول او ابوهُریره همدغه دوه لوښي په اووم اسمان کي ګوري. سړی به په دوو معتبرو احادیثو کي په کوم یوه باورکوي؟

د حضرت رسول اکرم ص د سینې د څیرېدلو او بیرته ګنډلو په ارتباط مختلف او یو د بل نقضوونکي احادیث او افسانې زیاتره د « شَرَحَ» د کلمې له تلواري او بې احتیاطه ترجمې څخه را پیدا سوي دي. دا چي حق متعال، خپل پیغمبرص ته وايي:

الم نشرح لک صدرک: سورة ۹۴ آیة ۱

آیا ستاسینه مو درته خلاصه نه کړه؟

و وضعنا عنک وزرک. الذی انقض ظهرک. هغه سورة ۲ او ۳ آیتونه. 

او ستا څخه مو هغه بار لیري کړ چی ستا ملا یې کږه کړې وه. تفسیرکابلي.

محدثینو د شَرَحَ د کلمې لومړنۍ معنا اخیستې ده چي څیرل، شق شق کول او ټوټه ټوټه کول او… معنی ورکوي. او پر دغه اساس یې خپل ټول نقلونه بناء کړي دي. خو دوهمه معنا یې چي هغه د پراخولو او خلاصولو او تشریح کولو معنا ورکوي هغه یې نه ده اخیستې. کله چي موسی ع ته امر کیږي چي ته فرعون ته ورسه چي بغاوت یې کړی دی. سورة ۲۰ آیة ۲۴

نو حضرت موسی ص الله تعالی ته وايی چي ربِّی اشرح لي صدري آیة ۲۵

و یسِّرلي امري. ۲۶ و اَحلُل عُقدةً من لساني ۲۷

ترجمه: اې زما ربه سینه مي را پراخه کړه. کار مي راته آسان کړه. و له ژبي څخه مي لکنت( په خوله کي بندېدل) لیري کړه. 

د موسی ع طبعاً دا مطلب نه وو چي سینه مي را څیري کړه. ځکه چي د سینې له څیرېدلو څخه هیڅ شی نه جوړېدل. دلته او د الانشراح په سورة کي د سیني له شرح څخه مطلب د سینې پرخوال دي. 

حق متعال د خپل پیغمبر په سینه کي د عقل او ایمان د ایښودلو لپاره جراحي ته ضرورت درلود؟ هغه د بل کوم پیغمبر سینه هم ورڅیرلې او ایمان او عقل یې پکښي ایښی وو؟ ابداً نه. ځکه لکه څرنګه چي د حق متعال ذات قدیم دی دغه راز یې علم هم لایتناهي او قدیم دی. هغه خپل پیغمبران په ازل کي ټاکلي ول. باري تعالی ته خپل پیغمبر په ازل کي معلوم وو. دا څرنګه امکان لري او څرنګه یې عقل مني چي حضرت رسول ص ته دي براق را وستل سي. هغه د معراج سفر پیل کړي او بیا دي هم یا په بیت المقدس او یا د ابوهریره په قول په اووم اسمان کي هغه د شرابو او شیدو د لوښو په انتخاب  آزمېیل کیږي؟

امام مسلم ته په کاروه چي د معراج په باره کي د احادیثو د نقلولو په برخه کي یې له احتیاط څخه کار اخیستی وای او د یوې اساسي موضوع په باره کي ۱۸ یو د بل نقیض او مخالف احادیث یې نه وای نقل کړي. سړی نه بوهیږي چي پخپله امام مسلم ته، د یوه لوی عالم په حیث، څرنګه هیڅ سوال نه پیدا کېدی. 

د معراج په قصه کي، په ۳۰۹ حدیث کي سدرة المنتهی په اووم اسمان کي بولي او په ۳۲۳ حدیث کي، د عبدالله بن عمر له قوله وايي چي سدرةالمنتهی ونه په شپږم اسمان کي ده. هلته هر شی چي له مځکي څخه اسمانونو ته پورته کیږي ختمیږي او هلته تم کیږي. او هرشی چي له پورته څخه ورته راځي دلته ختمیږي او تم کیږي. 

امام مسلم د احادیثو په جمع کولو او سره کولو کي له احتیاط څخه په کار اخیستلو مشهور دی او ځکه یې له ۶۰۰ زرو احادیثو څخه څه باندي ۷ زره انتخاب کړل؛ مګر دې خبري ته متوجه نه وو چي د یوې ټاکلې قضیې یا یوه ټاکلي شي په برخه کي ولي څو موجود حدیثونه واخلي ځکه چي دا خو که د خلکو د ګمراهی سبب نه سي نو لږترلږه شکونه خو ورته پیدا کیږي. 

تر دې ټولو خبرو چي را تیر سو نو باید ووایو چي عقل او ایمان په زړه او سینه کي نه بلکه په سر کي قرار لري. او که چیري دا خبره ومنو چي جبرییل ته وظیفه ورکړه سوې وه چي عقل او ایمان د حضرت پیغمبر ص په سینه کي ځای کړي؛ نو جبرییل چي، د خدای په اراده، دونه زور درلود چي په یوه ګړي کي د حضرت پیغمبر په سینه کي عقل او ایمان ځای کړي نو هغه بیا د هغه پر سینه باندي د انس بن مالک د لیدلو لپاره د ستني د ټکانو نښی  نه پرېښودلې. 

2 COMMENTS

  1. شاه ولي الله المحدث الدهلوي پخپل کتاب حجة البالغة کې سنت په دوه ډوله وېشلي دي چې يو ته يې سُنن الهدی guidance او بل ته يې سُنن العادة cultural وايی.
    جهاني صاحب ډېره ښه څېړنه کړې ده او د دې لپاره کتب العلل لتخريج الاحاديث لکه دارالقطني، اوزاعي او داسې نور او د احاديثو په تړاو رجال برجسته وو ته اړتيا شته چې هغه تر ژورې مطالعې لاندې ونيول شي، نو بيا انسان ته پته لګيږي.
    بله دا چې بخاري يو علمي اکاډميک کتاب دی چې د امام بخاري په پوره کوښښ او برلاسۍ سره ليکل شوی.يعتبر كتاب صحيح البخاري من أصح الكتب بعد القرآن الكريم ، ثم يليه صحيح مسلم فهذين الكتابين من أصح كتب الحديث ، ومن شروط الحديث الصحيح عندهما :
    1- اتصال السند من أوله إلى منتهاه .
    2- أن يكون الراوي مسلماً صادقاً
    3- أن يكون الراوي عدلاُ وثقة وضابطاً سليم الذهن والإعتقاد .
    4- أن لا يكون في الحديث والراوي علة .
    5- أن لا يكون الحديث شاذ .
    6- الثقة والإشتهار .
    7- ولكن البخاري اشترط السماع والمشاهدة ولو مرة والمعاصرة – أي أن يسمع الراوي ويشاهد عمن أخذ عنه الحديث _ بينما مسلم إشترط السماع والمعاصرة فقد ولم يشترط الرؤية .

    https://www.youtube.com/watch?v=RNq2bMWBTpw

    https://www.youtube.com/watch?v=UG1n0UGP-ug
    شيخ محمد اکرم ندوي زما له ۱۷ کلونو راهيسې استاذ دی او صحيح بخاري ورسره لولم.

    https://www.youtube.com/watch?v=NQe1jG7FpQg

  2. د ښاغلی جهانی صاحب د تحلیلی – تحقیقی لیکنی څخه د مننی او ستائنی تر څنګ یو څو زیږه ټکی:
    ۱ – په پیښور یا فیصل آباد کی د جعلی ( مثلاً ) سامسونګ موبایل د کیفیت څخه انکار به د اصیل سامسونګ د کیفیت د انکار معنی ونلری.
    ۲ – د صحیح او مؤثقو احادیثو د ترویج او تدوین او تشهیر د مخنیوی مسئولیت د بنی ساعدې د سقیفې د فرصت طلبو بازیګرانو پر غاړه دئ.
    ۳ – د دین متصدیانو په سِته صحاح کی د هغو احادیثو د بیان څخه ډډه کړېده کوم چی د اسلام د سیاسی – اجتماعی – عقیدتی چارو د سمون په باب نقل سوی دی.
    ۴ – ” اسرائیلیات ” یوازی د قصص الانیاء په هکله د یهودو افسانې نه شمېرل کیږی بلکه په اسلامی روایاتو او د ” سیرة ” په کتابونو کی هم اسرائیلیات موجونه وهی ( کعب الاحبار او ابوهریره غوندی کسان ددې اسرائیلیاتی – تبلیغی دستګاه اصلی مامورین ګڼل کیږی ).
    ۵ – نن سبا خو بله مذهبی فتنه هم زېږېدلې ده ( د اهل حدیث پنوم بل نوئ مذهب ابداع سویدئ ).
    ۶ – هغه حدیث یا احادیث د منلو وړ نه دی کوم چی د قرآن او انسانی فطرت او عمومی اخلاقیاتو او عمومی عِفت او زمان او مکان سره د تطابق وړ نه وی.
    ۷ – د ټولو حدیثی کتابونو پر صِحت معتدقین کسان په ګډه ددې حدیث پر صحت اعتراف کوی چی:
    ” رسول الله ص فرمائی چی زما پنوم د احادیثو جِعل لویه او نه بخښونکې ګناه ده “.
    د پورته حدیث د حقانیت په رُڼا کی داسی نتیجه اخیستله کېدای سی چی د جعلی او ضعیفو احادیثو شتون د د ټولو جعلی راویانو پر لمنه توره لکه او ایمان ئې د تشکیک په هاله کی ښکاری چی البته سِته صحاح د جعلی احادیثو یوه ځاله ده.
    ځینی کسانو ته تر قرآن وروسته ” بخاری ” د ځانګړی تقدس درلوونکئ دئ ( د تعجب او حیاء دی وی د تأسف خبره ده چی د ” بخاری صیب ” قبر شپیته اویا کلونه د کمونیزم او الحاد په لمنه کی پروت او د احادیثو مَیَنان ئې د زیارت څخه بې برخی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب