دې سوال ته ځکه جواب ویل لازم دي چي ملایانو او دیني عالمانو، له سل هاوو کلونو راهیسي، د خپلو خبرو او اوامرو د اثبات لپاره، په احادیثو استناد کړی دی. خو ځیني احادیث دونه کمزوري دي چي نه شرعی او نه عقلي اساس لري او نه پخپله احادیث له یوه بل سره برابري او توافق لري. مګر څرنګه چي د حدیث په نوم او هغه هم په عربي ژبه خلکو ته تقدیمیږي نو څوک یې په رد کي هیڅ نه سي ویلای.
د مثال په توګه: یوه ورځ مي په ټلوېزیون کي ولیدل چي یوه مُلا خلکو ته وعظ کاوه او ویل یې چي حضرت رسول ص فرمایلي دي چي زه د موسیقی د آلاتو د ماتولولو لپاره مبعوث سوی یم او دا ډېر معتبر حدیث دی. له ملا صاحب څخه هیچا پوښتنه ونه کړه چي حضرت رسول ص په خپل عمر کي کله د موسیقۍ آله ماته کړې او یا یې ساز ږغوونکی ډبولی او په سزا رسولی دی؟ د حضرت پیغمبر په کوم سیرة کي، چي زما په عقیده سیرة الرسول الله د محمدبن اسحق، د خپل قدامت له امله تر ټولو معتبر دی او په وروسته کي په کوم بل سیرة کي د دې مهم مأموریت د عملي کولو مثال موجود دی؟
یوه بله ورځ مي په یوه بل ټلوېزیوني پروګرام کي د یوه واعظ مُلا له خولې داسي خبره واورېده چي سړی یې په لیکلو شرمیږي خو څرنګه چي زموږ د ټولني ترجماني کوي نو مجبور یو چي ویې لیکو. مُلاصاحب ویل« یوه ورځ حضرت پیغمبر قضای حاجت ته ولاړ. یو ګړی وروسته یوه ښځه هغه ځای ته ورغله او د حضرت رسول ص غایطه مواد یې وخوړل. خلکو پیغمبرص خبر کړ او هغه له هغي ښځي څخه پوښتنه وکړه. ښځي ورته وویل چي هو ما هغه مواد خوړلي دي. حضرت پیغمبرص ورته وویل چي تازما غایطه مواد وخوړل ستا په نس کي به تر ابده لوږه نه پیدا کیږي»
مُلا صاحب د خپل وعظ په ترڅ کي دوه ځله په زوره ږغ کړل چي« ګوش کن مولوی صاحب ای حدیث است» په دې مجلس کي هیڅ چا اعتراض ونه کړ په داسي حال کي چي دغه مُلا باید په همدغه مجلس کي، حضرت پیغمبرص ته د توهین کولو په سزا رسول سوی او سخت ډبول سوی وای. حضرت پیغمبرص خپل ټول ژوند د خلکو په روزلو او خصوصاً پاکی ته په متوجه کولو تېر کړ. البته د مولوي دا وروستی خبري د نوري تبصرې ارزښت نه لري.
که څه هم چي امام بخاري او امام مسلم د احادیثو په جمع کولو او تصفیه کولو سره اسلام ته ډېر لوی خدمت وکړ. له یوې خوا یې ډېر زیات احادیث، چي په هیڅ توګه د منلو او اعبتار وړ نه وه، له منځه یووړل او له بلي خوا یې، د احادیثو په تصفیه کولو او جمع کولو سره د نورو احادیثو د جعل کېدلو مخه ونیوله خو له خپلو ټولو کوښښونو سره سره یې ځیني داسي احادیث واخیستل چي د حق متعال د ذات په برخه کي د قرآن شریف له متن او ایتونو سره صریح تضاد لري؛ ځیني داسي احادیث یې واخیستل چي د اعتماد وړ نه دي او ځیني داسي احادیث یې واخیستل چي موجودیت یې له احتمال څخه لیري دی.
په قرآن شریف کي د حق متعال د ذات او صفاتو په باره کي تر سلو زیات آیتونه موجود دي او دلته یې موږ د مضمون د اختصار په منظور یوه نمونه ذکروو. و لله المشرق و المغرب فاینما تُوَلُّوا فَثَمَ وجه اللهِ اِنَّ الله واسعٌ علیم. سورة بقره آیة ۱۱۵ ترجمه: مشرق او مغرب ټول په حق تعالی اړه لري. هري خواته چي مخ کړې د الله تعالی له مخ ( وجهه، چي په عربي کي خپله خاصه معنا لري او په بله ژبه ترجمه کېدلای نه سي. جهاني) سره مخامخ کېږې. الله پر کایناتو حاوي او په هر څه دانا دی.
او یا د قرآن شریف د النُّور د سورة په ۳۵ آیة کي لولو چي« الله نورالسموات والارض الآیة» الله د مځکي او آسمانونو نور دی …
په داسي حال کي چي همدغه دوه مبارک آیتونه د حق تعالی د ذات د پېژندلو لپاره کافي دی او هغه له ټولو بندګي خصوصیاتو څخه فارغ کوي خو موږ د احادیثو په دغو دوو معتبرو کتابونو کي ګورو چي باري تعالی ته د انسان څېره ورکوله کیږي او له اسلام څخه د مخکي مذاهبو په څېر بشپړ Anthropomorphism یا خالق ته بشري څېره ورکول مطرح دي:
ابوهُریره د پیغمبر ص له قوله ویلي دي چي د دوږخ او جنت تر منځ اختلاف سو او دوږخ ویل چي په ماکي به مغرور او سرکښه خلک اوسیږي. جنت ویل نو ولي به په ماکي کمزوري، عاجز، ساده او رټل سوي کسان اوسیږي؟ وروسته نو الله ج جنت ته وویل ته زما د رحمت وسیله یې او ستا په وسیله زه هغو کسانو ته خپل رحم ښیم چي زه یې غواړم او دوږخ ته یې وویل چي ته د سزا وسیله یې او ستا په وسیله زه خپلو هغو بنده ګانو ته چي زه غواړم سزا ورکوم. او تاسي دواړه به ډکیږی. دوږخ به هیڅ توګه نه ډکیږي او چي هر څومرهک دوږخیان ور لویږی دی به نارۍ وهي چي نور هم را واچوی؛ تر څو پوري چي خدای تعالی خپله پښه په هغه کي کښيږدی. دوږخ به نارې کړي چي کافي ده!کافي ده! کافي ده! او دا وخت به دوږخ ټول ډک وي او ټولي برخي به یې سره ونښلي. مسلم حدیث ۶۸۱۹
د حق متعال په باره کي دغه راز تصور کول او د هغه پښه په دوږخ ننه ایستل د هغه له ذات سره په هیڅ صورت نه لګیږي او سړی په زغرده ویلای سي چي دا حدیث د څو سوو کلونو په جریان کي سینه پر سینه او قول پر قول ګرځېدلی او تغییر یې کړی دی او بالاخره کفر ورڅخه جوړ سوی دی.
د صحیح مسلم په ۳۶۷ حدیث کي راغلي دي.« ابوزُبیر وایی چي ده له جابر ین عبدالله څخه واورېدل چي د قیامت په ورځ به د مختلفو مذهبونو پیروان حاضر وي او حق تعالی به ورته راسي او ورته وبه وايي چي زه ستاسي خدای یم. هغوی به یې نه مني او وایی به چي تر څو پوري دي موږ ته ځان راښودلی نه وي موږ یې نه سو منلای. نو دی به ځان په داسي حال کي چي تبسم به کوي هغوی ته وښيي. بیا به نو خدای دمخه سي او دا نور بنده ګان به ورپسې سي. که منافقان دي او که مومنان دي له ټولو سره به څراغونه ورسره وي. او هلته به د دوږخ پر سر باندي مېخونه او چنګکونه وي او منافقان به پکښی بند سي او د الله له ارادې سره سم به یې څراغونه مړه سي او ټول به دوږخ ته ولویږي….»
حق تعالی به، چي د میلیارډونو کهکشانونو او ټریلیونونو سیارو او لمرونو خالق دی، د خلکو په مخ کي حاضریږي او تبسم به کوي او بیا به دمخه کیږي او خلک به ورپسې وي او منافقان به پر پل صراط باندي په چنګکونو کي بندیږي او دوږخ ته به لویږي او مسلمانان به، چي مخونه به یې د ستورو په څېر ځلیږي، تر پله تیریږي او ټول به جنت ته ځي.
د حق تعالی د ذات په باره کي دغه ډول تصور او لیکنه کول، چي ټول مسلمانان یې بِلا کیف( د انسان تر تصور عقل او کیفیت لوړ) بولي، په هیڅ صورت له هغه سره نه جوړیږي؛ او محدثینو ته اصلاً په کار نه وه چي دغه ډول احادیث چي، د حق متعال د ذات د پېژندلو په برخه کي، ګمراه کوونکي دي نقل کړي وای.
محدثینو باید د حق د ذات په باره کي داسي احادیث یا یو حدیث را اخیستی وای چي دوی یې پر موثقیت باندي متیقین وای او د یوې موضوع په اړه یې درې، څلور یا پنځه مختلف نظرونه او نقلونه هیڅ اخیستي نه وای. مثلاً امام مسلم په ۳۴۱ حدیث کي د ابوذر له قوله وايي چي له حضرت رسول ص څخه مو پوښتنه وکړه چي خدای تعالی یې لیدلی دی کنه. هغه په جواب کي راته وویل چي حق تعالی خو نور دی زه نور څرنګه لیدلای سم؟ په ورپسې حدیث کي عبدالله بن صدیق د همدغه ابوذر له قوله وايی چي کله مي له حضرت رسول ص څخه پوښتنه وکړه چي خپل پروردګار یې لیدلی دی کنه هغه راته وویل چي ما یو نور ولیدی.
خو ابوهُریره په ۳۴۹ حدیث کي وايي چي « کله خلکو له حضرت رسول ٌ څخه سوال وکړ چي موږ د قیامت په ورځ خدای تعالی لیدلای سو؟ هغه په جواب کي ورته وویل چي تاسي د سپوږمۍ په لیدلو کي ستونزه لری؟ هغوی وویل چي نه. بیا یې سوال وکړ چي تاسي د لمر په لیدلو کي ستونزه لری؟ هغوی وویل نه. نو حضرت رسول ص ورته وویل چي تاسي به، د قیامت په ورځ، خدای تعالی په دغه ډول ووینی. »
د صحیح بخاری ۵۵۴ حدیث د همدغي موضوع په اړه وايي:
« الحُمیدی ویلي دي چي ماته مروان بن معاویه، او هغه ته اسماعلی ، او هغه ته قیس او هغه ته جریر ویلي دي چي موږ د بشپړي سپوږمۍ په شپه له حضرت رسول ص سره ملګري وو او هغه راته وویل لکه تاسي چي دغه سپوږمۍ وینی په یقین سره به د خپل خالق په لیدلو کي هیڅ ستونزه ونه لری…»
یو حدیث وايي خدای نور دی زه نور څرنګه لیدلای سم. بل حدیث وايي ما یو نور ولیدی او بل حدیث وايي چي خدای به، لکه څرنګه چي سپوږمۍ او یا لمر وینی، په دغه شکل ووینی. بل حدیث وايي د څوارلسم د بشپړي سپوږمۍ په شکل به یې ووینی. بل حدیث حتی وايي چي خدای به، د قیامت په ورځ، د خلکو په مخ کي حاضر او وروسته به ورسره روان سي. محدثینو باید په دې احادیثو کي یو انتخاب کړی او یا یې له سره اخیستي نه وای. که څوک په احادیثو کي خپل فکر او غور نه کوي په هر صورت؛ خو که څوک له فکر څخه کار اخلي بیا خو یې دوه، درې، څلور نظرونه، چي یو له بل سره مخالف او ټول د حدیث په نامه ورته وړاندي سي، ګمراه کوي.
ابن مسعود د حضرت رسول اکرم ص له قوله وایی چي یو دوږخي به په قیامت کي له حق تعالی څخه وغواړي چي یو څه اساني ورسره وسي. د هغه غوښتني به پرله پسې زیاتیږی او بالاخره به حق تعالی ورته ووایی چي که د دنیا په اندازه پراخ جنت درکړم ته به راضي سې؟ د جنت غوښتونکی به حق تعالی ته ووایی چي ته زما سره ټوکي کوې؟ خدای به ورته ووایی چي ټوکي نه کوم بلکه تاته ښیم چي زه هر څه کولای سم. ابن مسعود د حضرت رسول اکرم ص له قوله وايی چي حق تعالی به د دغه بنده پر پرله پسې زیاتېدونکو غوښتنو باندي وخاندي. مسلم ۳۶۱
په داسي حال کي چي خندا او ژړا د بنده خواص دي. حق متعال ته دا خواص نه راجع کیږي. د دې معنا دا کېدلای سي چي دا حدیث، ولو ټولو محدثینو صحیح بللی وي، باید جعل سوی وي؛ ځکه چي حق متعال ته د خندا نسبت کول بالکل بندګي صفت دی.
دغه راز د صحیح مسلم ۶۴۱۸ حدیث کي راغلي دي: «عبدالله بن عمرو بن العاص ویلي دي چي حضرت پیغمبر ص وویل چي الله تعالی د آدم د ټول اولاد زړونه، لکه یو زړه، د خپلو ګوتو له جملې څخه په دوو ګوتو کي نیولي دي. حق تعالی دغه زړه، چي هري خواته یې اراده سي هغې خواته ګرځوي. وروسته نو پیغمبر وویل اې الله زموږ زړونه ستا د اطاعت خواته وګرځوه. »
لومړی خو انسان د حق متعال د ګوتو په باره کي تصور نه سي کولای. ګوتي، پښه او د وجود نوري برخي د بنیادم اعضاء دي. حق تعالی ته یې نسبت نه سي کېدلای. دوهم دا چي دا ډېره پخوانۍ او زړه مفکوره ده چي نیت او د اطاعت او نه اطاعت کولو اراده په زړه پوري اړه لري. په دې خبري موږ ټول پوهیږو چي زړه یوازي وجود ته د ویني رسولو وظیفه لري او د اطاعت کولو نه او نه کولو کار د مغز دی د زړه نه دی.
دغه راز د مسلم ۲۱۷۹ حدیث دی: « ابوهریره د حضرت پیغمبرص له قوله وویل چي الله ورته ویلي دي چي مصرفوه یې زه یې بیرته در پوره کوم. او پیغمبرص وویل چي د الله ښی لاس ډک دی؛ او د شپې او ورځي یې مصرفوي او کمبود نه پکښي راځي. تاسي نه ګوری چي هغه د اسمان او مځکي د پیدا کولو څخه وروسته څونه لګښت کړی دی او څرنګه یې مصرفوي او چي څه یې په ښي لاس کي دي هغه نه کم سوي نه دي او نه کمیږي. د الله تخت پراوبو دی. او په کیڼ لاس کي یې مرګ دی. او د خپلي ارادې سره سم د چا مقام لوړوي او څوک کښته غورځوي»
حق متعال ته د لاسونو او هغه هم د کیڼ او ښي لاس نسبت کول، د هغه پښه په دوږخ ننه ایستل او دوږخ ورباندي ډکول، د هغه په ګوتو کي زړونه ورکول او یوې او بلي خواته ګرځول ټول انساني صفات دي. حق متعال د قرآن شریف د آیة مبارک په اساس د اسمانونو او مځکي نور دی. هغه ښی او کیڼ طرف نه لري. ښی او کیڼ لاس خو لا هلته پرېږده. خکه دا ټول انساني صفات دي.
دا ټول هغه احادیث دي چي د حضرت رسول مبارک ص له وفات څخه وروسته لیکل سوي او اکثر یې جعل سوي دي. جعل یې ځکه بولو چي د حق تعالی د ذات له هغي معرفی سره چي په قرآن کریم کي سوې ده مغایرت لري. په احادیثو کي ځیني داسي خبري راغلي دي او داسي روایتونه حضرت رسول ص ته منسوب دي چي په هیڅ توګه د منلو وړ نه دي او د هیڅ ډول دیني احکامو او ورځني ژوند سره سر نه خوري؛ او هیڅ تصور نه سي کېدلای چي حضرت رسول ص به یو وخت داسي حکم هم کړی وي.
د مور د شیدو د رودلو Breast feeding مسله:
د قران شریف د سورة بقره په ۲۳۳ آیة کي راغلي دي چي میندي دي خپلو اولادونو ته دوه بشپړکلونه شیدې یا تی ورکوي. د دې آیة قطعي معنا دا کېدلای سي چي رضاعیة یا د شیدو خپلوي باید د دغو دوو کلونو په موده کي وي. په قرآن شریف کي، درضاعیة خپلوی د ټینګېدلو لپاره، د شیدو رودلو شمېر نه دی ذکر سوی او د دې معنا باید داوي چي یوازي یوځل د شیدو په رودلو سره باید رضاعي محرمیت قایم سي. خو په احادیثو کي دې حساسي موضوع ته بل رنګ اشاره سوې ده.
د صحیح مسلم ۳۴۱۴، ۱۵، ۱۶، ۱۷، ۱۹ او شلم حدیث د حضرت پیغمبر ص له قوله وايی چي په یوه یا دوه ځله شیدو رودلو رضاعي محرمیت منځته نه راځي. په ۳۴۲۱ حدیث کي د اُم المومنین عایشې رض له قوله ویل سوي دي چي په قرآن شریف کي، په لومړي سر کي راغلي وه چي که یوه ښځه یوه ماشوم ته لس ځله شیدې ورکړي نو رضاعي محرمیت منځته راځي. عایشه وايي دا شمېر وروسته پنځو ته را لږ سو خو په دغه وخت کي حضرت رسول ص وفات سو او دا آیة د هغه له وفات څخه مخکي په قرآن شریف کي وو او مسلمانانو هغه قرأت کاوه. ( د دې معنا به داوی چي دا آیة مبارک ورک سوی دی؛ په داسي حال کي چي هغه د خلکو په حافظو کي وو او عایشه رض وايي چي مسلمانانو قراأت کاوه)
البته ، د همدغه حدیث په ارتباط، د صحیح مسلم په ۱۹۰۵ حاشیه کي راغلي دي چي فقهاوو پر دې مسلې باندي جوړه سره وکړه او حکم یې وکړ چي په یو یا دوه ځله شیدو رودلو رضاعي محرمیت منځته راځي او د رضاعي خپلوانو ترمنځ نکاح حرامیږي. د دوی دلیل دا وو چي حضرت پیغمبرص ویلي دي چي د وینو خپلوي او رضاعي خپلوي یو شان ده. په داسي حال کي چي د نر او ښځي په یوه ځل یوځای کېدلو یا جماع کولو په وسیله نطفه تشکیلیږي او محرمیت منځته راځي نو په یوه ځل شیدو رودلو هم محرمیت منځته راځي.
کله چي په دې اړه نور احادیث ګورو نو خبره داسي ځای ته رسیږي چي سړی هیڅ باور نه سي کولای چي دا به ګوندي ریشتیا احادیث وي . مثلاً د صحیح مسلم د ۳۴۲۴ څخه تر ۳۴۲۸ پوري، په پنځو احادیثو کي راغلي دي چي یوه ښځه حضرت پیغمبرص ته راغله او عرض یې وکړ چي د سلیم په نوم زموږ آزاد کړی غلام، چي زموږ په کور کي لوی سوی دی، اوس ځوان سوی دی او زما مېړه زموږ کورته د سلیم آزادانه تګ او راتګ نه خوښوي. حضرت رسول ص ورته وايي چي هغه ته شیدې یعني تی ورکړه او هغه به ستاسره محرم سي. هغه ښځه بالاخره حضرت پیغمبر ته وايي چي سلیم خو ږیره لري زه څرنګه هغه ته تی ورکړم. حضرت پیغمبرص ورته وايي چي زه درته وایم تی ورکړه. هغې هم سلیم ته تی ورکړ او هغه د ښځي په کور کي محرم سو او ښځه یې مور سوه.
آیا دا امکان لري چي حضرت پیغمبرص دي داسي امر کړی وي؟ څرنګه یوه ځوانه ښځه یوه پردي ځوان ته، چي ږیره یې هم راغلې وي، خپله سینه دوه درې ځله لوڅولای سي او هغه ځوان خوله باندي ایښودلای او شیدې یې رودلای سي؟ آیا دا ممکنه ده چي د داسي عمل او د هغه عمل د تکرار په صورت کي دي د ناروا جنسي رابطې د ټینګېدلو مخه ونیوله سي؟ او که دا په ریشتیا هم حدیث وي نو اوس به له عامي سړي څخه نیولې تر ملا پوري څوک خپلي ښځي ته اجازه ورکړي چي یوه بېګانه ځوان ته، چي ږیره یې لا هم راغلې وي، خپله سینه لوڅه کړي او هغه ته دوه درې ځله تی ورکړي؟ طبیعي خبره ده چي هیڅ څوک به دې کار ته حاضر نه سي او که خبره داسي وي نو ولي د امام مسلم کتاب ته صحیح مسلم او د احادیثو معتبر کتاب ویل کیږي او ولي پر دې ډول احادیثو باندي تجدید نظر نه کیږي او لا ولي هر کال له سره چاپیږي.
داحادیثو کتابونه، لکه مخکي چي مو وویل، پر لیکلو کتابونو او اسنادو حواله نه ورکوي او ټول پر نقل قول ولاړ دي. په دې سلسله کي ابوهُریره ته تر ټولو زیات احادیث منسوب دي. ویل کیږي چي هغه ته څه د پاسه ۵۰۰۰ احادیث منسوب دي او Encyclopaedia of Islam هغه ته د منسوبو احادیثو شمېر ۳۵۰۰ قید کړی دی. په داسي حال کي چي د احادیثو په معتبرو کتابونو کي داسي کسان چنداني نسته چي تر ۳۰۰ زیات احادیث دي ورته منسوب وي. بالآخره ابوهُریره څوک وو؟
ابوهُریره له مسلمان کېدلو څخه مخکي عبدالشمس نومېدی او کله چي مسلمان سو نو حضرت رسول ص د هغه لپاره عبدالرحمن نوم انتخاب کړ. خو څرنګه چي د خپلي وړې پشو سره یې ډېره مینه درلوده او همېشه به ورسره وه نو حضرت رسول ص هغه د پشینګوړي یا د پشي د بچي پلار یا ابوهُریره وباله.( هِر په عربي ژبه کي نر پشو، هِرة ماده پشي او هُریره د پشو بچي ته وايي) هغه په دې نوم دونه مشهور سو چي اصلي نوم یې بیخي د خلکو له یاده ووت او د احادیثو په کتابونو او په تاریخي آثارو کي یې یوازي همدغه نوم یادیږي.
ابوهُریره پخپله ویلي دي چي هغه یو شپانه وو او د کليوالو د رمو په څرولو او ساتلو یې ګوزاره کوله. له دې خبري څخه معلومیږي چي هغه باید مطلق بېسواده وو. ویل کیږي چي ابوهُریره د خپلي ناروغي مور د علاج کولو لپاره مدینې ته تللی وو او دا وخت حضرت رسول ص د خیبر غزا ته وتلی وو چي په دې حساب د هجرت اووم کال او ۶۲۹ میلادي کیږي. ګواکي ابوهُریره، د حضرت رسول اکرم ص له وفات څخه مخکي، څه باندي درې کاله په اسلام کي تېر کړي دي.
څرنګه چي ابوهُریره تر اندازې زیات احادیث نقلول نو د ده په ژوند کي هم خلکو د هغو احادیثو د صحت او سقم په برخه کي شکونه درلودل. حتی ویل کیږي چي حضرت عمر او حضرت علی رض هغه د احادیثو له نقلولو څخه منع کړی وو. خو دی پخپله وايي چي دی ځکه زیات احادیث نقلوي چي « تر نورو کسانو یې له حضرت رسول ص سره زیات وخت تېرکړی دی. په داسي حال کي چي نور کسان به د دنیا په کاروبار لګیاول ده به ټول وخت حضرت رسول ته غوږ نیولی وو او چي هغه به هر څه ویل ده به ذهن ته سپارل.» مګر خبره دا ده چي ابوهُریره له یوې خوا یوازي څه باندي درې کاله په اسلام کي تېر کړي او له بلي خوا یو مطلق بېسواده سړی وو. دا چنداني ممکنه نه ده چي یو بېسواده سړی دي په دغه اندازه احادیث حافظې ته وسپاري. او له بلي خوا کشکي دا احادیث پخپله ابوهُریره نقل کړي وای. هغه احادیث چي د ابوهُریره له قوله نقل سوي دي پخپله پنځه شپږ ځله سینه پر سینه سوي نقل سوي او تر خلکو او محدثینو پوري رسېدلي دي. کله کله یو حدیث په درې څلور ډوله نقل سوی وي؛ دغه علت دی چي سړی اکثر احادیث صحیح نه سي بللای. ځکه ځیني داسي احادیث هم سته چي له دریو څخه تر پنځو مخونو پوري یې نیولي وي. په دې احادیثو کي یو هم، په صحیح مسلم کي ۶۶۷۰ حدیث دی. دا د کعب بن مالک هغه داستان دی چي د حضرت رسول ص څخه، د تبوک په جنګ کي، تر شاپاته سوی او په جنګ کي یې برخه نه وه اخیستې او په مدینه کي د پاته کېدلو لپاره یې هیڅ پلمه نه درلوده. حضرت پیغمبر پر هغه باندي دونه په غوسه وو چي د مدینې مسلمانانو ته یې ویلي وه چي له ده او دوو نورو صحابه وو سره، چي د ده په څېر په مدنیه کي پاته سوي وه، هیڅ خبري ونه کړي. تر څو چي د حق متعال د لوري، د هغوی په حق کي، آیة نازل سو او حضرت پیغمبر هم دوی ته عفو وکړه…..
څرنګه امکان لري چي درې یا څلور یا پنځه صفحې دي دوه دوه دوه نیم سوه کاله سینه پر سینه نقل سي او د هغه په صحت دي سړی اعتماد وکړای سي. ځکه دا خو عادي نکلونه نه دي چي سینه پر سینه نقلېدل یې چنداني ستونزه نه لري. په احادیثو کي تاریخي پیښي، د اشخاصو نومونه، کلونه، اعداد، احکام او نواهي راغلي دي او سینه پر سینه انتقالول یې مسوولیت لري.
پاته لري
مننه جهاني صیب
له خذیثونو ډیره سو استفاده کیږي. اکثره دقیق او باوري نه دي او له بلې خوا ډیر ضد و نقیض دي. ملا صاحب چې کله کوم په کار وي هغه مطرح کوي او هاغه بل بیا نه یادوي
روغ
سلامونه
جهاني صاحب ژوندی خو اوسې په دا لوی تصفیوي وړاندیزونه چې د احادیثو په باره کې ېې حقیقی علماءوو ته پر غاړه اچوې.
زه یوه لڼډه ټوکه ماڼنده قصه وکم: یو ماښام مو د وطن د یو کلي په جومات کې په جمع لمونځ کولو ؛ په صف کې دوو مقتدیانو پایڅې اوژدې وې ؛ نو ملا ساب کړل” تاسو ته هغه حدیث نه دی مالوم چې که په لمانځه کښې د چا پایڅې له ښنګرو ښکته وي په قیامت کې به په دوږخ کې اویا غوټې ورکول کیژي!!”
ا یوه مقتدی وویل زما د پرتوګ پایڅې اوږدې دي ، که پورته ېې کشوم بیرته خوييږي!؛ ملا وايي ”ګیندهء په کې واچوه!”
ا بل مقتدي چې لږ لوستی مالومیده ، ځان ټینګولی و نه شو ؛ویلې ملا جانه! هسې ځان نه حدیثونه مه باسه ؛ د آنحضرت وخت کې خو عربو کښې پرتوګ رواج نه و، لُنګونه اغوستل کیدل!!” …