یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د ژان پل سارتر (Jen Paul Sartre) ژوند ته کتنه

د ژان پل سارتر (Jen Paul Sartre) ژوند ته کتنه

   ژباړن: عبدالرشید سعادت

    ژان پل سارتر د ژان بپتست زوی چې د ۱۹۰۵کال د ژون په ۲۱ د فرانسې په پاریس ښار کې زږیدلی دی. سارتر د اګزیستانسیالیزم د ښوونځي له بنسټ ايښودونکو څخه دی چې د فرانسې او ځينو نورو هېوادونو له چپ ګرایانو څخه یې دفاع کوله. د ساتر د زږیدلو پر وخت د سارتر مور ۲۰ کلنه وه چې نوم یې ماري شوایتزر وه. د سارتر د مور پلار یو دینې عالم او د موسیقۍ پېژندونکی و، د سارتر مور له ډېرې مینې سارتر ته د پولو نوم اخیستلو او سارتر یې د ژوند یواځينۍ شتمني بلله.

    د سارتر پلار ژان بتیست نومیده او د سارتر د زږیدلو پر وخت نوموړی ۳۱ کلن و، نوموړی یو کلیوال ډاکتر و کله چې سارتر وزږیده د ده له زږیدو څخه ۱۵میاشتې وروسته د سارتر پلار چې په بحري ځواک کې یې دندنه لرله سخت ناروغ شو او له څه وخت وروسته یې د ژوند له رنګین بڼ څخه کډه بار کړه او د ژوند په دې بڼ کې یې سارتر او د ده مور تنها پرېښودل او سارتر یې له پلرنۍ مینې څخه بې برخې کړلو. د بتیست له مړینې وروسته د هغه کونډې مېرمنې د بېوزلۍ له لاسه خپل د پلار کورته کډه وکړه او سارتر یې له ځان سره هغه ځای ته یوړ.

   شارل چې د سارتر د مور پلار و نوموړی یو دینې عالم و، کله چې له مدرسې څخه فارغ شوی و نو د الماني ژبې له یوې ښوونکې سره یې اړیکه وه او له هغې څخه یې الماني ژبه زده کړې وه په پای کې شارل پر ځای د دې چې دینې عالم شي نو د الماني ژبې ښوونکی شو. د سارتر پر ژوند د شارل اغېزه ډېره وه او سارتر د خپل ځان پېښو په کتاب کې څو ځایه خپل د بابا یادونه کړې او همدا شان یې د مور مور چې د ده نیا کېږي په خپلو ځان پېښو کې یادوه کړې او تل یې د یوې مهربانې ښځې لقب ورکړی دی.

   سارتر یو خلاق او هڅاند ماشوم و، کله چې د نوموړي مور له یو بل کس سره چې ژوزف مانس نومیده او انجینر و  له پخوا څخه یې د سارتر له مور سره ملګرتیا هم لرله واده وکړ دغه کړنې د نوموړي په ژوند ډېره بده اغېزه وکړه او تل له دې خبرې کړیدلو چې زما مور ولې له بل کس سره واده وکړ. دې کړنې سارتر له ښځو سره کرکې ته اړ کړ او همدا لامل شو چې نوموړي د ژوند تر پایه واده هم ونه کړ. کله چې د سارتر مور له ژوزف سره واده وکړ هغه په لاروشل کې یوه دنده پیدا کړه او د سارتر مور یې له ځان سره هغه ځای ته بوتله سارتر د خپلې نیا سره پاتې شو له څه وخت تیریدو وروسته یې د مور څنګ ته ورغی.

   د پلندر په کور کې تل کړیدلو او کله کله به یې د ژړا تر سرحده ځان رساوه. ساتر  د ژوزف څخه ډېره کرکه کوله او په خپلو ځان پېښو کې یې د ژوزف په اړه لیکلي: « دا هغه کس دی چې ما یو ډېر عمر د دوی په اړه لیکنې کړي» سارتر د ژوند هغه شپې ورځې د خپل د ژوند سخته شپې او ورځې یاد کړي چې د ژوزف په کور کې یې تېرې کړي دي.

   سارتر لاروشل ته له تګ مخکې مدرسې ته لاړ نه شو بابا یې ډېر کوښښ وکړ چې نوموړی هغه ځای ته بوځي خو هڅو یې رنګ رانه وړ. بابا یې له ځان سره پرېکړه وکړه چې د سارتر زده کړې به په غاړه واخلم ځکه کله چې به سارتر ورک شو نو د بابا په کتابتون کې به یې و او کتابونه به یې مطالعه کول دغه مطالعه نوموړي د یولس کلنۍ له ژوند څخه مخکې کړې ده. په همدې وخت کې سارتر د هکتور مالرو د بې ښځو کتاب، د بواری، فلوبر او ولتر ځينې لیکنې ولوستلې.

   په لاروشل کې د لومړي ځل لپاره سارتر مدرسې ته لاړه، ژوزف دا هڅه کوله چې سارتر د خپل په شان یو انجینر کړي خو سارتر له ریاضي څخه بدل راتلل او هېڅ کله یې ریاضي ونه لوستله او نه یې مینه ورسره وکړه.

   په ۱۹۲۰ م کال کې سارتر د زده کړو لپاره پاریس ته لاړه او د څلورم هانري په لويي لوګران مدرسه کې په زده کړو بوخت شو. په دې مدرسه کې ډېر تکړه زده کوونکي وو چې تل به یې په ازموینو کې لوړې نمبرې اخیستلې. په ۱۹۲۴ کال کې سارتر د نورمال ښوونځي ته لاړه او تر ۱۹۲۸ کال پورې یې په دغه ښوونځي کې فلسفه او ادبیات ولوستل او دغه ښوونځي تل خپل شاګردان د اګرګاسیون ازموینې ته چمتو کول کله چې به کوم کس په نوموړې ازموینه کې بریالی شو نو بیا به یې د استادۍ حق درلوده او له نورو ښوونکو به  لږ درس ورکول او ډېرې پیسې. په ۱۹۲۸کال کې د لومړي ځل لپاره په دغه ازموینه کې ګډون وکړ خو بریالی نه شو د دویم ځل لپاره یې په ۱۹۲۹م کال کې بیا په همدې ازموینه کې ګډون وکړ او لومړی مقام یې وګاټه او د نوموړي سره یوه نجلۍ ملګرې وه چې نوم یې سیمون و هغې دویم مقام وګټلو.

   د سارتر او سیمون دوبوار یو له بل سره پېژندل د دواړو په ژوند کې یوه پرمختګیزه پېښه وه. دا دواړه د ژوند تر پایه پورې یو له بل سره ملګري وو خو واده یې ونه کړ. دوی واده کول یو بورژوايي امر  ګڼلو . سارتر په ۱۹۳۸کال کې د تهوع په نامه یو فلسفي رومان ولیکه او د خپل څو ژوندلیکونه یې هم ولیکل چې له همدې امله ډېر مشهور شو. په ۱۹۳۹ کال کې یې د دیوار په نامه د کیسو ټولګه پیل کړه چې د دویم نړیوال جنګ له امله پای ته ونه رسیده.

   د جنګ له پیل څخه مخکې سارتر یو سوله غوښتونکی انسان و او سیاسي پوهه یې نه لرله، پرته له دې چې د سولې لپاره مبارزه وکړي د نظامي کړنو په خلاف و بیا یې هم جنګ ته ودانګل. په ورځ کې ۱۲ ساعته او په ۹ میاشتو کې یې ۲۰۰۰پاڼې یو کتاب ولیکه چې نوم یې د جګړې د کم عقلۍ دفترونه و چاپ کړ. سارتر یو غیر نظامي کس و چې په ۱۹۳۹کال کې د فرانسي جنګ ته لاړه او په ۱۹۴۰ کال کې د آلماني سرتېرو له خوا نیول کېږي او ۹ میاشتې بند تېروي. هغه په زندان کې له انسانانو سره یو ځای والی پيدا کړ تل به یې هغوی ته تر نیمو شپو پورې داستانونه ویل او په زندان کې یې نندار لیکونه هم وړاندې کول.

   د ۱۹۴۱کال په وروستیو کې په یوه ناچله د ډاکترۍ په اسناد له زندان څخه آزاد شو له زندان څخه وروسته پاریس ته لاړه او پاتې عمر یې د جګړې تر اغېزې لاندې تېر کړ. کله چې سارتر خپل ښار ته راغی نو دا پرېکړه یې وکړه چې له دې وروسته به له مشهورو لیکوالانو سره د آزادۍ او سوسیالیزم تر سرلیک لاندې یو حرکت جوړوي، په پيل کې ډېرو فیلسوفانو مخلافت ورسره وکړ له څه وخت وروسته مالرو او ژید ورسره یو ځای شول خو کله چې د نوموړي دوه ملګري ونیول شول نو دا حرکت یې له منځه لاړه. له دې وروسته یې دا هڅه وکړه چې سیاسي لیکوالي به کوي او سیاسي شیان به لیکي او د قلم له لارې به سیاسي مبارزه کوي. په ۱۹۴۳کال کې د مچانو په نامه یو نندار لیک ولیکه چې موضوع یې مقاومت و او وړاندې یې کړ، په همدې کال کې یې دد شتون او نه شتون کتاب ولیکه او د هایدګر له نظریو یې پیروي هم وکړه. په همدې وخت کې یې د بندو دروازو په نامه یو نندار لیک ولیکه چې له بریالیتوب سره یو ځای شو.

   د دویمې نړیوالې جکړې څخه وروسته یې د جګړې مخالفت وکړ. وروسته یې په مارکیستي مفکورې سره کوبا ته سفر وکړ او په دې سفر کې یې له فیدل کاسترو او چه ګوارا سره وکتل. په ۱۹۶۷کال کې یې د ویتنام جنګ په مخالفت سره جنګي جرمونو په ښکاره کولو سره په یوې نظامي دادګاه کې چې په امریکا کې دایره شې وه ګډون وکړ.

   سارتر په ۱۹۶۴کال کې د کلمو په نامه یو شهکار اثر ولیکه چې موضوع یې تر لس کلنۍ پورې د نوموړي ژوند په کې بیان شوی و. د ده دا کتاب د روسو د اعترافاتو له کتاب سره یو شان و. په همدې کال د دې کتاب په خپرولو سره دی د نوبل جایزې ګټونکی اعلان شو خو ده د دې داستان له اخیستلو څخه ډډه وکړه. په همدې کال کې دی د ایراني سیاسي بندیانو د دفاع د سازمان رئس شو چې د ۱۹۷۹انقلاب تر بریالي کیدو پورې یې فعالیت وکړ. په ۱۹۶۵کال کې نوموړي یوه بله جایزه هم رد کړې چې هغه د لژیون دونور کلژ دو فرانس جایزه وه.

   سارتر د ژوند تر پایه د بشري حقوقو یو سیاسي فعال غړی پاتې شو او د دې ملاتړ یې کولو او په ۱۹۶۸کال کې په پاریس کې په یوه پراختیاییز لاریون کې ګډون وکړ. سارتر د ژوند په وروستیو شپو ورځو کې ړوند شوی و. دوبوار او بنی لوی دوه هغه نجونې وې چې سارتر به خور ګانې بللې او هغوی دی خپل ورور ګڼلو دوی دواړو له هر چا څخه ډېر د ده خدمت کولو، دوبوار به تل کتاب ورته ویلو او د هغه سینما ګانو سره چې سارتر علاقه لرله د هغوی ښېګڼې به یې ورته بیانولې او بنی لوی به د ساتر خبرې ټایپ کولې. سارتر د ژوند په ۷۵ کلونو کې ډېر سپین ګیری شوی و، چې په وروستیو شپو ورځو کې د سل کلن انسان په توګه معلومیده. هغه د ژوند په وروستیو شپو ورځو کې الکولي مواد استعمال کړل او د ده ځيګر یې له منځه وړی و. په ټوله کې د ده د مرګ سبب همدا الکولي مواد وو. سارتر د ۱۹۸۰کال د مارچ میاشتې په ۲۰ په روسایي روغتون کې بستر شو او د همدې کال د آوریل میاشت په ۱۵مه د ځيګر له منځه تلو او دوه شپو بې هوښۍ له امله د ژوند پور پرې کړ او د تل لپاره یې له خپلو کتابونو او لیکنو سره مخه ښه وکړه. په ۱۹ د آوریل د ده جنازه د مونپارناس په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. د ده جنازه له مشهور ترینو جنازو څخه ده چې نږدې ۵۰ زره کسانو ګډون په کې کړی و. سیمون چې د ده ملګرې وه د هغه د مرګ په اړه یې لیکلي دي: «یوه دقیقه د ده له بې روحه وجود سره ناسته وم په دې پوهیدم چې له دې وروسته به یو بل ونه وینو.»

   د سیمون دوبوار او سارتر اړیکه:

   دوبوار د فمینیزم او دویم جنس کتاب په لیکلو ډېره مشهوره شوه، دوبوار په خپل ژوند لیک کې ځان سارتر ته ډېر متعلق ښودلی دی. د سارتر هغه لیکونه چې دوبوار ته یې لیکلي وو په کاستر اوونیزه کې خپاره شوي هغه چې به هر کار کولو نو له دوبوار څخه به یې مشوره اخیستله او هغه یې د خپلو کړنو کره کتونکې ګڼله. دوی دواړو واده کول یو بورژوايي امر ګڼلو او تر پایه واده کولو ته چمتو نه شول. د دوی ترمنځ اړیکه د دوه نرانو په څېر وه هېڅ کله یې یو پر بل ځان ښودنه کړې نه ده، په فرانسه کې دا ډول اړیکې ډېرې کمې وې، کله چې دوی دواړه په درس ورکولو بوخت شول د دوی خپلوانو د دوی یو ځای ژوند کول ښه نه ګڼل او ټول ترې خپه وو. کله چې د سارتر نیا مړه شوه نو ده ته یې ډېر میراث ورسیده هغه دغه پيسې ټولې په سفرونو خرچ کړلې چې یونان، المان، ایتالیا، مراکش، مصر، اسرائیلو … . ته یې سفرونه وکړل البته دوبوار هم ورسره وه. دوبوار د فمینیزم په مفکوره وه خو پر سارتر یې اغېزه ونه کړه.

   د آلبر کامو او سارتر اړیکه:

   د فلسفې په تاریخ کې د دوه لیکوالانو او فیلسوفانو تر منځ اختلاف د آلبر کامو او سارتر ترمنځ ډېر مشهور دی. د دوی ترمنځ لویه شخړه د الجزایر د خپلواکۍ موضوع وه، سارتر له ځینو نورو فیلسوفانو سره د الجزایر خپلواکۍ سره موافق و. سارتر د الجزایر د خپلواکۍ لپاره ډېرې پیسې پرداخت کړې تر هغې چې یوه ورځ پیسې ورسره کمې شوې نو خپل ودانۍ یې په ګرو ورکړه. آلبر کامو چې د الجزایر اوسدونکی و د الجزایر له خپلواکۍ سره یې مخالفت کولو، آلبرکامو د فرانسویانو له حقوقو څخه دفاع کوله په ټوله کې دوی دواړو چې ډېرې ستونزې لرلې هغه په عاطفي او ځینو نورو مسایلو کې وې.

   د سارتر دینې میل:

   سارتر له ځوانۍ څخه د کاتولیک سره لوی شوی و او بې دینې ته یې مخه کړه، د سارتر بابا پروتستان و او نیا یې کاتولیک وه، د سارتر بابا خپله لور ته دا اجازه ورکړې وه چې خپل زوی د کاتولیک تر سیورې لاندې وروزي خو سارتر به ډېری وخت پر کاتولیک نقدونه کول، له همدې امله د ژوند تر پایه دې ته چمتو نه شو چې دا دواړه قبول کړي، هغه په هېڅ عقیده نه و او یو بې دینه انسان و لیکنې چې یې کړي انسانیت او بشریت ته یې کړي کوم مذهب یا دین یې په کې نه دی بیان کړی.

   د سارتر آثارو ته کتنه:

   سارتر د اګزیستانسیالیزم فلسفې له استازو څخه و. ده ډېر رومانونه، داستانونه او نندار لیکونه لیکلي. هغه په ډېرو لیکلو مشهور شوی دی، په ځوانۍ کې څو رومانونه لیکلي او په کوچنیوالي کې یې هم ډېرې لیکنې کړي چې له هغې ډلې دوه دانې دا دي:« رنځوره فرښته او د مینې وړ عیسی.» د سارتر مهم اثر د تهوع په نامه دی چې په ۱۹۳۸ کال کې یې لیکلی دی او چاپ شوی دی. په ۱۹۳۹ کال کې سارتر د دیوار(دېوال) په نامه د کیسو ټولګه چاپ کړه چې د دې کیسو ډېره برخه ایراني لیکوال صادق هدایت ژباړلې هم ده. په نندار لیکونو کې یې د مچانو په نامه یو نندار لیک ولیکه او په همدې کال کې یې د شتون او نه شتون کتاب هم ولیکه.

   د بندې دروازې په نامه یې یوه بل نندار لیک ولیکه او خپور یې کړ او په ۱۹۴۵ کال کې د نوي وخت په نامه یوه میاشتنۍ راووېستله او په دې کې یې ډېر مقالې خپرې کړې دغه مقالې یې بیا وروسته ادبیات څه دي؟ تر سرلیک لاندې خپرې کړې. سارتر ډېر نندار لیکونه لیکلي چې تر شلو اوړي او تر ټولو وروستی نندار لیک یې د آلتونا بندیان دی. په ۱۹۶۰ کال کې یې دیالکتیکي واړه نقدونه اثر ولیکه چې په درې کلونو کې یې بشپړ کړ. په ۱۹۶۳کال کې تر لس کلنۍ پورې د خپل د ژوند کړنې او کارونه په ټوله کې ژوند لیک ولیکه چې د کلمو په نامه یې خپور کړ او د نوبل جایزه یې وګټله خو سارتر یې له اخیتسلو انکار وکړ.

                 د سارتر د فکر پېژندنې لپاره به د هغه ځينې خبرې راوړو:

               ۱ــ ځینې وخت باید له ځانه د تنهايي دېوال تاو کړو د دې لپاره نه چې نور له ځانه لرې کړو بلکې د دې لپاره چې ووینو څوک زموږ د لیدو لپاره دا دېوال ورانوي.

               ۲ــ کله چې یواځې یو نو د ملګري پسې ګرځو، کله چې مو ملګری پيدا کړ بیا یې له عیبونو پسې ګرځواو کله چې مو له لاسه ورکړ نو بیا یې له ځان پېښو پسې ګرځو.

              ۳ــ زه په اصل کې نه پوهیدم چې ځواني څه؟ زه له کوچنیوالي څخه زړښت ته ورسیدم.

            ۴ـــ کله چې مو یو څه په لاس کې وي د خوښۍ احساس نه کوو خو چې له لاسه مو ورکړل بیا مو غمګینوي دا په اصل کې د انسان ذات دی.

         ۵ـــ لوی خیانت چې انسان یې د خپل ځان په وړاندې کوي هغه داسې فکر کول دي چې نور کسان زما په اړه څه فکر کوي.

        ۶ــ د انسانانو د زړونو ماتول سخت کار نه دی بلکې سخت کار دا دی چې د انسانانو زړونه مات نه کړې.

       ۷ـــ د ټولو شیانو په اړه فکر شوی خو د دې په اړه شوی نه دی چې څنګه ژوند وکړو.

       ۸ــ مرګ هغه څه دي چې په موږ کې حس پيدا کوي.

د ژان پل سارتر پنځوس پخې خبرې

2 COMMENTS

  1. د دې مقالې ليکوال ته يوه عاجزانه مشوره : ښه به داوي چې دمقالي لهپاره د گټې اخيستني ماخذونه وليکل شي . دسارتر په باب ليکنه دي ته اړتيا لري چې دليکوونکي شننه دسارتر دافکارو په باب څه ده / سارتر ددخپل دوران دکومو اړتياو اوستونزو په وړاندې ځواب ويلي اومقاومت يې کړي دى ؟ اوداسې نور .بيا هم په بخښني سره زما يوه ناڅيزه تبصره .

  2. جنوبی امریکې ته د سارتر د سفر په اوږدو کی یو آتشین چپ ګرا ځوان د سارتر څخه د فلسطینیانو د حقوقو د تضییع او یهودو د زور زیاتی په هکله د سارتر د نظر غوښتونکئ سو خو سارتر ور ته قناعت بخښونکئ جواب نه درلود.
    خبره خو دا ده چی اکثره غربی روشنفکران او سیاسی – اجتماعی مبارزین او حتی فیلسوفان دومره صالح او سپیڅلی هم نه دی لکه د دریمی نړۍ مَیَن مَیَن منور! ځوانان چی ګومان کوی ، تقریباً ټول ئې په فکری – عقیدتی – نژادی فساد لړلی کسان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب