شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهملا خیرخواه: د ۱۵ سوو تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی مو کړی

ملا خیرخواه: د ۱۵ سوو تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی مو کړی

تاند (یک شنبه، د ثور ۳۰مه)  د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وایي، چې د دوی له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه پورې له هېواد څخه بهر ته د ۱۵۰۰ تاریخي اثارو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

 ملا خیرالله خیرخواهد موزیمونو نړیوالې ورځې نمانځغونډې او د اسلامي دورې، برنزو دورې او آی خانم نندارتونو د پرانیستې په مراسمو کې همدارنګه وویل چې په یاده موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۵ زره تاریخي اثار د هېواد ملي موزیم ته انتقال شوي دي.

خیرخواه زیاته کړه، چې د دوی له بیا واکمنېدو وروسته همدارنګه شاوخوا ۲ زره تاریخي اثار ترمیم شوي هم دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې له افغانستان څخه بهر ته قاچاق شوي تاريخي اثار د افغانستان ملي شتمني او ملکيت دی او له اړوندو نړيوالو سازمانونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د دغه آثارو د بېرته را ګرځولو او خونديتوب په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

سرچینې زیاته کړه؛ هغه هېوادونه چې د افغانستان تاريخي اثار هلته قاچاق کېږي، بايد قاچاق وړونکو ته سزا ورکړي او د افغانستان په تاريخي اثارو خېټه وا نه چوي.

طالبان دا ځل د خپل تېر رژیم برعکس، د تاریخي او فرهنګي اثارو په ساتنه او خوندیتوب ټینګار کوي او په دې برخه کې یې هڅې د ځینو فعالانو لخوا ستایل شوي.

د دوی په تېره واکمنۍ کې د بودا تاریخي مجسمې په بامیان کې ونړول شوې، چې د افغانستان د فرهنګ لپاره لویه ضایع ګڼل کیږي.

2 COMMENTS

  1. زوی دې مړ نه شه ملا خیرخوا
    پنځلس سوه خو له مبالغې هم وځی ته یې سمپل موږ ته دسلو شاوخوا کې راپوره کړه !
    یا داده چې تاریخی اثار نه پیژنې یو څه خو غلط دی که نه خفه کیږې !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب