شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهپنجاب کې د یوې پښتني کورنۍ د څه باندې ۲۵ مزدورانو غړو...

پنجاب کې د یوې پښتني کورنۍ د څه باندې ۲۵ مزدورانو غړو مرګ ژوبله

تاند (یک شنبه، د ثور ۳۰مه) د پاکستان د پنجاب په خوشاب سیمه کې د پښتونخوا له بنو سیمې څخه د ورغلو پښتنو مزدورانو یوه لوی موټر له کنټروله وتلی، چې له امله یې ۱۴ دغه مزدوران وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي.

ځایي چارواکو ویلي، دغه کسان ټول د یوې کورنۍ غړي وو.

ویل شوي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پنجاب د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند فاروق احمد ويلي دا پېښه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د پنج پير مناوان سړک سره نږدې د يوې مزدا لارۍ بریکونو کار پرېښود او واوښت.

د پاکستان تر واک لاندې پښتني سیمې سره له دې چې د اوبو پراخې زېرمې، معادنونه او د ودې لپاره ډېرې نورې سرچینې لري، خو محرومې ساتل شوي او اوسیدونکي یې مجبور دي چې نا پښتني سیمو او عربي هېوادونو ته د درنو کارونو لپاره لاړ شي.

پښتانه ملتپال، د پاکستان پوځ او واکمنان تورنوي چې د استعماري سیاستونو له دوام ورکولو سره یې هم پښتانه د ژوند له لومړنیو حقونو او اړتیاوو محروم ساتلي او هم یې پر سیمو د تحمیلي او پروژه یي جګړو له غځولو سره د دوی د کار ډېر سړي اخیستي او هویت او فرهنګ ته یې تاوان رسولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب