Homeخبرونهازبکستان ته د نشه یي توکو سره د مبارزې په تړاو د...

ازبکستان ته د نشه یي توکو سره د مبارزې په تړاو د کابل د یوه پلاوي سفر

تاند (یک شنبه، د ثور ۳۰مه) د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ګډ پلاوی یې په رسمي بلنه، ازبکستان هیواد په سفر تللی.

سرچینه زیاتوي: په پلاوي کې نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د څو ریاستونو رییسان او یو شمېر چارواکي شامل دي چې په یاد هیواد کې به نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې په یو علمي سیمینار کې ګډون وکړي.

د دغه پلاوي او سفر په تړاو نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د نشه یي توکو د کر او قاچاق د بېساري کمښت او پرې د بندیزونو خبرونه ورکړل شوي، چې یو شمېر نړیوالو ادارو هم تایید کړي او دا یې د طالبانو یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده.

د سیمې یو شمېر هېوادونو بیا ویلي، چې د دوی بازارونو ته له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق لا هم دوام لري، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

له دې سره، یو شمېر افغان کروندګر شکایت کوي چې طالبانو له کوم بدیل معیشت او ستونزو ته یې له پاملرنې پرته پر دوی د کوکنارو کر بند کړی او ان د کښتونو د اړولو پر مهال ورسره تشدد کوي.

طالب چارواکو له نړیوالو غوښتي، چې افغان کروندګرو سره د نشه یي توکو د بدیل په برخه کې مرستې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...