Home+د جام منار ته په ورپېښ خطر اندېښنې

د جام منار ته په ورپېښ خطر اندېښنې

تاند (یکشنبه، د ثور ۳۰ مه) ډېری افغانان، په تېره بیا هغوی چې د تاریخي اثارو په ارزښت پوهیږي، په غور کې جام منار ته د ورپېښ خطر له امله اندېښمن دي.

وروستیو سیلونو د دغه لرغوني منار شاوخوا ډب کړې او دا خطر شته چې منار ونړېږي.

ځیني خلک وايي چې د منار داخل ته اوبه ننوتي دي.

دا منار، چې د دوولسمې میلادي پیړۍ په وروستیو کې جوړ شوی، ۶۴ متره لوړ دی.

د غور منار په ۲۰۰۲ م کال د یونسکو له لوري په نړیوالو میراثونو کې ثبت شو.

په غور کې د پرون (شنبې) او وړمې ورځې (جمعې) د سیلونو له کبله لږترلږه ۵۰ تنه مړه شول او نژدې ۲ زره کورونه ونړېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...