شنبه, جولای 27, 2024
Home+پر فېسبوک معتاد ځوانان| شفیق الله مشال

پر فېسبوک معتاد ځوانان| شفیق الله مشال

فېسبوک د مېتا پلټفارم شرکت یوه امریکایي انلاین ټولنیزه رسنۍ او د ټولنیزو خدمتونو شبکه ده. فېسبوک په ۲۰۰۴ کال کې د مارک زوکربرګ او د هغه د هاروارډ پوهنتون هم‌دوره محصلانو او د کوټې د ملګرو، اېډوارډو ساوېرن انډریو مککالم ډسټين او کریس هګز له لوري جوړ شو، چې نوم یې د “مخ کتاب” لارښودو کتابچو څخه چې ډېری وختونه به د امریکا په پوهنتونونو کې محصلانو ته ورکول کېدې، اخیستل شوی دی. د فېسبوک غړیتوب په لومړیو کې یوازې د هاروارډ پوهنتون تر زده‌کړیالانو پورې محدود و، خو وروسته یې بیا غړیتوب ورو ورو د شمالي امریکا نورو پوهنتونونو ته هم پراخ شو او له ۲۰۰۶م کال وروسته بیا هر له ۱۳ کلونو لوړو کسانو کولی شو غړیتوب یې ولري.
په ۲۰۲۰م کال کې د فېسبوک د ادعا له مخې، دغې شبکې ۲.۸ میلیارده فعال کاروونکي لرل او د نړۍ په کچه یې د انټرنېټ کارونې اووم ځای خپل کړ. فېسبوک په ۲۰۱۰مو کلونو کې تر ټولو ډېر راښکته شوی یا ډانلوډ شوی مبایل اپلیکېشن و.
فېسبوک د هغو وسایلو له لارې د لاسرسي وړ دی چې له انټرنېټ سره تړلي وي لکه شخصي کمپیوترونه، ټابلېټونه او ځيرک موبایلونه. له راجستر کېدو وروسته، کاروونکي کولی شي یو پروفایل پکې جوړ او د ځان اړوند معلومات پکې په ډاګه کړي. دوی بیا کولی شي چې متنونه، انځورونه او ملټي مېډیا توکي پوسټ یا خپاره کړي، کوم چې له ټولو هغو نورو کارنانو سره چې له دوی سره یې ملګرتیا منلې وي او همدا راز د محرمیت اړوند بېلابېلو برخو  سره په ډاګیزه توګه او ازاد ډول شریکېږي. کاروونکي له یو بل سره د فېسبوک مېسېنجر له لارې مخامخ اړیکه نيولی شي، له هم-ګټو یا هم-علاقه ګروپونو سره یو ځای کېدای شي، او د فېسبوک ملګرو او خوښو کړو پاڼو د فعالیتونو اړوند نوټیفېکشنونه یا خبراوي ترلاسه کولی شي.
فېسبوک زمونږ په ټولنه کې؛ طبعاً کله چې یوه هېواد ته د ټکنالوژۍ په برخه کې نوي څه را داخلیږي، په خاص ډول په وروسته پاتې هېوادونو کې ورسره اشنایي یو څه سخته او له ستونزو ننګونو خالي نه وي.
کله چې په لومړیو وختونو کې په افغانستان کې فېسبوک دود شوی وه، استعمال یې ډېر  ضعیف او پکې نشریدونکي مواد  یې بې منعا او بې ګټې وه. مثال یوازې به یو چا پکې لیکلي وه (سلام دوستانو څنګه ښکارم) چې دغه ډول نشرات به د ټولنې لپاره څه درد دوا کړي پرته د وخت او مال له ضایعه کیدو څخه، خو په اوس وختونو کې فېسبوک په افغانستان کې ورځ تر بلې د مسلکي استعمال پر لور روان دي. چې ډیری کسان پکې بوخت دي خپل ورځیني سیاسي، ورزشي، فرهنګي، ټولنیزو او نورو برخو کې له خلکو سره  نظریات، وړاندیزونه، غوښتنې په لیکلي او  وېډیویي بڼه شریکوي.
د فېسبوک زیانونه؛ فېسبوک لکه وړاندې په سریزه کې مو ورته اشاره کړې ده، چې په لومړیو وختونو کې فېسبوک کې یوازې د یو پوهنتون زده کړیالانو غړیتوب درلود نو وروسته د یوې عامې رسنۍ په توګه پکې خلکو برخه اخیسته نو ستونزې، تاوانونه او ګټې دواړه په خپل چارچوب کې لري.
د فېسبوک یوه ستونزه  چې زما په نظر ډېره جدي ده، هغه دا ده چې دلته څوک د خبرو مسوولیت نه احساسوي.
کله چې څوک دا احساس وکړي چې د یوه توري، کلیمه او کرښه چې زما له ادرسه خپرېږي مسوولیت یې زما دی، ډاډه یم ډېر به غلي شي.
دا چې دوی د خپلې خبرې مسوولیت نه مني نو عموماً داسې مسایل ترې لیکل کېږي، چې یا ځان یا نورو ته تاوان رسوي.
دویمه ستونزه او ګټه؛ د لیکلو کلتور که وکتل شي هم مثبت اغیز یې درلودلی او ترڅنګ یې منفي، پخوا وختونو کې به خلکو هره ورځ منظمه مطالعه ترسره کوله کتابونو ته به یې وخت ورکوو.
خو اوس فېسبوک کې خلکو ځانونه زیات مصروف کړي دي، چې د مطالعه پر دود یې ناوړه اغیز کړی دی.
دغې ټولنیزه رسنۍ ته زیات وخت ورکول؛ بله هغه ستونزه ده، چې د خلکو پر ورځیني ژوند یې منفي اغیز کړی دی.
فېسبوک کې زیات پاتې کیدل انسان د معتاد کیدو پر لوري ټېل وهي، کله چې په دغه رسنۍ کې يو څوک معتاد کیږي، نو د نوموړي کس پر روغتیا او روان منفي اغیز کوي.
بې خوبي او نوره ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي.
د یوې څیړنې  له مخې چې د افغانستان په یوه سیمه کې شوې، منفي اغېزو کې د کورنیو د غړو ترمنځ یې لرې والی رامنځته کړی دی، د مخامخ ملګرتیا مجلسونه یې کم رنګه کړي دي، ځوانانو کې یې تنبلي او سستوالی زیات کړی دی، ۷۶.۵ سلنه ځوانان باور لري چې د مجلس اداب یې ختم کړي دي او ۴۳ سلنه ځوانانو کې د بې خوبي لامل شوي دي او ډیری ځوانان یې د کتابونو له مطالعې لرې ساتلي، دوی ټوله ورځ په رسنیو کې د عکسونو او ویډیوګانو په کتلو تیروي.
د دغه ترڅنګ  ټولنیزو رسنیو د ځوانانو پر اقتصادي وضعیت هم بدې اغېزې کړي دي، افغانستان کې د انټرنیټي کڅوړو د بیو لوړالی او له رسنیو څخه د ځوانانو ډېر استعمال لسګونه ځوانان ټیک ټاک، فیسبوک، یوتیوب او نورو رسنیو کې په ورځني ډول تفریحي او نورې ویډیوګانې ګوري چې خپلې پیسې بې ځایه مصرفوي او له بد اقتصادي وضعیت سره یې مخ کړي دي.
ټولنیزې رسنۍ په خاص ډول فېسبوک پر ځوانانو مثبت اغیز هم لري.
هغه ځوانان چې مثبت اغېزې یې پرې کړی. ټولنیزو رسنیو د دوی اړیکې پراخې کړي دي، د نړۍ او هېواد له حالاتو پر وخت خبرېږي، هره ورځ تازه او ریښتینې موضوعات لولي، تعلیم، تجارت، معلوماتو او سوداګرۍ ته یې لاسرسی اسانه کړی دی او پراخې نړیوالې اړیکې یې رامنځته کړي دي.
 ټولنیزو رسنیو  د ځوانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې ده، ټولنیزو رسنیو د تعلیم، روغتیا، ټولنیز ژوند، ادب او ورزش په برخو کې د دوی د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې ده.
د لیکوالانو نږدېوالی: د ټولنیزو رسنیو یوه ګټه دا هم ده چې لیکولان او شاعران یې سره نږدې کړي دي.
دوی په اسانی یو بل سره اړیکه لرلی شي.
 که وګورو په نورو عامو پروګرامونو کې ډېری کسانو ته وخت نه ورکول کیږي، خو په سوشل میډیا او فېسبوک کې خلک کړلی شي، چې په ازاد شکل سره خپل نظر او افکار تر نورو ورسوي.
د ټولنیزو رسنیو یوه ګټه  دا ده، چې د ځوانانو   عامه پوهه یې  زیاته کړې ده، د بېلابېلو روغتیایي معلوماتو لکه د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې معلومات ترلاسه کوي، د ژوند د بېلابېلو اړخونو په تړاو او د ورزش له ډګره یې د ځوانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې ده.
د دغه ترڅنګ په اوس وختونو کې زیات شمېر ځوانان په ټولنیزو رسنیو کې بوخت دي، دوی په بېلابېلو برخو کې وېډیوګانې اپلوډ کوي او له دغه طریقه ورته په زیاته کچه عاید راځي. یعنې نن سبا سوشل میډیا په یوې ښې عایداتي سرچینه بدله شوې، هر څوک کولی شي، چې د مهارتونو په درلودلو سره ورڅخه پیسې ترلاسه کړي.
د هغه څیړنې له مخې چې د افغانستان په یوه ولایت کې باختر دولتي آژانس ترسره کړې وایې، د ځوانانو د اړیکو پر مهارتونو منفي او مثبتې اغېزې کړي دي، (۷۷ سلنه) ځوانان په دې باور دي چې ټولنیزو رسنیو د دوی د اړیکو پرمهارتونو مثبتې اغېزې کړې دي، (۳ سلنه) نور وایي چې منفي اغېزې یې کړي دي، (۱۸ سلنه) باور لري چې منفي او مثبتې اغېزې یې کړي دي؛ خو ۲ سلنه بیا وایي هیڅ اغېزې یې نه دي کړي.
پورته ستونزې او ننګونې چې فېسبوک زمونږ په ټولنه کې رامنځته کړې، د حل لپاره یې پکار ده، چې د ځوانانو او ټولنې په منځ کې عامه پوهوی وشي او روزنيز پروګرامونه ورته جوړ شي.
ترڅو ځوانان د ټولنیزو رسنیو په خاص ډول فېسبوک کې د زیات پاتې کیدو څخه ژغورل شوي وي.
ځوانانو ته باید ور زده کړل  شي، چې باید د خپل ژوند هر کار د منظم مهالویش له مخې ترتیب شي.
 په ټولنیزو رسنیو یا نورو هغه کارونو کې زیات بوختیدل چې د انسان په ژوند کې مثبت بدلون نه شي راوستلی باید ډډه ورڅخه وشي او ترڅنګ یې باید ځوانان د سوشل میډیا مثبت اړخونو څخه  منظمه ګټه پورته کړي او  خپلې وړتیاوې او مهارتونه د نورو سره له دغه لارې شریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب