او تپوس د حســن مه کړه سمنـــدر شي څوک تللی
څوک سپوږمۍ شي رانیولی
څوک زهـــــره شي ښکلولی
غني خان
د حسن، ښکلا یا جمال په هکله بحث او خبرې کول زما په شان د قلیل العلم انسان د وس او توان نه لوړ کار ګڼم. زما په رنګ د یو ادنا لیکوال لپاره د حسن په ماهیت او څرنګوالي خبرې کول د یوسف د خريدارو پۀ صف کې د درېدلو پۀ معنا دي . ځکه چې حسن او ښکلا یو ډېر نظیف، لطیف، او فلسفي بحث دی ولې بیا هم د استاد روهي صیب خبره چې: «علم او پوهه یوه مستمره پروسه ده چې تل دسادګۍ نه د پېچلتیا او لۀ نیمګړتیا نه د بشپړتیا خوا ته ځي.»
د حسن او ښکلا آړوند ډېرو پوهانو عالمانو شننې او څر ګندونې کړي دي، ولې د حسن د تعریف او پېژندنې مسله لاهم یوه لاینحله معما پاتې ده د حسن پۀ دې کیفي او ذوقي بحث کې به د بېلابېلو پوهانو د افکارو، نظریاتو یو پۀ یو یادونه وکړو او پۀ ترڅ کې بۀ یې خپل، فکر، اند ورسره یو ځای څرګند کړو. او پۀ څنګ کې به یې د حسن له نوي تعریف سره هم آشنا شو حسن او جمال دوه مترادف لفظونه دي، په پښتو کې ورته ښایست او ښکلا، پۀ فارسي کې ورته زیبايي، پۀ عربي کې د زین، حسن اوجمال پۀ لفظونو یادیږي، پۀ ممکناتو او معنویاتو کې ډېر داسې شیان د راز او د ناز پۀ پردو کې پټ وپنهان دي، چې چا یې لاهم د تحقیق او تمرین میدانونه پۀ کامله معنا نۀ دي فتح کړي. لکه؛ روح، هنر، حسن او داسې نور … پۀ دې مقاله کې بۀ د ښکلا پۀ باب لومړی د شاعرانو، بیا د نورو پوهانو نظریات او تعریفات وړاندې کړل شي، د رنګ او نور شاعر غني خان پۀ ډېر لطیف خو دقیق انداز کې د حسن داسې عکاسي کړې ده؛ هغه حسن داسې راپېژني؛
لیونیــــه حســـــن څۀ دې
ملا لهـــــــر د خمـــــــــــــار دی
یو موسکی موسکی شان خیال دی
یو نــری د رڼا تـار دی
او پۀ یو بل شعر کې وایي:
حسن خو بس حسن چې هم خدای و هم جانان دی
دې فاني جهـــــــــان کې بل مشال د لامـــــــــکان دی
د غزل بابا آمیر حمزه خان شینواري د جمال غوټه داسې راسپړي:
حسن که هر څو د توازن نه عبارت دی
روح د توازن پۀ دې حسن کې عفت دی
حسن د خالق لۀ خپل جماله عبارت دی
ور یې کړ انسان ته چې حامل د خلافت دی
د معاصر شعر سرلاری پیر محمد کاروان حسن داسې احساسوي:
ښـــکلا څــــۀ ده یو انداز دی
لۀ کوترې نه پۀ شغ تېر شوی باز دی
خپل جانان راته پۀ دوه سترګو کې پرانست
دغه چاوې چې یو نۀ لیدونــکی راز دی
د دې درې واړو حضراتو پۀ شعرونو کې د حسن پۀ اړه ډېر لطیف او دقیق تعبیرات و اشارات شته چې یو څۀ تشریح او توضیح ته اړتیا لري. که ممکنه وه وروسته به پرې وغږېږو.
استاد روهي په ادبي څیړنې کې لیکي:
روسي پوه (لیو تولستوی) پنځلس کاله د ښکلا د ماهیت پۀ باب څېړنه او پلټنه وکړه خو پۀ پای کې یې داسې ولیکل؛ «لیکن دا کلمه نۀ یوازې پېژندل شوي نۀ ده؛ ولې تر اوسه پورې د ښکلا پۀ باب د نړۍ د ډېرو متبحرو کسانو لۀ خوا پۀ خروارونو کتابونه کښل شوی دي؛ خو دا پوښتنه، چې ښکلا څۀ شی ده؟ بې ځوابه پاتې شوي ده.» دا چې ولې پۀ کتابونو کې د ښکلا یو ساده او مسلم تعریف نۀ موندل کیږي، ښایی علتونه یې دا وي چې، کیفیتونه درک کیدای شي خو تعریفېدای نۀ شي. ځینې شیان کیفي او ذوقي وي د انسان لۀ ذوق او باطني قوتونو سره تعلق لري، انسان یې پۀ عقلاني قوت پخپل فکر باندې نۀ شي اندازه کولی ،ځکه د یو ساینسپوه د کار پۀ’ شان چې د یوې هنري تابلو مساحت معلوم کړي او ارقام یې ولیکي، ښکلا ځان ارقامو ته نۀ سپاري. او د معلومولو لپاره یې څوک دقیق مقیاس نۀ شي رامنځته کولی. بل علت یې دا دی چې ښکلا د انفرادي څکې او شخصي ذوق سره نژدې پیوند لري. بل دا چې د هنرمن پۀ کار کې مسایل پۀ صریح شکل نۀ طرحه کیږي، خود دې پۀ خلاف د ساینسپوه پۀ کار کې ثانوي معناګانو استعارو، کنایو، طنز، ابهام ته ځای نشته، د همدې اساساتو او وجوهاتو پۀ بنا د علمي معیارونو پۀ شان هنري معیارونو ته یو دقیق او قالبي فورم نۀ شي وړاندې کیدای. لکه څنګه چې مو وویل: د ښکلا پۀ باب ډېرو خلکو خبرې کړی دي، لۀ هغو نه یې ځینو یې په ذات و آصل او ځینو یې پۀ فروعاتو او صفاتو ویل کړي دي، پۀ دوی کې لومړنی کس چې زۀ یې پۀ اړه معلومات لرم سقراط دی؛ هغه وایي حسن یو ارزان سفارش دی د کوم نه چې ډېر کار وزي. او همداشان افلاطون ورته (چند ساله ظالمانه دورِ حکومت )ویلي دی. د افلاطون شاګرد ارسطو حسن د قدرت غلط فیاضي ګڼلي ده. راسپوتین ورته د هاتي نمایشي غاښ ویلی. او ډیل کارینګي ورته پۀ شکر کې لړلې زهریلا ګولۍ وایي. ځینې ورته کشش او جاذبه وایي. ځینې ورته توازن او تعادل وایي. ځینې نور پوهان وایې چې حسن حقیقت او حقیقت حسن دی. ځینې نور وایې چې د حسن سکه دوه مخیزه ده ،یو پلو یې د جمال تصویر دی بل پلو یې د جلال تاثیر، ګل او سپوږمۍ جمال لري خو غر او لمر جلال. ځینې بیا حسن ته د خاموش فاتح نوم ورکوي. اصل تعریف ته به یې وروسته راشو خو دلته د لوستونکو د خوښۍ او د مضمون د رنګینۍ پۀ خاطر د خاموش فاتح د نظریې پۀ ارتباط یو تاریخي حکایت رانقلوو، چې ګل باچا الفت یې پۀ غوره نثرونو کې د فاتح تر عنوان لاندې لیکي؛ وایي چې: سکندر لۀ ډېر قوت سره ښار ته راغی د ښار لۀ خلکو سره یې څو ځله زوور جنګونه وکړل. لۀ دواړو خواوو نه ډېر خلک ووژل شول، پۀ پایله کې یـې سکندر د یو لوی فاتح پۀ حیث ښار ته ننوت. دی ډېر پۀ قهر و، دۀ غوښتل چې ښار لوټ کړی او قتل عام جوړ کړي، مګر دا کار دۀ ونۀ شو کړای، ځکه چې پۀ ښار کې یو پټ قوت ( حسن) موجود و ، چې دۀ ورسره مقابله نۀ شوه کولای. دی چې ښار ته ننوت پۀ یوه ښکلی پیغله یې ستر ګې ونښتې، او پۀ یو ځل لیدو یې زړۀ بایلود. څوک چې بې زړۀ شي هغه بیا جنګ وجګړه نۀ شي کولی، ځکه دۀ هم لۀ ټول قوت سره ځان دغې
پیغلې ته وسپارۀ. دغه لوی فاتح چې د عشق او مینې پۀ پنجو کې ګېر شو، بل راز شو او د خپلې معشوقې د خوښې لپاره یـې د ښار د خلکو خدمت ته ملا وتړله. دغه وخت دا معلومه شوه چې؛ دی فاتح نۀ و فاتح بل څوک و خلاصه دا چې: د ښکلا پۀ دربار کې پاچاهي هم پۀ تعظیم او احترام سر ټیټوي. که یو خوا زلیخا د یوسفي ښکلا ځنځير پۀ غاړه ګرزوي. هلته محمود د ایاز تابع دی،اوسکندر هم پۀ یوه نظر بل راز کیږي. رابه شو اصل مطلب ته چې د ښکلا تفسیر او تعبیر دی، د ښکلا پوهنې او پېژندنې دوه لویې نظریې دي یوې ته د ښکلا انفسي subjective نظریه وایي او بلې ته د ښکلا آفاقي یا objective نظریه. ډېر خلک پۀ دې عقیده دي چې ښکلا هم پۀ بهر کې ده او هم د انسان پۀ زړۀ او سترګو کې. حمزه بابا هم دا نظر تاییدوي او وایي.
فرق د زړۀ او سترګو د جدا جدا ادراک دی
او ګنې جلـــوه دې هم دننه هم بهر ده
پۀ دې اړه د شلمې پېړۍ د لوی ارواپوه [کرل ګوستویونګ] خبره د اورېدو وړ ده. هغه وایي چې انسان نۀ یوازې فردي لاشعور لري، بلکه هر انسان یو جمعي لاشعور هم لري چې د ټول انسانیت تجربې پکې شته هغه وایي که څوک پۀ چا ماین شي کیدی شي معشوق یې هغه څوک وي چې د عاشق پۀ ټولیز لاشعور او مشترک انسانی لاشعور کې یې لۀ پیړیو راهیسې تصور موجود وي، نود ښکلا ماین بې لۀ دې چې پدې پوه شي او دښکلا پۀ باره کې پخپله کوم تصور ولري، ممکن د لاشعوری قوتونو پۀ ذریعه چې هغه نۀ یوازې د ده پخپل ژوند کې بلکې د دۀ د نیکونو پۀ ژوند او تجربو کې ریښه لري، پۀ یو چا باندې زړۀ بایلي. دې نظریې ته پۀ پام سره سړی دا خبره کولی شی چې ښکلا هم د عاشق پۀ سترګو کې او هم د معشوق پۀ حسن کې ده. دحسن د دې تعبیر ،تصویر، تصور و نظر پۀ باب پۀ جدید عصر کې لا واضح راسخ علمي پرمختګ شوی دی دښکلا دا نوی جدید تعریف د لومړي ځل لپاره د انټرنیټي ویب پانې پرېکړنپوهنه څخه ترلاسه کیږي. پورتنی نظر یـې پۀ فورمالیستیک اوعلمي بڼۀ منسجم کړی دی. دلته یې کټ مټ پخپله لیکلي بڼه را آخلو! (د ښـــــکلا_بنــســټـــېــزپـــېـژانــد…#یــا تــعــریــف) د ښکلا تعریف (پــــيـژانـد) د لومړي ځل لپاره کله چې د کوم څه د مادي یا معنؤي ارتعاشاتو ( دونــیځــو او دنــيځــو) پـــرکـانــس د کــــوم انـــسان له داخـــلي اوه ( ۷ ) ډؤلــه مادي یا اوه (۷) ډؤله معنؤي ارتعاشاتو سـره ســمـون وخـوري نو هـغــه څه ورتـه ښــکلی ښــکاري په بــل عبارت یا بـله بـڼـه هـــره ښــکلا د هــر انســان د داخـــلي مادي یا معنؤي ارتعـاشــاتــو د پــرکانـس کــچ یا مقیاس دی هېله ده پـــرکانس به پېژنئ له پرکاس، پرکان ، اکاس سره کورنی پښتو لغت (ژبد) دی چې مانا يې د ارتعاشاتو یا لړزو په یوه ثانیه کي د پېچ یا تاؤ خــؤړلو کچه یا مقیاس دی. په فزیک او ټکنالوچي له امپلېتود سره ډېر کاريدونکی لغت دی. د ښـــکلا د ۱۴ ټــولیو بشپــړه تشریح (ســــپاړه) به د #پــــرېــکـړنـپـوهه په پاڼه ولولئ) د پرېکړنپوهې لۀ مخې ۷+۷ ډوله ارتعاشات/ شعاوې د ربي تکل (د الله ج ارادي ځواک) هغه وړانګې او آنوارات دي. چې ځمکه واسمان پرې ډک او منور دي، پۀ هرڅۀ کې جاري او روان دي، لمر او ستوري ترې روښان او کاینات پرې ودان دي. د ذاتِ حق د ارادې قوت بیا پۀ ۹۹ نورو ډولونو او نورونو کې ویش او تشکیل شوی دی.بیا دا د آسماءالحسنی صفات او خصوصیات پۀ زړونو او روحونو کې حلول کوي ، او د انسان پۀ باطن کې د ښکلا او بدرنګۍ یو فورم یا تصور صورت نیسي. کله چې د همدې باطني او ذهني فورم صورت یا ذوق عکس پۀ بهر څیزونو کې راشي همدې موافقت او مطابقت ته ښکلا وایي. مثال یې داسې لکه څۀ رنګ چې د برق د تارونو د یو ځای کېدو نۀ انژري تولید شي پۀ پایله کې یې لایټ/ څراغ روښان شي . یا د آهن ربا/ مقناطیس د کش او جاذبې مخونه سره مخ شي. کشش او جاذبه ترې پیداشي. پۀ پښتو کې هم چې د چا څۀ شی خوښ شي ډېر ځله یې د خوښۍ اظهار داسې کوي زړۀ پۀ زړه آینه ده یا زما د زړۀ خبره یې وکړه خلاصه دا چې د انسان د ذهني یا عیني حسن عکس پۀ بیروني دنیا کې ښکلا ده. پۀ پای کې د ښکلا لنډ ، آسانه، ساده عصري تعریف داسې وړاندې کوو؛ هر هغه څۀ چې پۀ مقابل لوري مثبت تاثیرات پرېباسي ښکلا ده.
سلامونه،
ورور ملکجان مظلوم دوست صیب ته د زړهء له کومې ارادت وړاندې کومه. په دا ښکلې لیکنې پنځونې!
زه خو د دا پورته آغلو او ښاغلو پخوانو او اوسنیو فلسفیانو، عالمانو، لیکوالانو شاعرانو ا.د.ن. څخه زیات په څه نپوهیږم
صرف ، د یو پخواني هندي فلم هنرمندانو (نرګس ډټ او سنهل ډټ ) د یوه موفي سندره رایاده سوه:
تُم حسن هُو مے عشق هون
تُم مُج مِین هُو، مے تُجه مېن هون !
پشتو ژباړه: یعنې
ته ښکلا یا شایست ېې ، زه مینه یا محبت یم
ته په ما کښې ېې ، زه په تا کې یم !!