چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهله کورونا روغ شوي هېوادوال له ۵ زرو او ناروغان یې له...

له کورونا روغ شوي هېوادوال له ۵ زرو او ناروغان یې له ۲۵ نیم زرو واوښتل

تاند، دوشنبه، د جوزا ۲۶ مه: روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هیواد په کچه له ۱۵۵۱ مشکوکو سمپلونو څخه د کورونا ویروس ۷۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه تاند ته په استولي معلوماتي لیست کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس د ۱۵۵۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۷۶۱ یې مثبتې ثابت شوي دي چې په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۵۵۲۷ ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۲۳۷ په کابل، ۲۵ کندهار، ۲۲ ننګرهار،۱۵ پکتیا،۹۳ تخار، ۱۰۳ لوګر،۱۴بغلان، ۱۵ بامیان،۳۷ پروان، ۱۱۳ کندز، ۳۰ میدان وردګ،۴ کونړ، ۱۶ پنجشیر،۱۱ بدخشان، ۱۰ دایکندي، ۴نورستان او ۱۲ په ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.

همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ د کورونا ویروس له امله په ارزګان او کابل کې د کورونا ویروس له امله ۷ تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر۴۷۸ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۵تنه بیرته له کورونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمېر۵۰۹۰ تنو ته لوړ شو.

د یادونې ده چې نن دوشنبې تر غرمې پورې په نړۍ کې ۴۳۳۶۴۷ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او نژدې اته میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب