Homeخبرونهولسمشر غني د علماو د خوندیتوب لپاره د جدي ګامونه امر وکړ

ولسمشر غني د علماو د خوندیتوب لپاره د جدي ګامونه امر وکړ

تاند، دوشنبه، د جوزا ۲۶ مه: ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابینې په غونډه کې امنیتي ادارو ته په جدي ډول امر کړی چې د دیني عالمانو او مذهبي شخصیتونو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ولسمشر غني د کابینې په نننۍ غونډه کې پر دیني عالمانو بریدونه په کلکو ټکو وغندل او زیاته یې کړه چې د دوی امنیت ساتل د حکومت او امنیتي ادارو لومړیتوبونه دي.

ولسمشر غني داسې مهال پر دیني عالمانو بریدونه غندي چې د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د کارته چهار په سیمه کې د شېرشاه سوري په جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د یاد جومات د ملا امام په ګډون درې تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شول.

تر دې پېښې څو ورځې وړاندې د وزیر اکبرخان په جومات کې هم د چاودنې په ترڅ کې د دغه مسجد ملا امام او یو شمېر نور ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

که څه هم د تېرې جمعې د برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د وزیر اکبرخان پر جومات د برید پړه داعش ډلې منلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...