تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) په مصر کې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ ویلي چې پنځه افغان بندیان د لیبیا له زندانونو څخه خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
افغان سفارت ویلي، په لیبیا کې د نورو افغان بندیانو د خوشې کولو او افغانستان ته د هغوی د لېږلو لپاره هڅې هم روانې دي.
د سفارت چارواکو د دغو بندیانو د هویت او په لیبیا کې د هغوی د نیول کېدو د لامل په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د افغانستان سفارت په لیبیا کې د ټولو افغان بندیانو د شمېر په اړه هم معلومات نه دي خپاره کړي.
لیبیا د شمالي افریقا له هغو هېوادونو څخه دی چې اروپا ته د مهاجرت له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. زرګونه کډوال اروپا ته د تګ په هڅه کې نیول شوي او د دغه هېواد په توقیف ځایونو او زندانونو کې ساتل کېږي.