تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي وايي، تهران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو او د خبرو د بیا پیلولو لپاره خپل شرایط د قطر له یوه منځګړي سره شریک کړي او هغه شرایط واشنګټن ته رسول شوي دي.
رضايي د شنبې په ورځ له الجزیرې سره په خبرو کې وویل، ایران له قطري او پاکستاني منځګړو سره خپلو سلا مشورو ته دوام ورکوي او اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواب ته منتظر دی.
د نوموړي په وینا، د ایران مهم شرایط دا دي چې په ټولو جبهو کې جګړه پای ته ورسېږي، د ایران کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې شي او د ایران سمندري محاصره پای ته ورسېږي.
رضايي تر دې مخکې هم ویلي و، تر څو چې د ایران شرایط منل شوي نه وي، تر هغو به له امریکا سره خبرې نه کېږي. هغه د ټرمپ هغه څرګندونې هم رد کړې وې چې ګواکي تهران غواړي ژر له واشنګټن سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د ایران د چارواکو له خوا وړاندې شوي شرایط تر دې مخکې هم په بېلابېلو بڼو مطرح شوي دي. د ایران د سپاه پاسداران یوه ویاند ویلي و چې د تهران په غوښتنو کې د امریکا د بریدونو او ګواښونو درول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو شاوخوا ۲۴ میلیارد ډالرو ازادول او د ایران په اتومي او توغندويي وړتیاوو کې د نه لاسوهنې تضمین شامل دي.
په همدې حال کې، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او د خبرو د بیا پیل په اړه د منځګړو هېوادونو هڅې روانې دي، خو د دواړو لورو ترمنځ د شرایطو پر سر اختلافات لا هم د احتمالي خبرو د پیل لپاره مهم خنډ بلل کېږي.