تاند/ یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه/ د ازبکستان د صادرونکو اتحادیې مسؤلانو په بلخ کې په یوه ناسته کې ویلي چې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له دوو میلیارد ډالرو اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر و، چې په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۸۵۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شوی و.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د توکو د عرضې، د بیو د کنټرول او په بازار کې د احتکار د مخنیوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.
بل پلو د اقتصادي چارو پوهان وایي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې زیاتوالی د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا نښه ده.
دوی زیاتوي چې، د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د بازار د ثبات، د توکو د عرضې او د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړي.