Homeخبرونهپنجشېر ته د روسي ګرځندویانو ۷۰ کسیزې سیاحتي ډلې سفر کړی

پنجشېر ته د روسي ګرځندویانو ۷۰ کسیزې سیاحتي ډلې سفر کړی

تاند / یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه/ د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون رسنیو ته ویلي چې، د روسي ګرځندویانو یوې ۷۰ کسیزه ډلې د سیاحت په موخه پنجشېر ته سفر کړی دی.

لټون زیاته کړې چې، دغې ډلې په ۱۳ نقلیه وسایطو کې یاد ولایت ته سفر کړی دی.

د لټون په وینا دوی غواړي د پنجشېر له بېلابېلو سیمو لیدنه وکړي.

سیف الدین لټون ویلي، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال له پیل راهیسې د ۵۰۰ بهرنیو ګرځندویانو په ګډون شاوخوا ۴۵۰ زره ګرځندویانو یاد ولایت ته د سیاحت او تفرېح په موخه سفر کړی دی.

د بهرنیو سیلانیانو راتګ کولی شي د افغانستان د اقتصاد، ګرځندوی صنعت او سیمه‌ییزو کاروبارونو لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړي.

د نظر خاوندان وایي، د تاریخي او طبیعي ځایونو معرفي کېدل، د سیاحتي خدمتونو پراختیا او د مناسب امنیت او اسانتیاوو برابرول کولای شي افغانستان د نړیوالو سیلانیانو لپاره لا جذاب کړي او د هېواد عایدات هم زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...