تاند/ یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه/ له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ خبر ورکړی چې، سبا (دوشنبه) په ټول هیواد کې د پولیو ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین پیلېږي.
یاد بنسټ ویلي، دا کمپاین به په سوېلي زون کې یوه ورځ وروسته په (سه شنبه) پیل شي او تر راتلونکي جمعې به دوام وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې، دوی هڅه کوي څو تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته دوه څاڅکي د پولیو واکسین ورکړل شي او له یادې ناروغۍ وژغورل شي.
دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې، یو شمېر سرچینې وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال راهیسي په افغانستان کي د پولیو ۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د ډاکترانو په وینا، د پولیو د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار د ماشومانو پر وخت واکسین کول دي.
دوی ټینګار کوي چې والدین باید خپل ماشومان د واکسین له هېڅ پړاو څخه پاتې نه کړي، ځکه د واکسین بشپړول د ماشومانو د پولیو پر وړاندې د خونديتوب کچه لوړوي.
همدارنګه پاکو اوبو، حفظالصحې او د لاسونو مینځلو ته پاملرنه د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.