سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهافغانستان دا مهال ۵۲۷۰ پولیسانې، کمانډویانې او پوځیانې لري

افغانستان دا مهال ۵۲۷۰ پولیسانې، کمانډویانې او پوځیانې لري

تاند، دوشنبه، د جوزا ۲۶مه: د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش یا سیګار وايي، د افغان ملي ا ردو او پولیسو په لیکو کې د ښځو حضور ۱۶ سلنه زیات شوی دی.

د سیګار د راپور په اساس د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې تر ۲۶ پورې یې موندنو ښودلې چې د۴۳۳ ملکي کارکوونکو په ګډون ۵۰۲۷۰ ښځې د افغانستان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې کار کوي.

سیګار نن دوشنبه په دې اړه خپاره شوي راپور کې ویلي په دغو ارقامو کې نسبت تیرو درې میاشتو ته ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی او اوس ۳۵۵۳ میرمنې په کورنیو چارو او ۱۷۳۵ میرمنې په دفاع وزارت کې خدمت کوي.

په راپور کې د خپرو شوو شمېرو له مخې پر دې سر بېره اوس مهال ۲۹ افغان ښځينه کار کوونکو د ملي اردو په اکاډمۍ او ۱۵ تنو نورو د طبي پوهنتون په پوځي برخه کې نوم لیکنه کړې ده.

سیګار په خپل راپور کې د افغانستان د ځانګړو پولیسو قوماندانۍ په حواله په امنیتي او دفاعي لیکوکې د جنسیتي چارو د ښه والي خبر هم ورکړی او زیاتوي چې د پولیسو د روزنې ځانګړي مرکز کې۳۰ تنو ښځو ته د افسرۍ، وسلې کارولو او نورو ځانګړو تکتیکونو په اړه روزنه هم ورکول شوې ده.

همدارنګه ټاکل شوې تر۲۰۲۲ میلادي کال پورې ښځو ته د اسانتیاو رامنځته کېدو په هدف پنځه ودانۍ هم د ۴.۲ میلیونو په ارزښت جوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په افغانستان کې د ملي اردو په لیکو کې د ښځینه سرتیرو شمېر ۱۹۵۰۰ تنو ته رسېدلی وای.

د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو په اساس دا مهاله د ملي اردو په لیکو کې کومه ښځینه جنراله نشته او جنرال خاټول هم تقاعد شوې خو ۱۰۰ د ځانګړي ځواک کمانډویانې شته.

د افغانستان دفاع وزارت د اردو په لیکو کې ښځینه سرتیرو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړه او د لوړو زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب