جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههلمند کې سږ کال ۶۵ زره ټنه پنبه تولیدیږي او د بست...

هلمند کې سږ کال ۶۵ زره ټنه پنبه تولیدیږي او د بست تصدي ورته فعالیږي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۲۶ مه: د کرنې وزارت وایي، د هلمند د پنبه دانې د بست تصدۍ د بیا فعالېدو لپاره یې بودیجه منظوره شوې او ډېر ژر به له هلمندي بزګرانو د پنبې په پېرلو سره خپل کار پیل کړي.

هلمند هغه ولایت دی، چې پخوا د پنبې د تولید په برخه کې نوموتی ولایت و خو د جګړو له کبله یې د بست تصدي له کاره ولویده.
مګر اوس د کرنې وزارت ددې ولایت د کرنې ریاست چارواکو له قوله وایي: ((د کرنې وزارت په مرسته یې هلې ځلې پیل کړي، ترڅو په دې برخه کې ددې ولایت پخوانی برم بېرته ترلاسه کړي.))

همداراز د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، سږکال ددې ولایت په ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه کې د پنبې کرکېله شوې، چې في هکټار یې ۴.۱ مټریک ټنه پنبه ورکوي: (( له دغو کروندو څخه به ټولټال ۶۵ زره او ۲۳۱ ټنه حاصل تر لاسه شي.))

د ښاغلي الکو په خبره د هلمند مالوچ چې پخوا یې د سپینو زرو نوم درلود د بُست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کېدل، خو د بودیجې د نشتون له امله نږدې اووه کاله کیږي، چې د بُست تصدۍ فابریګه له بزګرو مالوچ نه پېري او یاده فابریکه فعالیت نه لري، مګر اوس یې د بیا فعالېدو لپاره تابیاوې نیول شوي او بودیجه هم ورته منظوره شوې ده.

د رسمي ارقامو له مخې، د بُست تصدۍ فابریکه د ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، خو د اړتیا وړ بودیجې د نشتون په وجه يې کارونه تر اوسه په ټپه ولاړوو.

د چارواکو په وینا د هلمند بُست فابریکې نږدې اووه کاله وړاندې له پنبې مالوچ، غوړي، صابون، او کونجاړه تولیدول، چې په بیا فعالېدو سره به یې یاد توکي تولید شي.

د یادونې ده چې افغانستان یو وخت په سیمه کې د پنبې یو لوی تولیدونکی هېواد و چې جګړې له هر څه وایست خو په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې بیا ډېرې هڅي روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب