یکشنبه, مې 19, 2024
Home+کولتوري ژبپوهنه| دوکتور لعل پاچا ازمون

کولتوري ژبپوهنه| دوکتور لعل پاچا ازمون

د خپلې یوې نوې څېړنې (کولتوري ژبپوهنه) برخې برخې دلته خپروم، هیله ده چې پخپلو رغنده نیوکو، سمونو او وړاندیزونو دغه څېړنه او ځیرنه لا بشپړه کړئ.
لومړۍ برخه
سریزه
کولتوري ژبپوهنه په ټوله کې د کولتور پېژندنې مفاهیم او بېلابېل ژبني انځورونه را پېژني، د هغو مفاهیمو او انځورونو په باب را ته غږېږي چې هغه د خلکو ذهنیت، تجربې، دود، خوی، سلوک، اخلاق او… راښيي. دغه توکي په بېلابېلو مفاهیمو او انځورونو کې د خلکو ژوند ژواک او دودیز چلن راښيي. له همدغه چلنه یوه ټولنه، ژبه او وګړي را پېژندل کېږي. کولتوري ژبپوهنه په ټوله کې د یوه قام، سیمې او وګړو ژبنی تشخص او پېژندنه ده. په لیکنو او ویناوو چې یو لړ داسې مفاهیم او انځورونه تر سترګو کېږي چې هغه یو ځانګړی قام او جفرافیه را پېژني.
په دې څېړنه او شننه کې غواړو چې د کولتوري ژبپوهنې تیوري او په رڼا کې یې کولتوري ارزښتونه چې د خلکو بارونه، ذهنیتونه، تجربې، لومړنۍ پوهه، اخلاق او سلوک راښيي، د بېلابېلو کولتورونو ترمنځ په تطبیقي او توپیري بڼه څرګند کړو.
موخه
ددې څېړنې ستره موخه د کولتوري ژبپوهنې پېژندنه، او په رڼا کې یې د یوې ژبې او قام اړوند د کولتوري ارزښتونو او توکیو شننه ده. ژبه که په ټولیزه توګه د پوهونې را پوهونې وسیله ده، خو په لویه کچه یو فرهنګ او کولتور دی، نو اړینه ده چې پر دغه کولتور وپوهېږو.
ارزښت
د دې څېړنې ارزښت په دې کې دی چې ژبه را ته د یو لوړ کولتوري یا فرهنګي ارزښت په توګه راپېژني. د یوې ژبې قام او ملت د ژوند د بېلابېلو تجربو، ارزښتونو، مفاهیمو او انځورونو شننه کوي. په دې چارې د یو قام، ژبه، دود، ناسته ولاړه، راشه درشه، سلوک، اخلاق، ذهني او عینی جغرافیه را پېژندل کېږي.
متوقع پایله
دې څېړنې او ځیرنې ته په کتو دې پایلې ته رسو چې کولتوري ژبپوهنه د خلکو ژبه، ذهني او عیني تجربې د یو لړ کولتوري ارزښتونو او مفاهیمو په شننې او څېرنې سره را ښيي، په ټوله کې د ژبې فرهنګي ارزښت او اصالت را پېژني. دا را ته په ډاګه کېږي چې ځینې ژبې د خپلو کولتوري ارزښتونو او جوړښتونو له مخې لکه پښتو یوازې ژبه نه بلکې یو لوی فرهنګ دی.
فرضیه
کولتوري ژبپوهنه د قام او ژبې پېژندنې یو لوی لاسوند دی.
کولتوري ژبپوهنه ژبه نه یوازې د پوهولو، را پوهولو د یوې وسیلې په توګه راښيي، بلکې د یو لوړ فرهنګي ارزښت په توګه یې راپېژني.
اصلي پوښتنې
۱ـ کولتوري ژبپوهنه څه را زده کوي او را ښيي یې؟
۲ ـ د کولتور پېژندنې په برخه کې د ژبې ونډه څه ده؟
۳ ـ ایا ژبه یوازې د پوهولو را پوهولو وسیله ده که فرهنګي ارزښت هم لري؟!
فرعي پوښتنې
۱ ـ کولتوري ژبپوهنه له نورو کومو پوهنو او فنونو سره اړیکه لري، که نه؟
۲ ـ د کولتوري ژبپوهنې د مطالعې ډګر کوم دی؟
۳ ـ د ژبې او کولتور ترمنځ څه تړاو دی؟
۴ ـ ژبني کولتوري ارزښتونه کوم دي؟
کلمې
کولتور، ژبه، ارزښت، کوډ یا رمز، ګړنې، متل، جمله، فقره، ترکیب، کلمه، غږ، متن، مفهوم، مانا، استعاره، مجاز، سېمبول، ادب، هنر…
مېتود
ددې څېړنې مېتود تشریحي او تطبیقي دی.
شالید
زما د مطالعې او پلټنې له مخې په پښتو کې د کولتوري ژبپوهنې په برخه کې کوم ځانګړی اثر تر سترګو نه شو او نه هم داسې کومه مقاله لیکل شوې چې دغه سکالو وشني، خو د کولتور او ژبپوهنې ( عمومي ژبپوهنه، ټولنیزه ژبپوهنه، تشریحي ژبپوهنه، پرتلیزه ژبپوهنه، توليدي ژبپوهنه، ادراکي ژبپوهنه او…) په باب بیا بېلابېل اثار لیکل شوي دي.

۱ ـ کولتوري ژبپوهنه یعنې څه؟
د دې لپاره چې دغه سکالو ښه وشنو، نو اړینه ده چې لومړی کولتوري ژبپوهنه په لغوي او اصطلاحي ژبه وپېژنو:

۱ ـ ۱: لغوي شننه
کولتوري ژبپوهنه له دوو توکیو ( ژبه ـ کولتور) یو رغېدلی ترکیبي نوم دی.
۱ـ ۱ـ ۱: کولتور یا کلچر ( فرهنګ، ثقافت)
((کلچر چې موږ یې په اووښتې بڼه کولتور لولو، فرهنګ، ثقافت او… هم ورته وايي؛ په کلچر کې چر د شنه کېدو په مانا دی، کلچر چې کله وایو، د انسان په طبعیت کې پراته شیان راټوکېږي، لکه تخم را اخلو، کرو یې او له هغه نه حاصل اخلو، دغسې د انسان په طبعیت، ذات او خټه کې ځینې شیان دي چې هغه راټوکېږي، په طبعیت کې د پرتو شیانو راټوکېدل کلچر دی، ورته والی یا بېلګه یې په تخمونو کې ښودلی شو، اوس موږ وایو: اګريکلچر تر موخه مو کرکیلی دی، همداسې په نورو ځایونو کې چې کلچر لفظ کارېږي؛ هغه چر یې د راشنه کېدو یا را ټوکېدو لومړنۍ مرحلې دي.
کلچر جرمني کلمه ده چې له Kultur څخه اخستل شوې ده. ثقافت عربي کلمه ده، تهذیب هم عربي کلمه ده چې په فرانسوي کې یې Civilization بولي، دغه دواړه کلمې هغه مهال ځانګړې شوې چې په جرمني ژبه کې د Kant, Geothe, او Schiller پنځونې رامنځته شوې، نو د فرانسوي ژبې کلمې ورته خندنۍ ښکاره شوې، نو په دې مهال د کلچر او تهذیب کلمې بېلې شوې.)) ( ازمون، لعل پاچا، فولکلور پوهنه، ۱۱۶م)
د کلچر څرګند تعریف په ۱۸۷۱م کې Sie Edward Tylor داسې کړی دی: (( کولتور هغه جامع یو والی دی چې په هغې کې علم، عقیده، فن، قانون، خلاقیات، رواج او نور هغه صلاحیتونه او عادتونه شامل وي چې انسان د ټولنې د یوه غړي په حیث تر لاسه کړي وي. )) ( دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۱۱م)
T.S. Eliot د کلچر د تعریف په باره کې وايي چې له کلچر څخه زما مراد هم هغه دی کوم چې ترې د بشر پوهنې پوهان اخلي، یعنې د خلکو د یوې خاصې ډلې په یو ځای د ژوند تېرولو طریقې ته کلچر وايي.
… اکسفورډ ایډوانسډ لرنرز ډکشنري د کلچر تعریف داسې کړی دی د یو خاص ګروپ یا د یو ملک دود دستور عقیدې، فنون د ژوند طریقې او سماجي جوړښت ته کلچر وايي په کلچر کې د انساني اعمالو هغه ټولې بنیادي ادارې لکه مذهب، سیاست، معیشت، فنون، ساینس، تعلیم، ژبه او نور شامل دي یو فرد که په ټولنه کې په انفرادي توګه یو کار کوي یا یو عادت لري، دې ته کلچر نه شي ویلی، تر څو چې دا په ټولنه کې عام نه وي. ځینې کارونه، عادتونه او خبرې داسې دي چې هغه زمونږ په ټولنه کې یو شان وي خو تعلق یې زمونږ د حسیاتو یا جبلت سره وي نو دغه هم کلچر کې نه راځي، لکه په کنځلو غصه کول او په وږدي کېدلو خوراک خوړل او نور، په وږي کېدلو خوراک ضرورت دی، د ضرورت یا need په باره کې Haviland وايي چې ضرورت ده کېږی نه، خو هغه طریقې ده کېږي په کومو چې مونږه ضرورت دفع کولی شو. لوږه د خوراک ضرورت دی او پخپله پیدا کېږي، خو د خوراک مختلفې طریقې او د پخلي مختلفې طریقې کلچر دی، د کلچر په خصوصیاتو کې یو خصوصیت دا دی چې کلچر په ټولنه کې زده کېږي، یعنې Culture is Learned خو هر زده کړی کار هم کلچر نه وي، یعنې کم کار چې په مسلسل تربیت زده شي، په هغه کار او enculturation کې فرق دی.)) ( دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۱۱م)
د دغه بحث لمن داسې را ټولو چې:
کولتور په ټوله کې هغه ارزښتونه چې د یوې ټولنې یا سیمې خلک پر هغوی راټولېږي او فکري روزنه او پالنه یې کوي، دغه ارزښتونه د یوې ټولنې د وګړو تر منځ مشترک وي. په همدې ارزښتونو دوی له نورو رابېلېږي او پېژندل کېږي، دغه ارزښتونه د دوی د پېژندنې یا هویت څرګندونه کوي.
دلته خبره د ارزښت وشوه، نو اړینه ده چې لومړی ارزښت وپېژنو:
ـ چې فرد او ټولنه د هغه پر وړاندې علاقمندي ولري.
ـ د خلکو درناوی او پرې را ټولېده
ـ موخې ته د رسېدو اصل
ـ په چارو کې کیفیت
ـ ارزښت یوه معنوي پایله ده.
ـ ارزښت په اقتصادي، سیاسي، اخلاقي، مذهبي، دیني، فرهنګي او… چارو کې کیفیت دی.
ارزښت معنوي او ګټه مادي بڼه لري.
له دغو تعریفونو دا جوتېږي چې ارزښت په یوه ټولنه کې د وګړو ترمنځ معنوي تړون او د را ټولېدو یوه ګډه فکري چرګۍ ده. وګړي د خپلې ټولنې د پایښت، پرمختګ او فکري بډاینې لپاره یو لړ ګډ قراردادونه لري چې د هماغو قراردادنو پر بنسټ چلن کوي، سره پرې را ټولېږي او یوه ګډه ټولنه جوړوي.
د وګړو ترمنځ ګډ ارزښتونه له یو نسل نه بل نسل ته په میراث پاتې کېږي، دغه ګډ ارزښتونه مادي، نیمه مادي یا نیمه معنوي او معنوي بڼې لري، په همدې ارزښتونو ټولنه او ملت را پېژندل کېږي، نو اوس په دغو ارزښتونو کې کوم کوم توکي شامل دي!؟ په ټولنه کې ټول هغه توکي؛ مادي دي که معنوي، چې هغه د یوې ټولنې د وګړو له تفکر او تخیله رامنځته شوي وي، هغه په کولتور کې راځي، مذهب، دین، کرکیله، سینګار توکي، ودانۍ، ښکلي هنرونه (موسیقي، خطاطي، مجسمه جوړونه، شاعري، حکاکي، سینما، ډرامه او …) شامل دي. دغه ټول ارزښتونه که هغه مادي دي یا معنوي، ټولنه او د ټولنې وګړي راپېژني.
کولتوربېلابېلې بڼې لري، یوه بڼه یې هم د کراس کلچر ده.
کراس کلچر د دوو کولتورونو تر منځ توپیر کول او څرګندول دي، بېلګه یې د فورستر په یونلیک کې ګورو، هغه په خپل یونلیک کې چې (( دغه (پښتانه) ځیږو خلکو بېخي لږ تهذیبي وده کړې ده، کله څنګه چې موږ په نکلونو کې اورو، د دوی (پښتنو) زیاتره تعداد اوس هم په غارو (څمڅو) کې استوګن دي یا د غرونو په درز (چون) کې ژوند کوي.
فورسټر د پښتون طن بېخي لږ سیمې لیدلې دي، خو هغه د خپلو مشاهداتو اطلاق د وطن پر هره سیمه او هر اېل او یاغي باندې کوي.
هغه ته پښتو ژبه هم د بې آهنګه او د ښکلا د اصولونو څخه بې برخې ښکاري. د خیبر د پښتنو لهجه ور ته ډېره بې ډوله ښکاره شوې ده، هغه د هندوستان د لرغوني کولتور او تهذیب ستاینه ځای پر ځای خو کوي خو پښتانه د هندکیانو په مقابل کې زیات پردي او بېګانه ګڼي، لیکي چې د سند دریاب و غربي غاړې ته پرتې سیمې دي، د بد تهذیب خلکو مسکن دی.
د پېښور څخه د کابل و لور ته د سفر په وخت د فورسټر سره په قافله کې یوه افغانه پېغله هم په سفر روانه وه، هغه د ښځې ښایست ستایلی دی، خو د هغې پر جامه یې اعتراض دی، د صفایۍ او نفاست په هکله یې ډېر منفي تاثرات لیکلي دي.
د کولتورونو او تهذیبونو تر منځ چې چېرې اختلاف او تفاوت د مذهب او رسم و رواج پر بنیاد منځ ته راځي، هلته د پردیتوب احساس هم یو عادي لامل دی. هم دغه ډول د جمالیاتي حس او ذوق روزنه هم په مخصوص ټولنیز او کولتوري چاپېریال کې کېږي، د فورسټر و مخ ته یوه پښتنه پېغله د ناپاکۍ یوه استعاره ده، هغه لیکی: … (ژباړه) د هغې ویښتان د ګندګۍ یو پېچلی جال و چې ښکاري کله به یې هم د ږمنځ رنګ نه وي لیدلی، ما ته څو ځله موقع په لاس راغله چې د نزدې یې ووینم، ما ته داسې ښکاري چې د هغې مخ به کله هم د اوبو ټکی نه وي لیدلی.ّ)) (کاکړ، ډاکتر برکت شاه، د پښتنو په هکله د ختیځ پوهانو اندونه او انځورونه، ۱۱۷ م)
کولتور دلته ذوق څرګندوي، د ذوق پر لیدلوري دوه بېلابېل هېوادونه، ذهنیتونه او د دوی راشه درشه ښیي.

کولتور د یوې ټولنې د وګړو له ځاني، فني او ټولنیز شخصیته رامنځته کېږي، ځاني یا هنري شخصیت د وګړو تفکر او تخیل ښیي.

ټولنیز شخصیت د شعور په بیدارۍ او ټولنې ته د لوري په ورکولو کې ونډه لري، د یوې ټولنې وګړي یو له بله سره په ټولنیزو اړیکو او ګډو ارزښتونو پالي. دغه ټولنیزې اړیکې د دوی کولتور څرګندوي او بالاخره د دوی هغه تجربې چې له بهرنیو او داخلي توکو نه جوړې شوي یا د ټولنې د وګړو ذهني تجربې او ذهنیت راښیي؛ پالل کېږي. همدغه توکي چې د یوې ټولنې د وګړو لخوا په شعوري توګه وپالل شي، هغه د دوی کولتور ګرځي.
د انسان ذهنیت او ذهني تجربې کولتوري میراث نورو نسلونو ته پرېږدي، نور نسلونه همدغه تجربې په نویو رنګونو کې پالي، کله چې دغه ذهني او نفسي تجربې ثابتې یا پرځای ودرېږي، هغه فولکلور شي. خو چې تربیتي بڼه ومومي نو تهذیب شي، په نویو رنګونو او نویو بڼو کې د تجربو پرمختګ تمدن شي.
۱ ـ۱ـ۱ـ۱: فولکلور
فولکلور ولسي پوهې ته وايي. فولکلور د کولتور یوه برخه ده چې د وګړو لومړنۍ تجربې بیانوي او ثابت وي. فولکلور مادي، نیمه مادي او معنوي برخې لري. د فولکلور یوه غوښنه برخه ولسي ادبیات دي او ولسي ژبه ده چې د ولس ذوق، لومړنۍ پوهه او تجربې راښيي.
۱ ـ۱ـ۱ـ۲: تهذیب
د کولتور یوه پښه هم تهذیب دی، تهذیب په لغوي ژبه عربۍ کلمه ده، (( تهذیب مصدر دی، ددې ماضي فعل هذب دی او مضارع فعل ترېنه یهدبذب دی او مهذب ترېنه فاعل جوړېږي. هذب په عربۍ ژبه کې د ښاخ تراشۍ لپاره استعمالېږي، لکه په عربۍ کې وايي: هذب فلان شجره، هغه د ونې ښاخ تراشي وکړه، … لکه ځنګه چې له ونې څخه بې ضرورته ښاخونه لرې کولو سره په ونه کې ښکلا او تازه ګي پيدا کېږي او ډېر زر وده کوي، همدغه رنګ له انساني معاشرې څخه خرابې خبرې او خرابو رسمونو او رواجونو لرې کولو سره په انساني ژوند او ټولنه کې ښکلا پیدا کېږي. دغه وجه ده چې د ونې ښاخ تراشۍ او د انساني ټولنې ښاخ تراشۍ دواړو ته تهذیب ویل کېږي… )) ( دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۹)
(( نو: تهذیب منظمول یا جوړول دي، په تهذیب کې د انسان تفکر شاملېږي، په کلچر کې هر شی په طبیعي بڼه را ټوکېدلی وي، کله چې د انسان تفکر او خواري پکې شامله شوه، دا مهذبوالی دی، بېلګه یې: بوټي راټوکېږي، کله چې په بوټي یا ونه کې منظموالی رامینځته کېږي؛ ښاخونه یې پرې کېږي او هغه تنظمېږي نو په مهذبوالي یا تهذیب اوړي، یا مهذبېږی.
دغه منظم والی ورو، ورو د ټولنې تهذیب او اساس ګرځي، د ټولنې او ژوند پرمختګ ته لاره هواروي.))
له فولکلور سره د تهذیب توپیر دا دی چې فولکلور لکه خود رویه ګلان خپله راټوکېږي، خو په تهذیب کې د انسان تربیت شامل دی.
(( مذهب، ذهب، تهذیب او … یو له بله سره معنوي او لفظي تړښت لري، مذهب یعنې د انسان په اعمالو کې د تفکر داسې شمولیت چې ځانته لاره برابره او هواره کړي.
امامان راغلل، په دین کې یې لارې وویستې، دین یې تشرېح او څرګند کړ، دلته ددوی فکر شامل شو، خو دین زموږ کلچر دی، هغه ځکه چې دین خودریه راټوکېدلی او پر موږ یې یو طبیعي اثر او اغېز ښندلی دی.
کله چې امامان د دین ښودلو لپاره را پاڅېږي او موږ ته یې څرګندوي، نو د دوی دغه کړنه په مذهب اوړي. کله چې موږ ولسي شعر لولو، په شعر کې منځپانګه په ښکلاییزه ژبه وړاندې کېږي، کلمات او ترکیبونه د شاعر ذهنیت، ذوق او فکر په تصویري او تخييلي ژبه وړاندې کوي.
…کلچر وده کوي، د کلچر وده په تهذیب بدلېږي، تهذیب ورو، ورو پرمختک کوي، دغه پرمختګونه تهذیبي پرمختګونه دي.
د انسان ژوند لکه د غنم د دانې په څېر را وټوکېده، کله چې په دې کې د انسان خپل مهارت شامل شو او ورو ورو له یوې دانې نه لس دانې، پنځلس دانې او بالاخره فصلونه پیدا شول، دا تهذیبي پرمختک دی چې په کلچر کې رامنځته شو، نو: تهذیبي پرمختګ په کلچر کې رامنځته کېږي او په دې کې د انساني تفکر او انساني پرمختګ اغېز شامل دی.
اوس را ګرځو د ژبې برخې ته هغه مهال چې د ژبپوهنې په برخه کې عصري وسایل نه وو، نو ژبپوهنه په دودیزه بڼه پر مخ تلله، دغه بڼه د اړونده ټولنې په کلچر پورې تړلې وه، خو کله چې په ژبه کې عصري څېړنې د وسایلو په واسطه رامنځته شوې، څېړنې علمي بڼه ومونده، نو تهذیب یې ځای ونیو. کولتوري ژبپوهنه د ژبپوهنې لومړنۍ بڼه یا ور دی چې د انسان لومړنی ذهنیت را ښيي.
د خدای په قدرتي دنیا کې د انسان حرکت او تفکر شاملول تهذیب دی، ورپسې تمدن دی.
۱ ـ ۱ـ۱ ـ۳: تمدن
تمدن د کولتور په برخه کې د تهذیب پرمختګ دی، تمدن له مدینې څخه اخستل شوی دی، مدینه ښار ته ویل کېږي. مدنیت بیا د تمدن جوهر، ښاري کېدل《Civilization》 یا ښاریتوب ښيي.
تمدن د عربي ژبې ویی دی چې د تفعل په څېر ځانګړنې لري د تمدنی لفظي مانا: (( … په خپل کوښښ ځان په اجتماعي ژوند کې شاملول، باب تفعل د فعیله نه دی ا د فعیله هموزن مدینه دی چې وروسته ترې مدینه جوړه شوې او معنی یې ښار یا مدني یا شهري ژوند دی، نو ځکه مونږ ویلی شو چې له فعیله څخه تفعل شو، له مدینه حخه تمدن شو او د تمدن مطلب شو د ښار زنده ګي. )) ( دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۹م)
تمدن ښاري پرمختګ دی. (( پخوا زمانو کې لیک نه و، توري په یو ډول سره یو ځای شول، بیا لیک رامنځته شو، د لیک لپاره بېلابېل پړاوونه ووهل شول، په څرمنو ، تیږو، هډوکیو او پاڼو لیک وشو، همداسې کتیبې ولیکل شوې، کتیبې وروسته د مطبعې له لارې وروسته په کتابونو بدلې شوې، دغه بدلون او پرمختګ مدنیت دی، دا د انسان د تفکر پرمختګ ښيي، دغه پرمختګ تهذیب دی او ددې پرمختګ یو پړاو چې هغه ښاري ژوند او ښاریتوب دی، عصریتوب دی، هغه تمدن ښیي.
… د نننیو تجربو تر شا زړې زمانې او تجربې پرتې دي، د ژوند دغه بېلابېل پړاوونه وهل تهذیب او په تهذیب کې هر پړاو چې هغه نوی او عصري ژوند او ښاریتوب رامنځته کوي، هغه مدنیت یا تمدن دی. ))( ازمون، لعل پاچا، فولکلور پوهنه، ۱۱۷م)
کله چې په کلچر کې ذهني ارتقا او پرمختګ رامنځته شو، نو تهذیب رامنځته کېږي، د تهذیب ارتقايي ذهنیت په ښاري کېدو او بیا همداسې په موډرنېزم او موډرنټي اوړي.
۱ ـ ۱ـ۱ ـ۳ـ ۱: ښاري کېدل یا civilization
ښاري کېدل یا سېولایزېشن د کولتور د تهذیب او تمدن یوه لوړه برخه ده چې د یوې ټولنې د وګړو پرمختګ ښيي. دا کلمه له سېسوس څخه اخیستل شوې ده، د سېسوس ریښه یوناني ده، سېسوس له یوناني نه فرانسوي ته تللې ده، سېسوس د یونان د ښار اوسېدونکي ته ویل کېږي، تر دې وړاندې هېرولېټ انسانان په دوو برخو ویشلي وو، یو هغه وو چې په یوناني پوهېدل او خبرې یې پرې کولې. بل هغه وو چې په یوناني نه پوهېدل، هغوی چې په یوناني نه پوهېدل، ده ته به یې بابروس وایه. بابروس معنا ګونګی، بابروس انګرېزۍ ته راغی، په Barbarisam باندې بدل شو، مانا وحشت. دلته یو ډول هغه خلک وو چې تهذیب یې لاره، په مقابل کې یې بیا داسې خلک وو چې هغوی تهذیب نه لاره، وحشي وو، دغو خلکو ته له وحشته د ښاري کېدلو لارې وښودل شوې او کار پرې وشو. داسې زمانه راغله چې بهرنیو خلکو دوی ته وحشیان وایه، د دوی مهذبوالی یا ښاري کېدل (( د سپین پوستو یا یوروپي سامراجي قوتونو، دیني، اخلاقي او انساني زیمواري وه. خو په اوسني وخت کې دغه توری د زغم لرونکو، باسواده او پرمختللي ولس لپاره کارول کېږي، مانا دا چې هغه څوک چې په ښار کې اوسېږي مهذب دی او څوک چې نه اوسېږي نه دی مهذب. د اردو نامتو لیکوال سبط حس د تهذیب تعلق له ښاره سره ګڼي او کولتور د زراعت او کلي پیداوار بولي. ..ّ)) ( برکت شاه ډاکتر کاکړ، د پښتنو په هکله د ختیځ پوهانو اندونه او انځورونه، ۱۱ م)
د سبط حسن دا خبره لږ د تامل وړ ده چې تهذیب یې له ښار او کولتور یې کلي سره تړلی دی، کولتور ټولیز مفهوم دی، تهذیب یې یوه پښه ده، کولتور عام او تهذیب په کولتور کې مطالعه کېږي، کولتور یوازې کرکیلی نه دی، بلکې دلته د شنه کېدو یا سمسورېدو مفهوم په ټولنه کې فکري پرمختګ هم رااخلي. فکري پرمختګ له فولکلوره را پیلېږي، په دې مانا چې هغه ځای پرځای ولاړ وي، تر هغه وروسته حرکت چې په هغه کې د انسان ذهني او فکري تربیت رامنځته شي، هغه په تهذیب بدلېږي، په تهذیب کې بیا تمدن او ښاري کېدل دوه نور اصلونه دي، دا ټول د کولتور برخې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب