یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغاني سره میاشت:۴۰ په زړه سوري ناروغان مو د کابل روغتونونو ته...

افغاني سره میاشت:۴۰ په زړه سوري ناروغان مو د کابل روغتونونو ته معرفي کړل

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۹ مه) افغاني سرې میاشتې ټولنې يه سوه اعلامیه کې وویل، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په پلازمېنه کابل کې ۴ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.

سرچینې ویلي، ۴۰ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۱ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳ زره ۶۸ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د دغه کمښت یو عمده دلیل د نړیوالو لخوا د طالبانو د رژیم نه په رسمیت پېژندل ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب