دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د کوکنارو په سر د رامنځته شوي جنجال د حل...

بدخشان کې د کوکنارو په سر د رامنځته شوي جنجال د حل و فصل ادعا

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۹ مه)  طالبانو په بدخشان کې د کوکنارو د کښتونو په سر ولسي خلکو سره د دوی د ټوکیدلي جنجال د حل و فصل خبر ورکړی او ویلي، چې په دې اړه معترضانو سره یوې پایلې ته رسیدلي.

د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د درایم او ارګو خلکو د دوی پلاوي سره په ناسته کې ژمنه کړې چې د کوکنارو له محوې ملاتړ کوي او د ده په خبره مزاحمت به نه ورته کوي.

په ارګو او درایم کې د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو ټیمونو له ولسي خلکو سره لانجه کړې وه چې په نتیجه کې یې د سیمې دوه تنه وژل شوي وو او شپږ نور ټپیان وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د زیانمنو ستونزو ته به رسیدګي کېږي او له دې وروسته به په دې برخه کې څه شخړه نه رامنځته کېږي.

ځایي خلکو لا د طالبانو د ویاند ادعا نه ده تایید کړې.

دوی مخکې غوښتنه کړې وه، چې بزګرو ته مرګ ژوبله اړوونکي طالبان دې مجازات او هم دې له سیمه ییزو طالبانو پرته نور هغه د کوکنارو ختمولو په کمپاین کې نه شاملیږي.

د ارګو او درایم لسګونو اوسیدونکو له تېرې جمعې ورځې راهیسې د هغه څه پر وړاندې چې د کوکنارو د فصلونو د ختمولو په برخه کې یې د طالبانو ناوړه چلند باله،  تاوتریخجنې مظاهرې وکړې او له دې سیمو یې د طالبانو د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

خلکو شکایت کاوه چې د طالبانو وسله وال د دوی شنې کروندې او میوه داره ونې هم د کوکنارو د له منځه وړلو پر مهال له منځه وړي.

ورته ناندرۍ مخکې په هلمند کې هم د خلکو او طالبانو تر منځ رامنځته شوې وې.

طالبانو په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه یي توکیو د کښت او مخنیوي امر کړی، چې ځینو سیمو کې یې د تطبیق لپاره ستونزو سره مخ شوي.

کروندګر شکایت لري، چې طالبانو د بدیل معیشت له برابرولو او دغه راز د نشه یي توکو د فصلونو د ختمولو په برخه کې له ولسي همغږۍ پرته په توندۍ سره پاروونکو اقداماتو ته مخه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب