(نولسمه برخه)
اسلام ته تصوف له کومه راغلی؟
دې خبري ته مو مخکي اشاره کړې ده چي صوفیان ځانونه تر ټولو بنده ګانو ښه او ټینګ مسلمانان بولي خو عقاید او اعمال یې له اسلام سره نه یوازي سر نه خوري بلکه، په ډیرو او حتی اکثرو ځایونو کي، مستقیماً ورسره مخالف دي. که څه هم د تصوف په مقابل کي متشرعینو ډېر زیات کتابونه لیکلي او د هغوی د منحرفو عقایدو او اعمالو په مقابل کي یې عملي اقدامات هم کړي دي؛ خو دلته موږ د ډیرو استنادونو لپاره ځای نه لرو او یوازي به د ابن جوزي یوه کتاب ته مراجعه وکړو.
ابوالفرج عبدالرحمن ابن جوزي ۱۱۱۶ـ ۱۲۰۰ ، د یوه محدث، مورخ او متشرع عالم په حیث، څه باندي ۸۵۰ کاله پخوا د صوفیانو او تصوف د عقایدو او اعمالو په خلاف د « تلبیس ابلیس» په نوم کتاب کي د خپل عصر د صوفیانو د عقایدو او اعمالو په باره کي یو څه تفصیل ورکړی دی؛ خو له هغه وخته تر اوسه پوري د دې مسلک پیروانو، هم په عقایدو او هم په عمل کي، داسي انحرافات کړي دي چي د افغانستان په څېر وروسته پاته ټولنو کي، چي خلک یې زیاتره یا بېسواده او یا له واقعیتونو او حقیقتونو څخه بې خبره ساتل سوي دي، خاصه توجه ورته لازمه ده.
د افغانستان خلک د تصوف په فلسفه، ریښو تاریخ او عقایدو نه پوهیږي. هغوی ته یوازي د تصوف او صوفیانو افسانې ، خُرافی کیسې، زیارتونه او پیراومرید رسېدلي دي چي هر یو یې د هري ټولني په تېره بیا وروسته پاته او نېستمنو تولنو لپاره د زهرو حیثیت لري. ځکه نو باید خپلو لوستونکو ته وښیو چي د تصوف مفکوره، که څه مثبت اړخونه لري هم، په اسلام کي نه ریښه او نه سابقه لري او د صوفیانو اکثر عقاید او اعمال غیر اسلامي دي.
ابن جوزی لیکي چي د صوفیانو لومړني کسان ښه او پرهېزګار او پر شریعت برابر خلک ول خو وروسته یې کرار کرار شیطان لاره ووهله او له سمي لاري څخه یې منحرف کړل. دی وايي د ابلیس یو فریب دا وو چي دوی ته یې دا خبره تلقین کړه چي علم ته چنداني اړتیا نسته بلکه مهم د انسان عمل دی. ابن جوزي، تلبیس ابلیس ص ۱۹۵
ابن جوزي لیکي چي صوفیانو د خپلو پیروانو لپاره کتابونه ولیکل او په هغوی کي یې ګمراه کوونکي عقاید راوستل. ابونصر سراج د « اللمع فی التصوف » کتاب ولیکی او په هغه کي یې ډېر خراب عقاید ولیکل او وروسته ابوطالب مکي د « قوت القلوب» په نوم کتاب ورته ولیکی او په هغه کي یې جعلي احادیث ذکر کړل او د ورځي او د شپې مستحب لمونځونه یې پکښی راوستل او دغه راز یې دا فاسده عقیده بیان کړه چي خدای په دې دنیا کي خپلو اولیاوو ته ځان څرګندوي. ویل کیږي چي په بغداد کي یې یوه ورځ په خپله خطبه کي ویلی وه چي « لیس علی المخلوق اضرَّ من الخالق» یعني هیڅوک مخلوق ته دونه تاوان نه رسوي لکه خالق چي یې ورته رسوي. خلک یې له مجلس څخه ولاړ سول او بیا یې وعظ ونه کړ. هغه کتاب ص ص ۱۹۶-۹۷
ابن جوزی لیکی چي د ابن طاهر په نوم یوه صوفي یو کتاب ولیکی او په هغه کي یې ښکلیو هلکانو ته د نظر کولو روایت ورکړی وو او د یحیی بن معین له قوله یې لیکلي وه چي « په مصر کي مي یوه ښایسته نجلۍ ولیده، صلی الله علیها!» چا پوښتنه ورڅخه وکړه چي پر ښکلي نجلۍ دي درود ووایه؟ ده وویل بلې پر هغي نجلۍ او ټولو ښکلیو دي درود وي. ابن جوزي وايی ابوحامد غزالي د « احیاءالعلوم» په نوم یو کتاب ولیکی او په هغه کي یې پرېمانه جعلي احادیث ذکر کړل، او د فقه له قانون څخه یې تېری وکړ مثلا وايی چي صوفیان په ویښه ملایکې او د انبیاوو ارواح ویني او د هغوی آوازونه اوري او کرار کرار یې مقامونه لوړیږي تر څو چي داسي ځایونو ته ورسیږي چي هغه د ویلو نه دي. هغه کتاب ص ص ۱۹۷-۹۸
ابن جوزي وايی د ابوحمزه په نوم یوه صوفي د طرسوس په جامع جومات کي وعظ کاوه چي په دغه وخت کي د مسجد پر بام باندي کارګه ناره کړه او ابوحمزه هغه ته په جواب کي وویل چي لبیک لبیک! ( لبیک د بادار ږغ ته په جواب کي ویل کیږي اومعمولاً بنده خدای تعالی ته لبیک وايي. لبیک لبیک الهم لبیک. لبیک لاشریک لکه لبیک. جهانی) خلکو پر هغه باندي د حلولي او زندیق حکم وکړ. هغه کتاب ص ۲۰۱
البته عطار تر دې لوی کفر کوي او په تذکرة الاولیاء کي لیکي. چي جنید بغدادي یوه شپه له خپل مرید سره روان وو او سپي وغپل. جنید هغه ته وویل لبیک لبیک. مرید پوښتنه ورڅخه وکړه چي سپي ته دي لبیک ووایه؟ جنید وویل د سپي په قوت او غضب کي مي د حق تعالی قهر ولیدی او د حق تعالی د قدرت اواز مي واورېدی او سپی مي په مابین کي ونه لیدی، ځکه مي په لبیک جواب ورکړ. عطار، جلد دوم ص ص ۱۳-۱۴
جنید بغدادي ښايی دا خبره یا کړې او یا نه وي کړې؛ او ښايی د صوفیانو د نورو افسانو په څېر دا هم یوه افسانه وي؛ مګرسړی حیران پاتیږي چي عطار مسلمان وو چي دا کیسه یې لیکله؟ دا هغه شیخ عطار دی چی په دنیا کي به داسي صوفي نه وي چي د هغه نوم په احترام یاد نه کړي او داسي صوفي به نه وي چي د هغه تذکرة الاولیاء او منطق الطیر کتابونه یې لوستي نه وي او په کور او یا کتابخانه کي به یې نه لري.
رباط او خانقاه، چي د صوفیانو د جمع کېدلو، مجلسونو او نڅاوو ځای وو، د ډیرو زیاتو اخلاقي او اجتماعي فسادونه مرکزونه وه. ځکه چي صوفیان ټول، یا مطلق اکثریت، مجردین ول او په یوه ځای کي چي په لس هاوو مجردین اوسیږي هغه ځای طبعاً د فساد په مرکز تبدیلیږي. له بلي خوا لکه څرنګه چي تصوف او د تصوف مفکوره په دین کي یو بدعت وو؛ دغه راز رباط او خانقاه پخپله یو بدعت وو. په رباطونو کي به صوفیان، د حق تعالی د ذکر او تسبیح ویلو تر نومونو لاندي را غونډېدل خو اصلي مطلب د نس مړول او د ګدايی پر کچکولونو را غونډېدل وه.
ابن جوزی لیکي: ی« یوه ورځ یوه رباط ته ولاړم او د یوه شیخ په باره کي مي پوښتنه وکړه. په جواب کي راته وویل سوه چي هغه د فلاني امیر لیدلو ته تللی دی او د هغه د خلعت یا په انعام کي تر لاسه کړي لباس مبارکي ورته وایی. ما ویل ستاسي پر حال افسوس دی. دا لا بس نه وه چي په رباط کي مو دوکان پرانیستی دی چي اوس مالونه د خلکو دربارونو ته وړی. څوک چي کسب او کار نه سي کولای او يه یوه ګوښه کي ناست وي او په صدقه او خیرات ژوند کوی دا بس نه ده؟ اوس مو دوره ګردۍ ته لاس اچولی دی او د هغه او دغه ظالم حاکم مبارکیو ته ورځي چي ګوندي یو څه درکړي. په خدای مي دي قسم وي چي اسلام ته به هیچا ستاسي په اندازه تاوان نه وي رسولی» هغه کتاب ص ۲۱۵
تصوف او صوفیګري په عمومي صورت د اسلام په دین کي یو بدعت دی چي له دین سره هیڅ ډول خپلوي نه لري. د دې مسلک د عقایدو او اعمالو بدي دا ده چي تاوان یې یوزاي د عقایدو په محدوده کي نه پاتیږي بلکه عمومي او اجتماعي زیان رسوي. تصوف له خپلو منحرفو عقایدو سره، افسانې، زیارتونه، پیري او مریدي او قصدي او په لوی لاس ګدايی، پستي او بې غیرتي ورسره راوړه. د هغوی د سلهاوو او زرهاوو د نه منلو افسانو د خلکو پر اذهانو او افکارو باندي داسي بده اغېزه وکړه او کوي یې چي هغوی د علمي او منطقي فکر او قضاوت کولو څخه راګرځوي. هغوی داسي تلقین سوي دي چي د خدای دوستان او اولیاء هر څه کولای سي. هغوی الوتلای سي، هغوی د خلکو په زړونو او نیتونو خبر دي، پاچهی خرابولای سي او په یوازي سرد بشپړو لښکرو مخه نیولای سي. هغوی هره شپه له حضرت رسول ص په خوب کي مجلسونه کوي او که وغواړي په ویښه یې هم لیدلای سي او لوی پیرانو او شیخانو ته د خدای له خوا مستقیم الهامونه کیږي.
د پیرانو دغه ډول افسانو له خلکو څخه د فکر کولو او منطق ویلو قدرت سلب کړی دی. هغوی دا فکر نه سي کولای چي پیران او اولیاء له دونه قدرت او زور سره ولي د نورو په خیرات او صدقه ژوند کوي. ولي د یوه غریب سړي څخه توره چرګه په صدقه او نذر کي اخلي؟ ولی تعویذونه په پیسو خرڅوي؟ هیڅوک دا نه وايي چي پیران په حقیقت کي ټول بې غیرته ګدایان دي چي هیڅ کار روزګارنه کوي او که څه جایدادونه لري هغه هم یا بې عقلو مریدانو له خپله جهالته او یا پاچاهانو او واکمنانو، د خلکو د غولولو او خپلو قدرتونو د ټینګولو لپاره ورکړي دي.
شیخانو، د پیری او مریدی په رواجولو سره، له خلکو څخه د ارادې قدرت سلب کړی دی ځکه چي ځیني پیران ورته وا یی چي د پیر امر د خدای امر دی. ځیني ورته وايی هغه صادق مرید نه دی چي د پیر امر د خدای تر امر لوړ او معتبر ونه بولي
به می سجاده رنګین کن ګرت پیر مغان ګوید
که سالک بیخبر نبود ز راه و رسم منزلها ( حافظ)
په شرابو کړه رنګینه مصلی که دي پیر غواړي
چي سالک ته دي معلومي ټولي لاري منزلونه
ښايي دغه علت به وو چي یوه شپه شمس تبریز له مولنا سره په خلوت کي ناست وو؛ مولنا ته یې وویل چي یوې ښکلي ښځي ته مي هوا کیږي. مولنا خپله ښځه ورته راوستله او شمس ته یې وویل چي دا مي خورده او ستا په خدمت کي ده. شمس وروسته ورته وویل چي کشکي یو ښایسته هلک هم وای. مولنا خپل زوی سلطان ولد ورته راووست او ویل یې دامي زوی دی. شمس وروسته ورته وویل چي کشکي یو څه شراب هم موجود وای. مولنا سمدستي د یهودانو له ناحیې څخه شراب ورته راوړل. شمس وویل ما ستا حوصله او د پیر د غوښتني اطاعت آزمایه. جامي، نفحات الانس ص ۴۶۶.
پیرانو او شیخانود خپلي پاچهی د پراخولو او دایمي کولو او د خلکو پر اذهانو باندي د جهالت د پردې غوړولو لپاره احادیث جعل کړي او خلکو ته وايی چي هر څوک باید یو شیخ ولري څوک چي شیخ نه لري د هغه شیخ شیطان دی او یا څوک چي شیخ نه لري هغه دین نه لري. سوال دا دی چي که د پیرانو دا اعمال او عقاید اسلامي نه وي نو دا له کومه ځایه راغلي دي؟
د تصوف او صوفیګری په باره کي د ابن جوزي او د صوفیانو له نورو مخالفینو له کتابونو څخه ښکاري چي هغوی د صوفیانو غلط او نابلده عقاید او غیر اخلاقي او له شریعت سره مخالف اعمال زیاتره د هغوی خپل انحرافات او په اسلامي نړۍ کي دننه ستونزي بللي دي؛ او چنداني یې خارجي عواملو ته توجه نه ده کړې او یا یې ښايي د ګاونډیو هیوادونو او د اسلام د مفتوحه سیمو د اوسېدونکو عقاید نه وه لوستي؛ څو د هغوی عقاید او اعمال یې له خپلو صوفیانو سره مقایسه کړي وای. او د صوفیانو په عقایدو او اعمالو کي یې د ګاونډیو ملکونو په تېره بیا د هندوستان د هندو عقایدو اثر پلټلی وای.
عربو، د اسلام په لومړیو دوو پېړیو کي، داسي پراخ فتوحات وکړل چي هیچا یې انتظار نه درلود. دا کلونه د اسلام د پرله پسې بریالیتوبونو وختونه ول او مسلمانانو د فتح کړو ملکونو د خلکو علومو، فرهنګ او مذهبي عقایدو ته ډېره توجه نه وه کړې او د هغوی علوم او کتابونه په عربي ترجمه سوی ول چي په اسلامي عقایدو کي یې اثر احساس سوی وای. د هارون الرشید( ۷۶۳-۸۰۹) او د هغه د زوی مامون الرشید ( ۸۱۳ـ۸۳۳ د قدرت کلونه )، چي د عباسي سلسلې تر ټولو طلايی کلونه بلل کیږي، په زمانه کي هم د یونان او هم د هند او نورو ملکونو کتابونه عربي ته ترجمه سول؛ او طبیعي خبره ده چي دې پراخو ترجمو باید په اسلامي نړۍ کي خپل اثر پرې ایښی وای.
که د یوناني فلوطین ( ۲۰۳-۲۷۰ م) عقاید، چي ایراني محقق محمدعلي فروغی، څه کم ۹۰ کاله مخکي، د سیرحکمت در اروپا په کتاب کي په مختصر ډول را اخیستي دي، د مسلمانو صوفیانو له عقایدو سره مقایسه کړو نو ویلای سو چي د صوفیانو د وحدة الوجود عقیده باید د هغه د عقایدو اثر وي؛ ځکه چي دا عقیده نه په اسلام او نه له اسلام څخه مخکي په عربو کي موجوده وه.
فلوطین په دې عقیده دی چي د ټولو موجوداتو خالق لومړنۍ مبداء ده. او ټول موجودات بالاخره همدغي لومړنۍ مبداء ته ستنیږي. د هغه موجد یا موجودونکي ذات واحد دی او احدیت یې له شمار او تقسیم څخه فارغ دی. هغه پر ټولو موجوداتو باندي محیط دی او وجود یې نامحدود دی. موږ نه سو ویلای چي هغه شکل لري او کنه. ښایسته او عاقل دی او کنه. دا ځکه چي هغه پخپله د شکلونو، ښایست او فکر او عقل منشاء او روح دی. فلوطین وايی موږ باید دا ونه وایو چي هغه عالم او درک کونکی دی ځکه چي هغه تر علم او ادراک مافوق دی. یا په بل عبارت هغه ته د علم او ادراک نسبت کول پخپله له توحید سره مخالف دی. یعني له ده څخه پرته داسي شی نسته چي ده ته دي معلوم سي. هغه د چا د ارادې تابع نه دی او په هغه کي هیڅ نقص نسته. هغه د ټولو موجوداتو او شیانو مجموعه ده مګر په شیانو کي یو هم نه دی. فروغي، جلداول ص ۵۲
فلوطین مبداء یا د ټولو موجوداتو مصدر کله په احد، کله په خیر، کله په مجرد فکر یا تام فعل افاده کوي مګر وايی چي په دې ټولو کي هیڅ یو د هغه د ذات افاده نه سي کولای. دی وايی چي مبداء کل تر توصیف او وهم او قیاس لوړ دی حتی هغه ته وجود نه وايي او هغه تر وجود او د وجود تر منشاء هم لوړ بولي. فلوطین وايی هغه ته د رسېدلو لپاره باید له حس او عقل څخه ور تېر سو او معنوي سیر او کشف او شهود څخه کار واخلو. هغه کتاب هغه مخ.
فلوطین دې هدف ته د رسېدلو لپاره توصیه کوي چي باید له مادي جهان څخه پرهېز وکړو او د عالم او معنا سیر او مشاهده وکړو. نو لومړی باید نفس تزکیه او ځان پاک کړو. ځانونه پستو غوښتنو څخه بېغمه کړو او بیا نو په سیر او سلوک پیل وکړو. هغه کتاب ص ۵۴
دا ټول هغه څه دي چي مسلمان صوفیان یې هم وايی او یا لږترلږه دغه ته ورته نظریات بیانوي. صوفیان هم د حق ذات ته د رسېدلو لپاره تزکیې او د نفس پاکولو، پرهېز او ذکر ته ملا تړي څو په ځان کي حق ته د رسېدلو قابلیت پیدا کړي.
موږ مخکي د صوفیانه عشق په باره کي لنډ بحث وکړ او دا مو وښودل چي صوفیانو څرنګه د رحماني عشق په پلمه شیطاني عشق ته مخه کړې وه. خو فلوطین، لکه څرنګه چي یې له نظریاتو او لیکنو او د هغه د اخلاق او ژوند په باب له لیکنو څخه ښکاري حقیقتاً هم یو پاک او له دنیا څخه بې نیازه سړی وو؛ او څه چي ویل په هغه یې عمل کاوه.
فلوطین د عشق په باره کي وايی چي محسوسه او جسماني زېبایی د حقیقي او ریښتوني زېبایی یا ښایست یوه جلوه ده. دی وايي هغه شور او شوق چي د هنر خاوندانو ته د ښایست له لیدلو څخه ورپیدا کیږي خو د معنی خاوندانوته د جسماني ښایست له لیدلو څخه فضایل او کمالات حاصلیږي او دا هغه عشق دی چي د سیر او سلوک دوهمه مرحله او د نفس پاکي ده. فلوطین وايی په دې مرحله کي هم عشق بشپړ نه دی او کامل عشق هغه دی چي د جسماني ښایست څخه هاخواته متوجه سي یعني د ښایست اصل او آغاز یا مبداء ته توجه وکړی چي هغه خیر او ښېګڼه ده او د ټولو صورتونو مصدر او تر ټولو موجوداتو مافوق او خالق دی. هغه کتاب ص ۵۵
صوفیانو همدغه ویل مګر په عمل کي هغسي نه ول. موږ ولیدل چي د مولنا پلار بهاءالدین یا سلطان ولد له رحماني عشق او ښایست څخه څه منحرف مطلب درلود او شیخ اوحدالدین کرماني، چي ویل یې د « اوحد او احد» په منځ کي فقط یو واو دی او دی پخپله په حقیقت کي «احد» یعنی خدای دی، څرنګه د پی مخو هلکانو په سینو پوری سینه موښله او شیخ محمود شبستري یې پلمه ور جوړوله چي ګویا ښایسته هلکان د حق متعال د حسن ښکارندوی دي او صوفیان چي ښکلیو مخونو ته ګوري اصلي مطلب یې هغه ذات دی چي دغه ښکلا یې پیدا کړې ده. شیخ اوحدالدین کرماني وايي:
زان می نګرم بچشم سر بصورت
زیرا که ز معنی است اثر در صورت
این عالم صورت و ما در صوریم
معنی نتوان دید مګر در صورت. جامي، نفحات الانس ص ۵۹۰
ترجمه: موږ ځکه صورتونو ( ښکلیو) ته ګورو
چي په صورت کي د معنا اثر پروت دی
دا عالم صورت دی او موږ هم ټول صورتونه ( اشکال) یو
که څوک غواړي چي معنا وویني نو د صورت له لیدلو څخه پرته یې نه سي لیدلای.
البته عطار سفیان ثوري ته، چي صوفیانو په وچ زور صوفي او درویش ورڅخه جوړ کړی دی، یوه کیسه منسوبوي چي په حقیقت کي یې د صوفیانو مافی الضمیر بیان کړی دی. وايی چي سفیان یوه ورځ حمام ته تللی وو او یو ښایسته هلک حمام ته ور ننووت. سفیان ږغ کړه چي دا هلک وباسی چي له ښځي سره یو شیطان وي او له هلک سره ۱۸ شیطانان ملګري وي او د خلکو په سترګو کي یې ښکلي ښکاره کوي. عطار جلد اول ص ۱۷۶
د دې معنا دا ده چي صوفیانو پر خپل شهوت باندي غلبه نه درلوده او ښکلا ته یې د فلوطین په نظر نه کتل چي له ښکلا څخه به یې مطلب هغه خالق وو چي ښکلا یې پیدا کړې وه.
د زردشتي افکارو نفوذ:
د ایران د ساسانیانو د امپراطوری سقوط په سیمه کي د یوه ناڅاپی توپان او لویی زلزلې حیثیت درلود. ایران له پېړیو راهیسي د روم او یونان د امپراطوریو سره ډغري وهلي وې او دېر ځله یې حتی د روم او یونان قوي پوځونو ته شکیتونه ورکړي وه. او په حقیقت کي د هغو دوو لویو امپراطوریو لپاره په اسیا کي تر ټولو غښتلی سیال قدرت وو. د ایران له سقوط سره مسلمانانو دونه قوت پیدا کړ چي په سیمه او نړۍ کي یې چا د فتوحاتو مخه نه سوای نیولای. د ایران له سقوط سره مسلمانانو ته دومره خزانې او شته منۍ لاسته ورغلی چي نه یوازي یې د علومو زده کولو ته فرصت پیدا کړ بلکه د نورو کلتورونو او مذهبونو د کتابونو د ترجمه کولو وس یې پیدا کړ او د همدغو نویو کتابونو لوستلو او ترجمه کېدلو په هغوی کي د نویو او بېلو فکري مکتبونو د منځته راتلو لو لپاره زمینه هواره کړه.
د یوې امپراطورۍ د فتوحاتو په سلسله کي یوه خاصه طبقه خلک شته من سول او ډېر زیات غنیمتونه یې ترلاسه کړل. شه مني او غنیمتونه له اسمانه نه راځي بلکه باید له یوې بلي طبقې خلکو څخه واخیستل سي. نو طبیعي خبره ده چي د دې فتوحاتو په سلسله کي که یوه طبقه خلک، چي نظامیان او اشراف ول، بېحده شته من سول نو په عوض کي یې ډېر زیات خلک له شتو څخه محروم سول. محروم او ناراض خلک ډېر ژر د تصوف د افکارو، چي د ابن جوزي په قول یې په لومړي سر کي یوازي د زهد او تقوا لاره نیولې او د ورورۍ او مساوات تبلیغ یې کاوه، تر اغېزې لاندي راغلل او تصوفي افکارو، چي ډېر ژر پخپله پر مکتبونو ووېشل سول، ډېر زیات خلکو پهک تېره محروم او ناراض خلک، جلب کړل.
زه ګومان کوم چي مسلمانان باید د یونان له فلسفي افکارو څخه مخکي د ایران د زردشتي افکارو تر اغېزې لاندي راغلي وي. ځکه مخکي له هغه چي هغوی د یونان علومو او فلسفي افکارو ته لاره پیدا کړي، د ایران د ساسانیانو کتابخانې او تاریخي آثار لاسته ورغلل. زردشتي مذهب، چي پر اېران او د اېران ترواک لاندي سیمو کي مسلط او منل سوی مذهب وو، یوه خدای ته عقیده درلوده، له مرګه وروسته ژوند، دوږخ او جنت، حساب او کتاب، پُل صراط او ملایکو ته یې عقیده درلوده او له دغه امله د مسلمانانو لپاره د علمي او مذهبي معلوماتو یوه نسبتاً باوري، یا لږ ترلږه نوې، منبع سوه.
شمس العلماء د زردشت د آثارو او متونو په حواله لیکي: «اهورا مزدا چي وروسته اورمزد و بلل سود حکمت د خدای یا حکیم خدای په معنی دی. هغه په هر ځای کي حضور لري، ټول قدرت د هغه په لاس کي دی او په هرڅه خبر او عالم دی. هغه نه څوک لمس کولای او نه یې لیدلای سي. صادق او عادل او رحمن دی. د هغو کسانو دوست او ملاتړ کونکی دی چي د ده دوستي غواړي او د هغه د دوستی سره مینه لري. اهورامزدا ډېر زیات صفتونه لري چي د ده د وجود افاده نه کوي بلکه هغه د ده عین ذات دی. د هغه مادي تجلا نور او اخلاقي تجلا یې حقیقت دی.
سپنتامینو یا مقدس روح د اهورا مزدا د ارادې او تفکر مظهر یا مقدس روح دی. . . د هغه په مقابل کي انګره مینو یا اهریمن دی چي د شر روح بلل کېدلای سي او د سپنتامینو په مقابل کي عمل کوي» رادا کریشنان، تاریخ فلسفه شرق و غرب. جلد دوم ص ۳
زردشت د اَویستا د کتاب په ۳۰ سرود کي وايي: اوس هغه خدای ستایم چي تر ټولو لوړ دی، چي د مخلوقاتو نېکخواه دی. هغه اهورامزدا دی او غواړم چي ماته د معرفت بهترینه پوهه را په برخه کړي» اوستا ص ۱۱۱
په یودېرشم ۳۱ سرود کي وايی: خدای د هستی جوهر دی. پهن دې دنیا کي یې داسي قانون او نظم ټینګ کړی دی چی د هغه په اساس خلک د نظم او عدالت په بهترینه طریقه ژوند وکړي او خپلي جسماني اړتیاوي پکښي پوره کړي او خپل ارواح د پوهي او معرفت په وسیله سنبال کړي» ص ۱۱۲
د همدغه سرود په یوه بله برخه کي وايي: « چي ښه فکر مي وکړ او ډېر زیات وخت مي پلټنه وکړه نو پوه سوم چي ته پیل او پای یا آغاز او فرجام یې. ته د نیکۍ او ښو اعمالو، نظم او قانون خالق یې او ته مي د خپل فکر او غور له لاري پیدا کړې» ص ۱۱۳
کله چي د واحد خدای د پېژندلو او معرفت خبره کیږي نو د زردشت او د مسلمانو صوفیانو خبري ډیري سره ورته دي. زردشت په دري څلوښتم ۴۳ سرود کي وايي: « کله چي د خدای د پېژندلو خبره سي نو لومړی باید د انسان ضمیر، وجدان او د روح هینداره پاکه وي. او دا پاکي د وَهومَن یا د علم، درک او طبیعت یا خصلت د پاکۍ له لاري ترلاسه کیږي. هغه وخت نو د خدای نور د دغه ډول انسانانو په سینو کي جلوه کوي» ص ۱۲۲
په ګاتهای زردشت یا د زردشت په سرودونو کي هر وخت خدای ته یو او لاشریک ذات خطاب سوی دی:
« ای د عقل خدایه! کله چي دي د ازل په ورځ جسم او وجدان خلق کړل او له خپل طبیعت څخه دي د فکر کولو او عقل قوت ور وباخښه. هغه وخت چي خاکي وجود ته دي روح ورکړ او انسان ته دي د کارکولوو خبرو کولو او رهبري کولو قوت ورکړ نو تا وغوښتل چي هر څوک د زړه په غوښتنه او په ټوله آزادي خپل ځانته مذهب انتخاب کړي. آذر ګشپ، ګاتهای زردشت، ص جلداول ص ۲۴۰
پروردګاره! ته به د خپلي جنتي رڼا په برکت موږ ته څشي را وبخښې؟ هغه نېکمرغي چي د ریشتیا او پاکۍ په رڼا کي تر لاسه کیږي او له ټولو سره وعده سوې ده هغه به کومه یوه وي؟ د پوهانو په برخه کي څه فرمان صادر سوی دی؟ اې د عقل خدایه ما له دې ټولو شیانو څخه خبر کړه او په خپله الهام بخښونکې وینا سره ماته روښانه کړه چي ټول خلک د ریشتیا دین ته را وبولم. هغه کتاب ص ۲۰۰
که څه هم چي له اسلام څخه مخکۍ د مکې د کفارو ځینو کسانو آخرت او پسله مرګه ژوند ته عقیده درلوده مګر د مسلمانانو لپاره، د زردشت په دین کي، د دې عقیدې موندل په زړه پوري ول. ځکه چي عمومي عقیده پر دې وه چي د زردشت دین د آتش پرستۍ او لمر پرستۍ دین دی. خو مسلمانانو ولیدل چي زردشت یوه خدای ته د عقیدې تر څنګ پل صراط او د آخرت انعام او سزا ته معتقد دی:
« څوک چي د ریشتیا او پاکۍ لاره غوره کړي او پرهېز ګاري وکړي د هغه ځای به د نور کور یا جنت وي او دروغجن او بدکاره انسانان به د ډېر وخت لپاره په ډېر افسوس سره په تیاره او د اور په روښانه کُره کي تیري کړي. حقیقت دا دی چي دا د یوه ګناه کار بد نیت او بد اعمال دي چي هغه ته یو بدبخته ژوند او د وجدان عذاب ور په برخه کوي» هغه کتاب ص ۲۸۳
له حق متعال سره هغه وصال، چي په وروسدته کي د صوفیانو په ادبیاتو کي ډېر زیات په سترګه کیږي هغه د زردشت په سُرودونو کي راغلی وو.
« پروردګاره! زه له تا څخه سوال کوم چي که د ښه نیت او عقیدې یو څښتن په خپل ټول طاقت د کورنۍ او ښار او هیواد د ترقۍ لپاره ملا وتړي او د ریشتیا او پاکۍ د ترویج او پرمختګ لپاره کار وکړي هغه ته به ستا وصال په نصیب سی؟ اې اهورا مزدا کله او څرنګه به دغه آرزو پوره سي؟ » هغه کتاب ص ۲۶۵
په همدغه ارتباط په یوه بل سرود کي لولو: « خپل هدف او آروز ته د رسېدلو لپاره هغه فرشته چي ستا دوستانو ته پیغامونه رسوي خپلي مرستي ته را بولم او هیله لرم چي اوږد ژوند مي په برخه او پاک هیواد ( کشور) ته داخل سم. هیله لرم چي د ریشتیا، پاکۍ او پرهېز او زهد په مرسته هغه ځای ته ورسېږم چي د اهورا مزدا اسماني پاچهي ده» هغه کتاب ص ۳۹۹
« اې مزدا! د حقیقت مینان او ستا عاشقان به د عقل او تقدس په رڼا کي بالاخره تاته ورسیږي او ستا سره به یو ځای سي» هغه کتاب دوهم جلد، ص ۱۱
هغه صوفیانه عشق چي موږ مخکي ورباندي وږغېدلو د زردشت په سرودونو کي، په ډېر څرګند ډول لیده کیږي او سړی داسي فکر کوي چي ګوندي مسلمانو صوفیانو به دا مفهوم له دغه سرودونو څخه اخیستی وي:
« اې د هستۍ یوازنی خالقه! ستا څخه سوال کوم. هیله لرم چي حقیقت راته څرګند کړې. اې مزدا څرنګه ستا په رهنمايی خپل هدف او آرزو ته، چي ستا وصال ــ او معشوق ته رسېدل دي، رسېدلای سم. پروردګارا! کله ستا د قانون او آسماني پیغامونو په رڼا کي ، چي بهترین رهنما دی، کولای سم چي په روانو او موثرو ویناوو سره خلک و هغه والا او همېشګي مقام ته رهبري کړم؟» هغه کتاب ص ۱۳۹
د حق متعال وحدانیت، زهد او تقوا، پسله مرګه ژوند، جنت او دوږخ، پل صراط دا ټول هغه مفاهیم دي چي مسلمانانو فکر کاوه یوازي د اسلام په دین کي پېژندل سوي او یوازي مسلمانان ایمان ورباندي ولري. دغه راز له حق متعال سره لیدل، هغه ته رسېدل او له هغه سره مینه کول هغه صوفیانه مفاهیم دي چي د اسلام په دین کي یې یادونه نه وه سوې او خلکو د صوفیانو اختراع بلله خو وروسته څرګنده سوه چي یوازي مسلمان صوفیان نه دي چي له دې مفاهیمو سره بلد دي بلکه په نورو مذهبونو کي له دوی څخه قرنونه مخکي د هغو مفاهیمو یادونه سوې وه.
البته له خدای سره د زردشت د عشق او د صوفیانو د عشق تر منځ دا توپیر دی چي زردشت د ریشتیا ویلو، نېک کردار او د خلکو د رهنمايی په بدل کي خدای ته رسېدل او له هغه سره یو ځای کېدل غواړي مګر صوفیان چي کله عشق یادوي نو دومره له حاله وزي چي کفر او اسلام یو بولي. داکتر قاسم غني د شیخ فریدالدین عطار د منطق الطیر له کتاب څخه څو بیتونه انتخاب کړي او موږ په هغو کي هم انتخاب کوو:
هر که را در عشق شد محکم قدم
برګذشت از کفر و از اسلام هم
عشق سوی فقر در بګشایدت
فقر سوی کفر ره بنمایدت
عشق را با کافری خویشی بود
کافری خود مغز درویشی بود
چون تر این کفر و این ایمان نماند
آن تن و دل ګم شد و آن جان نماند. غني، تاریخ تصوف در اسلام، جلد دوم و سوم ص ۲۲۶
ډاکټر قاسم غني د منطق الطیر له کتاب څخه ډېر زیات بیتونه را اخیستي دي خو موږ یې دلته ځای نه لرو. د عطار له پورتني شعر څخه سړی دا قضاوت کولای سي چي فقها او مُلایان په ناحقه د صوفیانو سره مخالف نه ول او ابن جوزي، ابن تیمیه او نورو فقهاوو د هغوی پرضد بې دلیله کتابونه نه لیکل. عطار په خپل دې شعر کي په څرګنده وايي چي سړی باید د عشق په لاره کي له کفر او ایمان څخه تېر سي. سړی نه پوهیږي چي ایمان او اسلام ولي باید د عشق په مخ کي خنډ او مانع وي چي سړی باید د هغوی سرحدونه مات کړي. او که صوفي ځانته مسلمان وايي نو د اسلام او کفر تر منځ سرحد خو د اسلام تر ټولو مهم رکن دی. که چیري څوک دا سرحد نه مني بیا خو مسلمان نه سو. حتی عطار خو وايی چي عشق به دي فقر او فقر به دي کفر ته ورسوي. ګواکي دلته د عطار غايی او اصلي هدف کفر ته رسېدل دي. عطار وايی عشق له کافرۍ سره خپلوي لري او کافري د دروېشی مغز دی. دا کلمات به صوفیان څرنګه تعبیروي هغه د دوی زړه دی خو چي هر ډو ل تعبیر سي له اسلامي عقیدې سره جوړ نه راځي. عطار چي له کفر او کافر څخه هر تعبیر او مطلب لري هغه د عطار خپله خوښه ده خو مسلمانان کفر او کافر ته په هغه سترګه ګوري او په هغه شکل یې د دین دښمن بولي چي په قرآن شریف کي یې ذکر سوی دی.
صوفیان له نفس سره د مبارزې لپاره د لوږي، بې خوبۍ او په شپو شپو طاعت توصیه کوي او حتی ویل کیږي چي د صوفیانو یوه مشر به د شپې طاعت او نفلونه کول او د شپې په یوه برخه کي به یې ځان په لښتو واهه او کله چي به لښتي ټولي ماتي سوې نو بیا به یې ځان د مسجد له دیوالونو سره جنګاوه. په زړه پوري خبره ده چي په اویستا کي له دغه راز یوه متن سره مخامخ کیږو؛ چي د ځان د وهلو توصیه کوي.
« زردشت له اهورا مزدا څخه سوال وکړ چي یو دینداره او پرهېزګاره سړی په څه ډول مراسمو ستا رضا او خوښي تر لاسه کولای سي؟
اهورا مزدا ورته وویل: مومنان باید درې شپې او درې ورځي ځانونه پاک ومینځي. او بیا نو ځان دېرش شلاقي ووهي؛ څو له ګناهونو او آلودګیو څخه پاک سي. بیا نو دوهم ځل دوې شپې پرله پسې ځان ومینځي او وروسته نو ځان شل شلاقي ووهي څو له تېرو ګناهونو او چټلیو څخه پاک سي. مخکي له هغه چي زَور (مقدسي اوبه ) وچښی باید چي د لازمو سرودونو د ویل کېدلو په مراسمو کي برخه واخلي » اوستا ص ۳۸۶
عجیبه نه ده چي اهل تشیع د امام حسین د شهادت په ویر کي ځانونه وهي او حتی هغه کس تر ټولو ښه مسلمان بولي چي ډیري ویني یې تویی سي او که څوک په دې وهلو کي مړ سي هغه پاک شهید وي.
تر ټولو په زړه پوري د زردشت د مذهب د یوه مهم مذهبی مشر معراج دی چي زیاتره د بایزید معراج ته پاتیږي. په دې مضمون کي مي یوازي د دبستان مذاهب له متن څخه استفاده کړې ده. د دبستان مذاهب لیکوال ادعا کوي چي پخپله یې د زردشتي دین له پیروانو سره خبري کړي او دا کیسې یې ورڅخه اورېدلي دي. په کتاب کي راغلي دي:
کله چي د اردشیر پاپکان پاچهی قایمه سوه نو هغه ۴۰زره موبدان او نیکان را وغوښتل او له هغوی څخه یې ۴زره تنه انتخاب کړل. له هغوی یې ۴ سوه انتخاب کړل او له هغوی څخه یې ۴۰ تنه او له ۴۰ تنو څخه یې ۷ تنه وټاکل او هغوی ته یې وویل چي له تاسي څخه کوم یو له تن څخه بېلېدلای سی او ماته د جنت او دوږخ احوال راوړلای سی. هغو ۷ تن و ورته وویل چي د دې کار لپاره داسی یو څوک لازم دی چي په ټول ژوند کي یز یوه ګناه هم نه وي کړې او دا سړی به په موږ کي « اردا یوویراف » دی. اردایوویروف د می پشته څخه یو جام ډک کړ او هغه یې وچښی او ۷ ورځي بیده سو. په اوومه ورځ له خوبه پاڅېد او وې ویل چي یو څوک دي زما ټولي خبري ولیکي. ده وویل:
« کله چي بیده سوم نو سروش یا بهشتي فرشته راته راغله او ما سلام ورته وکړ او هغه بل جهان ته د تللو په باره کي مي خپل نیت ورته ووایه. سروش له لاسه ونیولم او راته وې ویل چي درې ګامه مخ په پورته . درې ګامه مي واخیستل او پل چینوت ته چي صراط دی ورسېدم. یو پُل مي ولیدی چي تر وېښته نری او د آس د لکۍ تر وېښته تېره وو او ۳۷ ګزه اوږد وو. هغه روح چي مي له تن څخه بېل سوی وو هغه مي ولیدی چي ډېر هوسا وو او چي د چنوت پل ته ورسېدی نو له مشرق څخه یو باد راغی او له هغه څخه یوه ښکلې حوره جوړه سوه چي په ژوند کي مي داسي ښکلې نه وه لیدلي. زما روح سوال ورڅخه وکړ چي ته څوک یې؟ حوري ورته وویل چي زه ستا نېک عمل یم. سروش وروسته عرش ته بوتلم او هلته مي یزدان ته سجده وکړه او داسي نور وو چي سترګو مي د لیدلو تاب نه درلود.
وروسته سروش بیا چینوت پُل ته راوستلم. هلته مي خلک ولیدل چي لاسونه یې یوپر بل ایښي او ولاړ ول. ما ویل دا څوک دي؟ سروش ویل دا سست دینان دي. که په یې په ژوند کي د باڼو د وېښته په وزن ثواب زیات وای نو په دې بلا به نه اخته کېدلای. اوس به د قیامت تر ورځي پوري همداسي ولاړ وي.
وروسته سروش بهشت ته یوړم. هلته مي داسي انوار ولیدل چي ګوهر یې ما په هیڅ ځای کي نه وه لیدلي. په هغه ځای کي مي ښځي ولیدلې چي ډیري خوشاله وې او مذهبی سرودونه یې ویل ما سوال وکړ چي دا څوک دي. سروش ویل دا هغه ښځي دي چي د خپلو مېړونو فرمان ته یې غاړه ایښې وه. بیا مي یوه ډله خلک ولیدل چي وسلې ورسره وې ما ویل دا څوک دي؟ سروش ویل دا هغه پهلوانان دي چي د خدای په لاره کي جنګېدلي دي. زه به د حورو، قصرونو، هلکانو او غلمانو په باره کي څه درته ووایم چي ساری یې په دې دنیا کي نسته.
وروسته سروش د دوږخ خواته بوتلم او هلته مي د چټلو او وروستو اوبو یو رود ولیدی چي انسانان پکښي ډوب ول او فریادونه یې کول. ما ویل دا څوک دي. سروش ویل دا هغه کسان دي چي خپلوانو یې له مرګه وروسته پسي ژړلي دي او د هغوی له اوښکو څخه دا رودونه جوړ سوي دي او دوی پکښي ډوب دي.
وروسته له سروش او اُردیبهشت سره ولاړم او ومي لیدل چي ډېر سوړ او بدبویه باد چلیږي. زموږ لاره په تیاره کي وه او په لاره کي کوهیان ول. په یوه څاه کي مي وکتل ډېر زیات ارواح مي ولیدل چي په عذاب ګرفتار ول او فریاد یې کاوه. د هغه ځای درې ورځي عذاب د دې دنیا ۹ زره کاله عذاب دی. په هر څاه کي ماران، لړمان او حشرات ول.
یوه ښځه مي ولیدله چي د وینو او زووب څخه ډک کټوری یې په لاس کي وو او په لرګیو یې وهله او هغه ویني او زووب یې د وهلو په زور په چښل. او چي هغه کټوری به تش سو بل به یې په لاس کي ورکړ. ما ویل دا څوک ده؟ سروش ویل چي دا ښځه د حیض په حالت کي اور او اوبو ته نیژدې سوې وه.
یو بل سړی مي ولیدی چي په پښه ځړېدی او په چاړه یې پوست ورڅخه لیري کاوه او چیغي یې وهلې. ما ویل دا څوک دی ویل یې قتل یې کړی دی. یو بل سړی مي ولیدی چي ویني او زووب یې په زور په چښل، شکنجه کاوه یې او پر سینه باندي یې یو غر پروت وو. ما ویل دا څوک دی سروش ویل دا د زناکار روح دی. یوه ښځه مي ولیده چي په تیو ځړېده او حشرات ورباندي را ټول ول او چیچل یې. ما ویل دا څوک ده؟ سروش ویل دا دهغي ښځي روح دی چي خپل مېړه یې پرې ایښی وو او له بل چا سره تللې وه.
یوسړی مي ولیدی چي ځړېدلی وو. ۷۰ دیوان ورباندي را ګرځېدلي ول او په شلاقو یې واهه. د دېوانو شلاقي له مارانو څخه جوړی سوی وې او چي هر ځل به یې په شلاقه وواهه نو مار به وچیچی. ما ویل دا څوک دی؟ سروش ویل دا د هغه پاچا روح دی چي له خلکو څخه یې زر په زور اخیستل.
یوه ډله خلک مي ولیدل. رنګونه یې ژړ او اندامونه یې له چینجیو ډک ول. سروش ویل دا د منافقانو ارواح دي چي د ابلیس کارونه یې کول. زړونه او خوله یې سره یو نه وه او دینداره خلک یې له لاري ایستل او خپل دین یې په مانه.
یوه ښځه مي ولیده چي اذربانانو په واوره کي غورځولې او وهله یې. سروش وویل دا د هغي ښځي روح دی چي سر یې ږمونځاوه او وېښتان یې په اور کي لوېدلی ول. یوه بله ښځه مي ولیده چي د خپل بدن غوښي یې خوړلې. سروش وویل دا جادوګره وه او خلک یې جادو کول.
وروسته سروش بیرته جنت یا خلد برین ته یا عالي جنت ته بوتلم چي هغه ته مینو هم ویل کیږي. هلته مي د دادار یا خدای نور ولیدی. بېهوښه سوم او داسي اواز مي غوږ ته راغی چي روح یې تازه کاوه: « تا له ریښتوني دین سره سم ښې خبري او ښه عمل کاوه او د عقل په زور دي هغو دېوانو ته چي ستا په وجود کي دي شکست ورکړی دی ځکه نو دغه مقام ته رسېدلی یې» وروسته نو سروش تر لاس ونیولم او راته وې ویل چي هغه څه چي دي لیدلي او اورېدلي دي خلکو ته یې ووایه. وروسته یې زه راکښته کړم او جنت ته یې ورسولم. وروسته مي ارواح ولیدل چي ماته راغلل او راته ویې ویل چي زموږ خپلوانو ته نصیحت وکړه. که موږ هم ښه کارونه کولای او د دین له احکامو سره مو رفتار کولای نو په جنت کي به وای او دغه حال ته نه رسېدلو. فاني، دبستان مذاهب. ص ص ۹۴-۹۹
موږ ګورو چي مسلمانان، د لومړي ځل لپاره، د داسي دین سره مخامخ کیږي چي هغه غیرابراهیمي وو مګر تقریباً ټولو هغو شیانو ته یې عقیده او پر هغوی باندي ایمان درلود چي د اسلام په دین کي اشاره ورته سوې وه. مسلمانانو ولیدل چي زردشتي دین، د دوی د انتظار په خلاف، وحدانیت، پسله مرګه ژوند او قیامت، جنت او دوږخ، پسله مرګه روحي عذاب، پل صراط ( په هغو صفاتو چي دوی عقیده ورته درلوده) حساب و کتاب، فرشتو، د خدای له جانبه الهام او . . . ته عقیده درلوده. طبیعی خبره ده چي مسلمانان به د دې دین د نورو اصولو د مطالعه کولو په ترڅ کي د زردشتیانو د عبادت طرز او په هغه ضمن کي زهد او تزکیې ته هم متوجه سوي او اخیستنه به یې ورڅخه کړې وي.
پاته لري