د جمیل ممتاز دوه غزلونه
غزل
راشه د یو څو ستورو تقدیر راته معنا که
ماته مې په سترګو کې تصویر راته معنا که
لا د زولنو وزن پر ځان باندې ثواب ګڼم
ویښ مې کړه زمانه! یو تدبیر راته معنا که
دا ځلې به خوب خپله تعبیر کړم بیا به راشمه
ته یې د رازونو بس تفسیر راته معنا که
لاس دې لږ در ونیسه ما مه وهه تپوس کوم
درد څه دی، پرهر څه دی، تقصیر راته معنا که؟
ته هم نن د زاڼو د لښکر په سر کې خوشې وې
پوه نه شومه ووایه ستا ویر راته معنا که
یه ممتازه دغو دوو نومونو باندې پوه نشوم:
یو چې دی اسیر او بل امیر راته معنا که
۱۳۹۲- ۱۱ – ۲۸
غزل
هر وخت خو دغسې خبرې څوک له ځانه نکړي
یو څوک له زوره وايي زور به دې ستومانه نکړي
زمکه ولاړه هوايي ده که پر ښکر د غوايي؟
مقتدي! اوس دغه پوښتنې څوک ملا نه نکړي
یا خو یې قدر نشته یا خو یې ګناه ګڼي چې
د ښکار د غوښې خواست مېرمنې له پاچا نه نکړي
راځه چې مور دې شته نو ستا په راشه درشه څه کار
ته لا ماشومه یې هغوی ګیله له تانه نکړي
پرېږده چې بدو کې مې یوسي چې لانجه ختمه شي
بابا، لالا ډاډه کوه خبره ورانه نکړي
ممتاز دعا کوي امین یې دی پر تاسو خلکو
خدای خو دې هېڅکله ښایست د چا ارزانه نکړي
۱۳۹۲- ۱۱ – ۱۹
Top of Form
Bottom of Form
Bottom of Form
=====================================
هيواده!
اسمعيل لاروی
نه مې خوا کې ګلخانې، نه پروانې شته
نه ارمان د خزانې، نه خزانې شته
ګوره خوا کې مې هيڅ شی د اميد نشته
چې يې ګورې، بس هر لوری ويرانې شته
نه پاچا يم، نه مې خيال د پاچاهۍ شته
نه مې زور شته، نه مې زر او نه ماڼۍ شته
نه په ښه رنګ دلته چا يمه ليدلی
په ګرېوان کې مې نه تار شته، نه تڼۍ شته
ماشومتوب کې مې که جوړ دلته کورونه
ستا په ونو کې مې ځوړند وو ټالونه
اوس مې هم جوړ کړی، ستا له خټو کور دی
پکې اوسو، زه او ستا درانه غمونه
که هر څومره در په در او ببر سر يم
که بې نومه، بې مفهومه، بې جوهر يم
په هر حال کې تا زه خپل وجود ګڼمه
ستا هواره، ستا ژوري او ستا غر يم
په رګونو کې مې وينه که چلېږي
ستا سيندونه، ستا په خاوره کې بهېږي
زه چې ساه اخلم نو داسې يې ګڼمه
ستا هوا ده، چې په هر لوري خورېږي
ستا په خاوره کې هيڅ غم راباندې نه وي
که مړ کېږم هم؛ ماتم راباندې نه وي
خو چې ستا د تباهۍ خبره واورم
يو په دې وخت کې کرم راباندې نه و ي
ستا په مات کاڼي دردېږي، زما زړه هم
دا خو څه چې ځي دې بل لوری اوبه هم
ستا په خاوره خو تېری هسې پېغور وي
او تاريخ ته دې په بد نظر کاته هم
ستا له خاورې که بهر د زرو کور وي
که مې زړه ورځي هغه دې زما ګور وي
زړه مې ښه وي، ستا د مينې له سببه
بختور هغه چې ستا په مينه تور وي
ته چې نه يې دنيا ښه ده او که بده
ښه خو هله چې ستا نوم وي، تر ابده
ستا له پاره دې شم بل وطن کې خاورې
ګنې ولې به دې اوړم له سرحده
چېرته لاړ شمه، که لويه دا دنيا ده؟!
په لمانځه کې مې چې نه وزې له ياده
زه او ته خو يو وجود يو، رنځ دې ورک شه
زړه مې درد کړي، چې مې زړه يې ګران هيواده!
=========================
شاعر : حاجي محمد نوزادي
زینې
کاشکي شعر می زینې وای ،
زه به هسي ،
پرې ختلای ،
پورته تللای ،
پورته تللای ،
تر اسمانه رسیدلای .
له اسمانه مي په مینه ،
کوز و ځمکی ته کتلای .
پر ناخوالو مي په قهر ،
تندورنه اورولای .
په هر ګوټ کي مي له پاسه ،
د خوښۍ باران کولای .
اسرافیل شپیلۍ مه هلته ،
د یو څو شیبو د پاره ،
په الهام کي اخیستلای .
بیا د شعر پر زینو می .
په تلوار را کوزیدلای .
په شپیلۍ می لر او بر کي ،
مړ پښتون را ویښولای .
وهغوی ته مي په زغرده ،
د حاکم په شان ویلای ،
چي په ګډه یې کښتۍ خپل ،
ډوبیدو څخه ژغورلای .
********
اوس پښتون دې په خوب تللی
زړه یې سم راته زدوولی
نه ویښیږي نه پاڅیږي
خدای دا څه ته ته پیدا کړی ؟
دا انسان دی که پیری دی
یا له ذاته لیونی دی
خپل سکه ورور ته پردی دی
د پردو لاس کی ښاغلی .
خدای هیڅ مه وای پیدا کړی .
ډنمارک ـ ۸ / ۲ / ۲۰۱۴
=========================
غزل/وحيدالله اکسير
يو ځل د ذهن په لــــــــــور بيا د زړه کــــــــــورته راشه
دا ارمـــــانونه ګوره ستا د يــــــــــاد شــــــــور ته راشه
د دې غـــــــــرور د لاسه، مينه مو خــــــــــــاورې ايرې
زه د له بام را غـــــــــواړم، تـــــــــــه وايې پور ته راشه
کله په غره روان يم، کلـــــــــــــه مې لار په کـــــــــوهي
لــــږ مهربانه په ما، لـــــــــــــږ زمـــــــا لـــــــــور ته راشه
چې لوی فاتح ټيټوي، بس دوه پښو لوڅو پښـــــو ته
د مــــــــيـــــــنـــې زور وغواړه، د مينې زور تــــه راشه
زه په تـــــــــــورتم کې يمــــــه، زما ډيــــــــــــوه نشته ده
نه ښکـــــاري تت شو انځور، يو بل انځور تـــه راشه
که ته خبره نه يــــــــې، چې ستا ښايست څه کوي؟
د اکسير زړه وګوره، يو ځــل خـــــــــپل اور ته راشه
۱۳۹۲/۱۰/۲۳ وردګ-سیداباد ولسوالي