یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهله چمن وروسته وزیرستان کې افغانستان ته د تګ راتګ د قیوداتو...

له چمن وروسته وزیرستان کې افغانستان ته د تګ راتګ د قیوداتو خلاف پرلت

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۹ مه) د سویلي پښتونخوا په چمن کې د پاکستان لخوا د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتنو ته په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ د جبري کېدو د پرېکړې په غبرګون کې اوس د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې  سلګونو کسانو د دغې پرېکړې خلاف پرلت پيل کړی.

 د دغه پرلت مشرانو ویلي چې نن به دوی په یوه جرګه کې خپله راتلونکې کړنلاره باندې بحث کوي او له حکومت سره د خبرو لپاره به یو پلاوی ټاکي.

دغه اعتراض افغانستان ته د اوښتو لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط له عملي کولو وروسته راپورته شوی دی.

دغه شرط د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر کې وضع شو.

پرلتوال وايي چې پر انګور اډه د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

پاکستان تر اوسه په دې اړه د چمن د  څو میاشتني پرلت غوښتنې نه یوازې منلې نه دي؛ بلکې ځواکونو یې پر پرلت والو ډزې کړي چې مرګ ژوبله یې هم ورته اړولې ده.
په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم که څه هم څو ځله د پاکستان د دغو قیوداتو مخالفت کړی، خو د یادو پرلتونو په اړه یې نظر نه دی ورکړی او له دې امله نیوکو سره مخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب