یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد عمران خان مېرمنه دا ځل په خپله خوښه زندان ته ځي

د عمران خان مېرمنه دا ځل په خپله خوښه زندان ته ځي

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۹ مه) د پاکستان یوې محکمې د پخواني صدر اعظم عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي هغه غوښتنه منلې چې وایي دا دې د کور له نظر بندۍ څخه زندان ته ولېږدول شي.

د راپورونو له مخې، دغه غوښتنه خپله بشرا بي بي کړې وه، ځکه چې په کور کې نظر بند پاتې کېدو امنیتي اندېښنې ورته پیدا کړې وې.

بشرا بي بي له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د خان په کور کې د حکومت له خوا نظر بنده وه.

هغه او خاوند یې تورن دي چې د صدر اعظمۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ پلورلي دي.

محکمې چارواکو ته امر کړی چې بشرا بي بي د راولپنډۍ د ګاریشن ښار اډیاله زندان ته ولیږدوي، چېرې چې د کریکټ پخوانی ستوری ۷۰ کلن عمران خان د ۱۴ کلن زندان شپې ورځې تېروي.

عمران خان او پلویانو یې د دوی خلاف تورونه رد کړي او پردۍ دسیسې یې ګڼلي، خو له ټولو لاریونونو او اعتراضونو سره نه دي توانیدلي چې هغه او مېرمنه یې له زندانه خوشې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب