دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت د پاکستان تور په کلکه رد کړ

دفاع وزارت د پاکستان تور په کلکه رد کړ

تاند (چهارشنبه، د ثور ۱۹ مه) د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا رد کړه چې ګنې د مارچ د میاشتې په ۲۶ مه نېټه په شانګله کې پر چینايي انجینیرانو حمله په افغانستان کې پلان شوې وه.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال احمد شریف چودري پرون (سې شنبې) په یوه خبري کنفرانس کې، چې د تلویزیون له لارې خپرېده، وویل، پر چینیايي انجینیرانو بمي حمله په افغانستان کې د مېشت ټي ټي پي له لوري پلان شوې  وه او برید د یوه افغان له لوري شوی و.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویندوی عنایت الله خوارزمي د پاکستان د تور د ردولو ترڅنګ دا خبره هم رد کړه چې ګنې حمله حکوونکی افغان و:«په (د شانګلې) برید کې هیڅ افغان لاس نه درلود.»

ده په یوه بیان کې چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپور کړی، لیکلي«د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقته لېري دي. د خیبرپښتونخوا په یوه داسي سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چیني اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي اورګانونو کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.»

خوارزي په عین حال کې پر افغانستان د پاکستان د تور دلیل له حقیقت څخه په بله د پام اړول بللي دي.

ده دا هم ویلي چې افغانستان شواهد لري چې داعش ډله له پاکستان څخه افغانستان ته اوړي او د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کېږي.

د مارچ په ۲۶ مه یوه انتحاري په ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد د خیبرپښتونخوا په شانګله کې د چینايي انجینیرانو په موټر وچاودول چې په نتیجه کې یې ۵ چینیايي انجینیران او د هغو پاکستانی موټرچلوونکی ووژل شول.

پاکستان مخکې ادعا کړې وه چې چاودېدونکي مواد په یوه لارۍ کې د افغانستان د سپین بولدک له لارې راوړل شوي وو. د پاکستان دې ادعا په دغه هیواد کې دننه ډېرو ته شکونه پیدا کړل چې څرنګه د شاوخوا زر کیلومتره مزل په ترڅ کې هیچا د دې لارۍ نه تلاشي واخیسته او نه یې کوم ځای ودروله.

د پاکستان د پوځ ویندوی نن وویل چې د شانګلې برید په افغانستان کې پلان شوی و.

ټي ټي پي، چې پخوا یې هم په دغه برید کې لاس لرل رد کړي و، د پاکستان د پوځ د ویندوی تازه ادعا بیا رد کړې ده.

2 COMMENTS

  1. په افغانستان کې چاودېدونکي مواد نه تولیديږي . لارۍ او بل هېڅ نقلیه وسیله د پنجابیانو له تالاشي پرته له افغانستان نه د پنجاب مستعمرو ته نه شي ورتللی .
    دا هسې اپلتې دي . دوی خپل بریدونه د نورو په فرمایشو اجرا کوي او بیا ملامتي افغانانو باندې اچوي ، لعنت دې وي پرمنافقینو !

    • اصلی خبره دا ده چی له چټلیستان نه لیاره ورکه ده چی څنګه خپلو بادارانو ته قناعت ورکړی چی د لوی افغانستان د لوټولو په پاره بیا پیسې ترلاسه کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب