Homeخبرونههرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې نمایندګي پرانیستل شوه

هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې نمایندګي پرانیستل شوه

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۹ مه) د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې څانګه په رسمي توګه پرانیستل شوه.

په دې مراسمو کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې دغه خونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې ښه رول لرلی شي.

هغه دا هم ویلي، چې په استانه کې د افغانستان – قزاقستان له ګډ سوداګریز نندارتون څخه وروسته د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

قزاقستان وروسته تر هغه په هرات ولایت کې د سوداګرۍ څانګه پرانیزي چې هرات څو ورځې وړاندې د قزاقستان، ترکمنستان او د طالبانو د حکومت او افغان سوداګرو د یوې غونډې کوربه و.

هغې غونډه کې موافقه وشوه چې هرات کې به یو لوی لوجیستیکي مرکز هم پرانستل کیږي.

د طالبانو رژیم که څه هم تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د روسیې او چین په ګډون د سیمې او ګاونډ یوشمېر هېوادونه ورسره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پالي.

ځینې څارونکي باور لري، چې د دې اړیکو ډېره ګټه نورو هېوادونو ته رسیږي، خو بیا هم د دوی په باور دا هېوادونه نسبت پاکستان ته په اقتصادي برخه کې افغانستان ته ګټور تمامیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...