Homeخبرونهالجزیره تلویزون: د بدخشان چاودنې ۶ کسان وژلي او ۱۳ نور ټپیان...

الجزیره تلویزون: د بدخشان چاودنې ۶ کسان وژلي او ۱۳ نور ټپیان کړي

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۹ مه) الجزیرې تلویزون د بدخشان لپاره د طالبانو د یوه امنیتي مقام له قوله ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې نننۍ چاودنې ۶ تنه وژلي او ۱۳ نور ټپیان کړي.

د راپورونو له مخې، دغه چاودنه د دې ولایت د فیض اباد ښار په جوزګون سیمه کې د طالبانو د د نشه یي توکو د مبارزې ریاست د ځواکونو پر رنجر موټر شوې ده.

معلومه نه ده، چې وژل شوي او ټپیان شوي ټول طالبان که نور خلک هم پکې شامل دي؟

طالب چارواکو رسماً د دې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

دا چاودنې له هغې وروسته کیږي، چې پرون د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د ځواکونو لوی درستیز د کوکنارو د کښتونو د اړولو په سر له خلکو سره د پېښ شوي جنجال د حل و فصل خبر ورکړ.

په دې جنجال کې چې له تېرې جمعې راهیسې پيل شوی و، د دوو تنو د وژل کیدو او  یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

یاده مرګ ژوبله د طالبانو په ډزو رامنځته شوې ده.

پر طالبانو د نننۍ چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...