دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهایران کې د افغان کډوالو د اختطاف په تور د یو شمېر...

ایران کې د افغان کډوالو د اختطاف په تور د یو شمېر کسانو نیول کېدل

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۹ مه) ایرانی رسنۍ تسنیم اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو ۱۱ تنه د یو شمېر افغان کډوالو د اختطاف په تور نیولي.

سرچینه زیاتوي، چې دغو کسانو یو شمېر افغانان د اروپا ته تګ په نوم اختطافول او له کورنیو یې د خوشې کېدو لپاره پیسې غوښتې.

ویل شوي، چې دوی څخه یو تښتول شوی افغان هم خوشې کړل شوی دی.

ایراني چارواکو په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي، خو یو شمېر افغان کډوالو ویلي چې د کورنۍ غړي یې په همدې ډول ورک دي او تر اوسه یې په برخلیک نه دي خبر.

دوی غوښتنه کړې، چې د یادې قضیې څېړنه دې وشي او دوی سره یې پایلې شریکې کړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خلکو له دوی غوښتي، چې یاده قضیه تعقیب او ایراني چارواکي یې د پایلو رسنیز کولو ته وهڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب