شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیل اټکل شوی

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیل اټکل شوی

تاند (یکشنبه، د ثور ۳۰ مه)  د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې اداره اټکل کوي چې نن (یکشنبې) به د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې بارانونه واوري.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، بامیان، جوزجان، فاریاب، سمنګان، غور، بادغیس، هرات او فراه ولایتونو او همداراز سالنګونو کې د شدیدو ورښتونو ترڅنګ د تیزو بادونو او سیلونو وړاندوینه کړې ده.

د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم به د بادونو سرعت په ساعت کې له ۳۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

دا اداره د باران اندازه له ۱۵ میلي مترو تر ۳۰ میلي مترو پورې اټکلوي.

دا په داسي حال کې ده چې په غور کې د تازه سیلونو له کبله لږترلږه ۵۰ او په فاریاب کې ۸ تنه مړه شوي دي. همداراز شاوخوا ۲ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

د بدخشان د مرکز او ۸ ولسوالیو ترمنځ لارې د سیلونو له کبله بندې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب