Homeخبرونهد کابل زوړ ښار بیا رغول کیږي

د کابل زوړ ښار بیا رغول کیږي

تاند ( شنبه، د ثور ۲۹مه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د کابل زوړ ښار او د کابل سیند د دواړو غاړو پخوانۍ ودانۍ ورغول شي.

د وزارت ویاند حبیب غفران ویلي، چې دا پرېکړه د دوی د ریاست الوزرا لخوا شوې او د عملي کېدو او څارنې لپاره یې د یو شمېر اړوندو ادارو ګډه کمېټه هم جوړه شوې ده.

هغه نه دي ویلي، چې دا چارې په دقیق ډول کله پيل او څومره لګښت پرې راځي.

د لګښت ورکوونکې مرجع نوم هم نه دی اخیستل شوی، خو په اړونده کمېټه کې د اغا خان بنسټ نوم یاد شوی.

یاد شوي بنسټ، تر دې مخکې هم د افغانستان په ګڼو سیمو کې د تاریخي اثارو او ابداتو د رغونې او نورو فرهنګي پروګرامونو مالي او تخنیکي مرسته کړې وه.

طالبان دا ځل د خپل تېر رژیم برعکس، د تاریخي او فرهنګي اثارو په ساتنه او خوندیتوب ټینګار کوي او په دې برخه کې یې هڅې د ځینو فعالانو لخوا ستایل شوي.

د دوی په تېره واکمنۍ کې د بودا تاریخي مجسمې په بامیان کې ونړول شوې، چې د افغانستان د فرهنګ لپاره لویه ضایع ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...