تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۲۸مه) د امریکا متحده ایالاتو په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو يوې استازې «لورن بوبرټ» کانګریس ته يوه لایحه وړاندې کړې چې د ترهګرو د ملاتړ په نوملړ کې د افغانستان د شاملولو غوښتنه پکې شوې ده.
په دغه لایحه کې د افغانستان تر څنګ د ایران، شمالي کوریا، سوریې او کیوبا د نومونو د شاملولو وړانديز هم شوی دی.
نوموړې په يوه خبري ناسته کې ويلي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شوی او اوس له ترهګرو سره لږ تر لږه د ۷ ميليارده ډالرو پوځي تجهيزات په واک کې لري.
د کانګریس دې غړې په مشخص ډول په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو د فعاليتونو يادونه کړې ده.
د هغې په خبره، یادو ډلو له افغانستان څخه پر امريکا د بریدونو وړتیا پیدا کړې ده.
د طالبانو حاکمې ادارې د امریکا د کانګریس د دې لایحې په اړه څه نه دي ويلي.
امریکايي سناتو رله افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه
عجيبه انصاف دی جې له ګردې نړۍ يې فراريان راټول او افغانستان ته د جهاد په نوم راولېږل. دلته يې وجنګول او اوس لا بيا افغانستان د ترهګرۍ ملاتړي هېواد په نوملړ کې شاملوي، نو ولې هغه هېواد باندې غور نه کوي چې دوی يې روزل او د همدوی په ملاتړ او لارښوونه يې افغانستان ته رالېږل؟