چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامريکا تر درېیو میاشتو د بې برخليکه افغان کډوالو کمپ تړي

امريکا تر درېیو میاشتو د بې برخليکه افغان کډوالو کمپ تړي

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۲۸مه)‏‌ راپورونه وايي، چې امريکا د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د افغان کډوالو د برخلیک له معلومیدو پرته د دوی د کمپ د تړلو پریکړه کړې ده.

ویل کیږي، چې دغه خبره د متحده عربي اماراتو یو شمېر چارواکو د یاد شوي کمپ له مېشتو افغان کډوالو سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

ياد شوي کمپ ته په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرزول کیدو څخه وروسته، زرګونه افغانان د امریکا متحده ایالاتو له لوري لېږدول شوي او تمه لري، چې امريکا يا متحد هېوادونه به يې پناه ورته ورکړي.

دمګړۍ په دې کمپ کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر نېږدې ۳ زره تنه دی.

یادو کډوالو څو ځلې د خپلې بې سرنوشتۍ په اړه لاریونونه کړي او شکایت ېې کړی، چې اولادونه یې له زده کړو او دوی له ډېرو لازمو اسانتياوو بې برخې دي.

امريکا متحده ايالاتو د یادو کډوالو د ستونزو په اړه څه نه دي ويلي.

د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته لسګونه زره تنه له افغانستان څخه وتي او ډېر نور لا په دې دلیل چې ادعا کوي له خطر سره مخ دي له هېواده په وتو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب