چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا صدراعظمې لیز ترس استعفا ورکړه

د بریتانیا صدراعظمې لیز ترس استعفا ورکړه

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۸ مه) د بریتانیا صدراعظمې لیز ترس نن په دې خاطر استعفا ورکړه چې د خپلو پلانونو په عملي کولو کې پاتې راغلې ده.

اغلې ترس خپله استعفا د بریتانیا پاچا درېیم چارلس ته اعلان کړه.

دې یوازې ۴۵ ورځې وړاندې د صدراعظمې په توګه لوړه کړې وه خو په استعفا سره یې د بریتانیا په تاریخ کې په دې خاطر خپل نوم ثبت کړ چې تر ټولو د لنډې مودې صدرات یې کړی دی.

نن مخکې تر دې چې لیز ترس د صدراعظم د دفتر مخته ودریږي او استعفا اعلان کړي، د هغې د کورنیو چارو وزیرې استعفا ورکړه.

دا په وروستیو ۶ کلونو کې د بریتانیا څلورمه صدراعظمه ده چې د محافظه کار ګوند د کورنیو اختلافاتو له کبله استعفا ته مجبوریږي.

اغلې ترس یوازې یوه نیمه اوونۍ وړاندې هغه مهال د صدارت پر چوکۍ کښېناسته چې مخکیني صدراعظم بوریس جانسن د خپل ګوند له لوري استعفا ته اړ ایستل شو.

اوس به په پارلمان کې اکثریت ګوند په خپل منځ کې یو نوی کس د صدارت چوکۍ ته معرفي کوي خو د واکمن محافظه کار ګوند اپوزیسیون یعني کارګر ګوند د عامو انتخاباتو غوښتنه کوي.

اغلې ټرس به تر هغو کار ته دوام وکړي چې پر ځای یې بل څوک صدراعظم ټاکل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب