Homeخبرونهپاکستان ته د قيمتي مرغانو د قاچاق مخنيوی وشو

پاکستان ته د قيمتي مرغانو د قاچاق مخنيوی وشو

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۲۸مه)‏‌ د‌ ننګرهار لپاره د طالبانو چارواکي وايي، چې په تورخم کې يې د قيمتي مرغانو قاچاق مخنيوی کړی.

د طالبانو د ېوې اعلاميې له مخې، د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې د شاهين په نوم هغه قيمتي مرغان، چې پاکستان ته قاچاق کېدل د دوی د استخباراتو رياست مسئولينو له لوري ونيول شول.

‏د ننګرهار لپاره د طالبانو د چاپيريال ساتنې رئيس فيروز محمدزی وايي، چې دا مرغان سلګونه زره افغانۍ قيمت او د چاپيريال په ښکلا کې ځانګړی ارزښت لري.

نوموړي وويل،چې ياد مرغان يې نن د جلال اباد ښار بحر اباد ساحه کې ازاد کړل.

په وروستيو کې پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغان قيمتي مرغانو د قاچاق خبرونه زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...