سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهکرزی: اسلامي هېوادونه دې د اعتدال منشور جوړ او عملي ګامونه ورته...

کرزی: اسلامي هېوادونه دې د اعتدال منشور جوړ او عملي ګامونه ورته واخلي

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۲۸مه)‏‌ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي وحدت د ۳۶ کنفرانس پر مهال له افراطیت او تروریزم سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو لخوا «د اعتدال منشور» د جوړولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي ياد شوي کنفرانس ته د انلاين وينا په ترڅ کې دا هم وويل، چې د دغه منشور له جوړیدو وروسته دې د هغه د عملي کیدو لپاره هم ګامونه واخيستل شي.

نوموړي وویل:« اسلامي نړۍ اوسمهال له دوو ناوړه پدیدو یعنې افراطیت او ترورېزم سره لاس او ګرېوان ده چې په خبره یې یو شمېر هېوادونه د ترورېزم پاللو او ودې لپاره کار کوي.»

حامد کرزي پرته له دې چې د پخوا په شان د پاکستان نوم واخلي، دغه هېواد په افغانستان کې له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړ.

نوموړي زیاته کړه:« افغانستان کې له یو شمېر هغو ځایونو پر خلکو، جوماتونو او ښوونځیو بریدونه وشول چې ظاهرا د افغانستان خواخوږي او دوستان معلومېدل او هدف یې دا و چې افغانان په مذهبي جګړو او خپلمنځي نښتو کې ښکېل کړي.»

پاکستان د ډېرو افغانانو له لوري په سيمه کې د ترهګریزو فعالیتونو په تمویل او ورڅخه په پراخې ابزاري استفادې تورن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی