انسان فطرتا نوښتګر پیدا شوی دی تل کوښښ کوي چې نوښت وکړي او نوي شیان وپنځوي. بریالي لیکوالان هم تل کوښښ کوي چې نوي شیان وپنځوي په ټوله کې نوښت کوونکي وي او نوي شیان پنځوي، دوی تل کوښښ کوي چې نوي الفاظ په نویو بندونو کې بند کړي تر څو خپل لیکوال او د لیکوال مینوال خوند ترې واخلي. په ټوله کې لیکوال باید خپل لوستونکی په پام کې ونیسي او رنګین الفاظ په کرښو کې رابند کړي.
نوښت هغه اصل دی چې په ژوند کې پرمختګ راولي او د ژوند بڼ رنګین کوي. په هر څه کې نوښت اړین دی که هغه لیکوالي وي او یا بله کړنه نوښت ته ډېر ارزښت په کې ورکول کېږي. که چېرته یو لیکوال په لیکوالۍ کې نوښتي کلمې وکاروي نو هغه ته به خپله لیکوالي ډېر خوند ورکړي او تل به پرمختګ په کې کوي که یې کلمې او الفاظ نوښتي نه وي نو له خپلې لیکوالۍ به خوند نه شي اخیستلی او نه به ډېر مینوال ولري.
که چېرته یو لیکوال غواړي چې په لیکوالۍ کې نوښتي کلمې وکاروي نو هغه دې ته اړ دی چې د داسې لیکوالانو اثار ولولي چې هغوی په لفظونو بازي کړي وي. په پښتو ادب کې سعد الدین شپون هغه څوک دی چې په لفظونو یې بازي کړې او ډېری کسان ورته د لفظونو شپون وايي. هغه لیکوال چې مطالعه یې کمه وي او د لفظونو د لیکوال اثار نه لولي هغه هېڅ کله هم نه شي کولی چې په لفظونو بازي وکړي او د خوښې اثار په میراث پرېږدي.
هغه کسان چې مطالعه کوي او د خوښې الفاظ یې په حافظه کې یو ځای دی په نامه د لاشعور هلته ذخیره کېږي کله چې څه لیکي او یا وینا کوي د موضوع اړوند دغه الفاظ یې ذهن ته راځي په لیکنه او وینا کې ترې ګټه اخلي. هغه لیکوال چې مطالعه یې کمه وي نو هغه یو لفظ پیدا کړي چې خوند یې ورکړی وي هماغه لفظ په هره لیکنه او وینا کې تکراروي. په ټوله کې دغه لیکوال ځان د څو کرښو، خیالونو او فکرونو اسیر ګرځوي هرې خواته چې لاړشي بېرته یې په تکراري الفاظو او خیالونو راګرځي او په لیکنه کې یې کاروي. تر هغې دغه الفاظ کاروي چې نور یې کلیشه کړي بیا خوند ترې نه شي اخیستلی هغه تازه ګي او خوند چې یې په لومړي استعمال کې وه په وروسته استعمالونو کې یې نه شته دې.
د شعور محدودیت همدې ته وايي چې یو لیکوال یا شاعر هغه الفاظ چې په خپلو لیکنو کې یې کاروي کلیشه کړي او د خوند له اخیستلو یې وغورځوي، چې لوستونکي او لیکوال ته خوند ورنه کړي. یا په بل ډول یو لیکوال ځان د څو الفاظو او ترکیبونو بندي کړي په هره لیکنه کې همدا الفاظ او ترکیبونه کاروي.کله چې موږ د یو لیکوال لیکنې لولو که چېرته د یو لیکوال یا شاعر په شعرونو کې یو ترکیب، خیال او لفظ تکرار وي نو له دې څخه پوهېږو چې د نوموړي لیکوال او شاعر شعور محدود شوی او کلیشه یې لفظ، خیال او ترکیب په خپل شعر او لیکنه کې کاروي. هغه څوک چې پر دغې ناروغۍ اخته وي نو د هغوی درمل دا دي چې د لفظونو د شاعر او لیکوال شاعري او لیکوالي دې مطالعه کړي تر څو ښکلي او رنګین خیالونه او الفاظ د ده د لاشعور کندې ته ښکته شي تر څو د شاعرۍ او لیکوالۍ پر وخت یې په خپلو شعرونو او لیکنو کې وکاروي او خوندور اثار خپلو مینوالو ته په میراث پرېږدي.
پای