سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهکندهار او هلمند کې د ط-انو کور په کور عملياتو يو شمېر...

کندهار او هلمند کې د ط-انو کور په کور عملياتو يو شمېر خلک قهرولي

تاند:( سې شنبه،د سنبلې ۲۹مه)‏ د کندهار لپاره د طالبانو د ادارې امنیتي چارواکي وايي چې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې چاڼيز عملیات تر سره کوي تر څو امنیت لا ښه شي.

طالب چارواکو دا یو مثبت ګام بللی او ویلي،چې دا عمليات یې د خلکو په غوښتنه پيل کړي دي.

په ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې د دغو عملياتو په اړه یو شمېر خلکو قهرجن غبرګونونه ښودلي او ویلي،چې طالبان په دې عملیاتو کې د خلکو سپکاوی او اذیت کوي،چې دا کار به ښې پايلې ورته ونه لري.

د منتقدانو په وینا، د هلمند د بست کلا سیمه کې د یکشنبې ورځې د عملياتو پر مهال د اڅکزيو د یوه قومي مشر د کورنۍ د ښځينه وو په ګډون د څو تنو مرګ ژوبله، په عملياتو کې قومي او عقده يي چلند، د ښځینه پرسونل نه موجوديت او د خلکو د دود او دستور په پام کې نه نیول به خلک د طالبانو خلاف را پاڅوي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو چارواکو بيا د دغه ریاست په ټویټر پاڼه کې دا ادعاوې رد کړي دي.

سرچینې لیکلي:« د امنيتي ځواکونو سره په دې عملياتو کې ښځينه پوليسې هم شته، پر ټولو اسلامي او افغاني اصولو برابر تصفیوي عملیات دوام لري.د ګډو امنيتي ځواکونو سره په دې عملياتو کي د کلي مشران، ملا امامان او سپين ږيري هم همکاره دي.»

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو چارواکو په هلمند کې د یکشنبې ورځې د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي او نه ېې د يادې پېښې د عاملینو په اړه د کوم اقدام خبر ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب