یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهنيږدې ۱۰میلیونه افغان ماشومانو ته د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين پيل...

نيږدې ۱۰میلیونه افغان ماشومانو ته د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين پيل شو

تاند:( سې شنبه،د سنبلې ۲۹مه)‏ د عامې روغتيا وزارت د اړوندو نړيوالو بنسټونو په همکارۍ پرون د هېواد په ټولو ولايتونو کې د پوليو واکسين سراسري کمپاين پيل کړ.

د روغتيا وزارت چارواکي وايي، دغه کمپاين څلور ورځې دوام کوي او په دې موده کې ټاکل شوې ده له پنځه کلنۍ څخه ښکته ٩،٩ ميليونه ماشومان د پوليو ويروس پر وړاندې واکسين شي.

دا په افغانستان کې په روان ميلادي کال کې د پوليو واکسين د تطبيق ۸ پړاو دی، مخکې له دې شپږ سراسري کمپاينونه او يو فرعي کمپاين په هېواد کې په برياليتوب سره پلی شوی دی.

روغتیايي چارواکي وايي،افغانستان اوس د بل هر وخت په نسبت د پوليو ناروغۍ له منځه وړلو ته نيږدې شوى.

 د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پورې د کونړ او پکتيکا له ولايتونو څخه د پوليو د دوو مثبتو پېښو رپوټ ورکړل شوى، چې د تېرو کلونو په نسبت ډېر کمښت ښيي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په واسطه د مخنيوي وړ ده، هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته شي د دايمي فلج او يا هم د هغوى د مړينې سبب کېږي.

د يادوني وړ ده چې افغانستان او پاکستان اوس هم د نړۍ په کچه هغه هېوادونه دي، چې د پوليو له ويروس څخه خلاص شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب